مونږ تاسو ته د هغه کلام په حقله بيان وکړو کوم چې د ازل نه موجود وو، کوم چې مونږ واورېدو او په خپلو سترګو مو وليدلو. مونږ يې ننداره وکړه او خپل لاسونه مو ورسره ولګول. هغه د ژوندون کلام دے. دا ژوندون مونږ ته ښکاره کړے شوے وو او مونږ هغه ليدلے دے، او مونږ يې ګواهى کوُو او تاسو ته وايو چې هغه هغه څوک دے چې خپله د تل ژوندون دے. هغه پلار سره وو او بيا مونږ ته ظاهر شو. څۀ چې مونږ ليدلى او اورېدلى دى، مونږ هغه تاسو ته بيانوو د دې دپاره چې تاسو مونږ سره په کښې شريک شئ او په رښتيا مونږ د پلار او د هغۀ د زوئ عيسىٰ مسيح سره شراکت وساتو. مونږ دا څيزونه ځکه ليکُو چې زمونږ خوشحالى پوره شى.
دا هغه پېغام دے چې مونږ د مسيح نه واورېدلو او تاسو ته يې معلومات درکوو چې خُدائ پاک نُور دے او په هغۀ کښې هيڅ تيارۀ نشته. کۀ مونږ دا وايو چې هغۀ سره شراکت ساتو او په تيارو کښې ګرځو نو مونږ دروغژن يُو او په هغې عمل نۀ کوُو څۀ چې رښتيا دى. خو کۀ مونږ په نُور کښې ژوند کوُو لکه څنګه چې هغه په خپله په نُور کښې دے نو بيا مونږ په خپلو کښې شراکت ساتو، او د هغۀ د زوئ عيسىٰ وينه مونږ د هر يو ګناه نه پاکوى. کۀ چرې مونږ دا وايو چې بېګناه يُو نو په دې مونږ خپل ځان له دوکه ورکوو او په مونږ کښې رښتيا نشته. خو کۀ مونږ د خپلو ګناهونو اِقرار وکړُو نو هغه چې وفادار او صادق دے، هغه به زمونږ ګناهونه معاف کړى او مونږ به د هر قِسمه بدو نه پاک کړى. کۀ چرې مونږ دا وايو چې مونږ هيڅ ګناه نۀ ده کړې نو مونږ خُدائ پاک دروغژن کوُو او د هغۀ کلام په مونږ کښې نشته.
اول يوحنا ۳:۱۶
د دې نه لويه مينه چا کښې نشته چې يو کس دې د خپل دوست دپاره خپل سر ورکړى.
يوحنا 15:13

اول يوحنا ۴:۱۱
دا د خُدائ پاک د زوئ د عيسىٰ مسيح د زيرى شروع ده، لکه څنګه چې يشعياه نبى ليکلى دى چې، ”ګوره، زۀ خپل پېغمبر ستا نه وړاندې لېږم چې ستا مخې ته لاره تياره کړى. په بيابان کښې د نعرې وهونکى آواز دے چې د مالِک خُدائ لاره جوړه کړئ او د هغۀ لارې نېغې کړئ.“ او دغه شان په بيابان کښې بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ راغے او دا بيان يې کولو چې، ”توبه ګار شئ او بپتسمه واخلئ او ستاسو ګناهونه به معاف شى.“ او د يهوديه د ټول مُلک او د يروشلم اوسېدونکى هغۀ له بهر راووتل، هغۀ هغوئ له د خپلو ګناهونو په اقرار کولو سره د اُردن د سيند په اوبو بپتسمه ورکړه. د يحيىٰ جامې د اوښ د وړۍ وې او د څرمنې پټۍ يې د ملا نه تړلې وه او مُلخان او ځنګلى شات يې خوراک وو. هغۀ به دا اِعلان کولو چې، ”زما نه پس به هغه څوک راځى چې زما نه ډېر زورَور دے. زۀ د دې جوګه هم نۀ يم چې ټيټ شم او د هغۀ د پېزار تسمې پرانيزم. ما خو په اوبو ستاسو بپتسمه وکړه خو هغه به تاسو له په روحُ القُدس بپتسمه درکوى.“
هم په هغه ورځو کښې داسې وشول چې د ګليل د ناصرت نه عيسىٰ راغلو او د اُردن د سيند په اوبو کښې يې د يحيىٰ نه بپتسمه واخسته. څۀ وخت چې هغه د اوبو نه بهر راووتو نو هغۀ آسمانونه پرانستى وليدل او روحُ القُدس د کونترې په شکل کښې په هغۀ رانازل شو. او د آسمان نه يو آواز راغلو چې، ”تۀ زما محبوب زوئ يې، ستا نه زۀ راضى يم.“ سمدستى روحُ القُدس هغه بيابان ته په تلو مجبور کړو. او هلته کښې هغه تر څلوېښتو ورځو پورې د اِبليس په لمسون کښې وآزمائيلے شو. هغه د ځنګلى ځناورو سره وو او فرښتې د هغۀ په خِدمت کښې حاضرې شوې.
نو هرکله چې يحيىٰ ګرفتار شو نو عيسىٰ ګليل ته راغلو او د خُدائ پاک د زيرى بيان يې کولو چې، ”وخت پوره شو، د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو مينځ ته راغلې ده. توبه ګار شئ او په زېرى ايمان راوړئ.“ کله چې عيسىٰ د ګليل درياب په غاړه ګرځېدو نو هغۀ دوه وروڼه وليدل چې شمعون او د هغۀ ورور اندرياس وو. هغوئ په درياب کښې جال اچولو ځکه چې هغوئ ماهيګر وُو. عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”ما پسې راځئ او زۀ به تاسو نه آدمګير جوړ کړم.“ او هغوئ سمدستى خپل جالونه پرېښودل او په هغۀ پسې روان شول. کله چې عيسىٰ د دې ځائ نه لږ وړاندې لاړو نو هغۀ يعقوب د زبدى زوئ، او د هغۀ ورور يوحنا وليدل، چې په خپله کشتۍ کښې ناست وُو او جالونه يې مرمت کول. نو سمدستى هغۀ هغوئ راوبلل، او هغوئ خپل پلار زبدى د مزدورانو سره په کشتۍ کښې پرېښودو او په هغۀ پسې روان شول.
بيا دوئ د کفرنحُوم ښاريې ته لاړل نو کله چې د سبت ورځ راغله، عيسىٰ عبادتخانې ته ننوتو او هلته يې تعليم شروع کړو. نو خلق د هغۀ په تعليم حق حېران شول. ځکه چې هغۀ د هغوئ د شرعې عالمانو په شان نه، خو په پوره اختيار سره يې تعليم ورکولو. نو بيا په دغه وخت کښې په عبادتخانه کښې يو سړے وو چې پېرى نيولے وو. ناګهانه هغۀ چغې کړې، ”تۀ زمونږ نه څۀ غواړې اے عيسىٰ ناصرى؟ تۀ راغلې چې مونږ هلاک کړې څۀ؟ زۀ دې پېژنم چې تۀ څوک يې، تۀ د خُدائ پاک قُدوس يې.“ عيسىٰ هغه ورټلو او ورته يې وفرمائيل چې، ”چپ شه او د دۀ نه راوځه.“ او پيرى هغه سړے ډېر ولړزولو او په چغه ترې راووتلو. هغوئ ټول حق حېران شول او د يو بل نه يې تپوس وکړو چې، ”دا لا څۀ دى؟ دا خو د اختيار سره يو نوے تعليم دے. تر دې چې پيريانو ته حُکم کوى، او هغوئ يې هم منى.“ نو ډېر زر په ټول ګليل کښې هغه مشهور شو.
د عبادتخانې نه په راوتو هغوئ نېغ د شمعون او اندرياس کره لاړل او يعقوب او يوحنا هم ورسره ملګرى وُو. د شمعون خواښې تبې نيولې وه، او په کټ کښې پرته وه. هغوئ بيا د هغې د بيمارۍ حال ورته ووئيلو. عيسىٰ ورغلو او د هغې لاس يې ونيولو او په پښو يې ودروله او تبه يې لاړه او هغه د هغوئ په خِدمت کولو شروع شوه. هغه ماښام د نمر د پرېوتو نه پس هغوئ عيسىٰ له ټول بيماران او پيريانو نيولى خلق راوستل. او ټوله ښاريه د هغۀ د کور مخې ته راټوله شوله. عيسىٰ ډېر بيماران روغ کړل چې په مختلفو بيماريانو آخته وُو او ډېر پيريان يې وشړل. هغۀ پيريان د خبرو نه منع کړل ځکه چې هغوئ ته پته وه چې دا څوک دے.
سحر وختى د نمر ختو نه وړاندې عيسىٰ پاڅېدو او بهر لاړو. هغه ځان له يو خوشى بيابان ته لاړو او هلته يې دُعا کوله. خو شمعون او د هغۀ ملګرو يې تلاش کولو چې وې مومى، او کله چې يې وموندلو نو ورته يې ووئيل چې، ”ټول خلق ستا په تلاش کښې دى.“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”راځئ چې نزدې ښارونو ته لاړ شُو چې زۀ هلته هم خپل بيان وکړم ځکه چې زۀ په هم دې غرض راوتلے يم.“ نو هغه په ټول ګليل کښې ګرځېدو، د هغوئ په عبادتخانو کښې يې بيان کولو او پيريان يې شړل.
عيسىٰ له يو جذامى راغلو، مِنت زارى يې ورته وکړل او ورته په سجده پرېوتو، عيسىٰ ته يې ووئيل چې، ”کۀ تۀ وغواړې نو ما روغولے شې.“ د عيسىٰ زړۀ په هغۀ وسوزېدلو، خپل لاس يې وراوږد کړو، او د هغۀ سره يې ولګولو او ورته يې فرمائيل چې، ”آو، زۀ غواړم. پاک شه.“ نو سمدستى د هغۀ نه جذام ختم شو او هغه پاک شو. بيا عيسىٰ هغه د دې سخت حکم سره رُخصت کړو، ”ګوره چې هيچا ته د دې په حقله څۀ ونۀ وائې. لاړ شه، خپل ځان اِمام ته وښايه او کومه شکرانه چې موسىٰ مقرره کړې ده هغه ورکړه. دا به ستا د روغولو ګواهى شى.“ خو هغه سړے بهر لاړو او د دې قيصې نه يې ټول خلق خبر کړل. دا خبره يې تر لرې لرې خوره کړله تر دې چې عيسىٰ به يو ښار ته هم په ښکاره نۀ شو تلے او بهر به په خوشو ځايونو کښې پاتې کېدو. خو بيا به هم خلق د هر لورى نه هغۀ له راتلل.
مرقوس ۱۰:۴۵
د پطروس د طرف نه چې د عيسىٰ مسيح رسول دے، د خُدائ پاک د هغه غوره شوو مهاجرينو په نوم چې د پونطوس، ګلتيه، کپدوکيه، آسيه او بتونيه په صوبو کښې خوارۀ وارۀ دى، تاسو چې خُدائ پلار د ازل نه د خپل عِلم په مطابق د روحُ القُدس په وسيله مقدس کړئ او د عيسىٰ مسيح د وينى تويولو په وسيله يې تاسو د هغۀ تابعدار کړئ، په تاسو دې ډېر فضل او سلامتى وى.
زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د خُدائ پاک او پلار دې ثنا وى، چې په خپل لوئ رحمت يې د عيسىٰ مسيح د مړو نه د بيا ژوندى کېدو په وسيله مونږ له د ژوندى اُميد دپاره نوے ژوند راکړو، او چې يو نۀ فنا کېدونکے، بېداغه او لازواله ميراث حاصل کړُو، چې ستاسو دپاره په آسمان کښې ساتلے شوے دے، کوم چې خُدائ پاک د ايمان په وسيله په خپل قُدرت سره محفوظ ساتى يعنې هغه خلاصون چې هغه په آخرى وخت کښې ښکاره کېدو ته تيار دے. نو په دې وجه تاسو خوشحالى وکړئ، اګر چې اوس تاسو د لږ وخت دپاره مختلف تکليفونه وزغمل. او دا آزمېښتونه به دا خبره ثابته کړى چې ستاسو ايمان اصلى دے، او دا وآزمائيلے شو لکه څنګه چې سرۀ زر په اور آزمائيلے کيږى، خو ستاسو ايمان د فانى سرو زرو نه ډېر زيات قيمتى دے. نو ستاسو ايمان به د عيسىٰ مسيح د راښکاره کېدو په ورځ د جلال او احترام سبب شى. تاسو هغۀ سره داسې مينه کوئ اګر چې هغه مو ليدلے نۀ دے. او نۀ يې اوس وينئ، خو تاسو په هغۀ يقين ساتئ، او په جلالى انداز کښې خوشحالى کوئ کومه چې د بيان نه بهر ده. او ستاسو د ايمان اجر به ستاسو د خپل ځان د خلاصون حاصلول وى. د دې خلاصون په حقله نبيانو ډېر لټون او تحقيق وکړو او د هغه فضل په حقله يې پېشګوئى وکړه کوم چې په تاسو کېدونکے وو. د مسيح روح په هغوئ کښې وو او دا ګواهى يې ورکوله چې مسيح به تکليفونه وزغمى او بيا به جلال ومومى، نو بيا نبيانو دا کوشش وکړو چې د روح دا اِشاره به په څۀ وخت او په کوم حالت کښې پوره کيږى. هغوئ ته وئيلے شوى وُو چې د هغوئ زيرے د هغوئ د خپل ځان دپاره نۀ وو بلکې ستاسو دپاره وو. نو اوس دا زيرے تاسو ته د هغه چا په وسيله چې د روحُ القُدس په طاقت سره چې د آسمان نه نازل شوے دے بيان شو. دا داسې عجيبه خبرې دى چې فرښتې هم په ليوالتيا سره د دې د کېدو خواهش کوى.
نو په دې وجه خپله په ذهنى توګه ملا وتړه، او په خپل ځان قابو وساته، او خپل مکمل اُميد په هغه فضل ساتئ کوم به چې عيسىٰ مسيح تاسو له درکړى کله چې هغه راڅرګند شى. تاسو لکه د تابعدارو بچو په شان شئ، او د خپل جهالت د زمانې غوندې د زړو خواهشاتو غلامان مۀ جوړېږئ. څنګه چې ستاسو رابلونکے پاک دے نو هغه شان تاسو په خپل ټول چال چلن کښې خپل ځان پاک کړئ لکه چې صحيفې فرمائى چې، ”پاک شئ ځکه چې زۀ پاک يم.“ او دا خبره ياد ساتئ هغه آسمانى پلار چا نه چې تاسو دُعا غواړئ هغه د چا طرفدارى نۀ کوى. بلکې هغه به ستاسو اِنصاف کوى او ستاسو د عمل په مطابق به تاسو له اجر درکړى، نو بيا په دُنيا کښې خپل ژوند د هغۀ نه په يرې او لکه د مسافرو په شان تېروئ. نو تاسو په دې پوهه يئ چې خُدائ پاک ستاسو په ځائ فديه ورکړه چې تاسو له د هغه بېفائدې ژوندون خلاصون درکړى کوم چې تاسو ته ستاسو د پلار نيکونو نه په ميراث کښې پاتې شوے وو. او کومه فديه چې هغۀ ورکړه نو هغه فانى سرۀ يا سپين زر نۀ وُو، بلکې د مسيح قيمتى وينه وه. هم هغه لکه د روغ رمټ او بېداغه ګډُورى په شان قربان شو. هغه د دُنيا د پېدايښت نه اول غوره شوے وو، خو په آخره زمانه کښې ستاسو دپاره ښکاره شو، د هغۀ په وسيله تاسو په هغه خُدائ ايمان راوړو چا چې هغه د مړو نه بيا راژوندے کړو او جلال يې ورکړو د دې دپاره چې ستاسو ايمان او اُميد په خُدائ پاک وى. تاسو د خپلو ګناهونو نه هغه وخت پاک شوئ کله چې تاسو د حق تابعدارى وکړه، نو اوس تاسو د يو بل سره د زړۀ نه لکه د وروڼو او خوېندو په شان مينه کوئ، په خپلو کښې د يو بل سره د زړۀ د کومې نه مينه ساتئ. ځکه چې ستاسو دوباره پېدا کېدل د فانى کېدونکى تخم نه نه بلکې د نۀ فانى کېدونکى تخم نه د خُدائ پاک د ژوندى او قائم کلام په وسيله بيا پېدا شوئ يئ. ځکه چې، ”هر انسان د واښو په شان دے او د دوئ ټول شان او شوکت د ځنګلى ګل په شان دے، واښۀ اوچيږى او ګل رژيږى خو د مالِک خُدائ کلام د همېشه دپاره قائم وى.“ او دا کلام هغه زيرے دے کوم چې تاسو ته بيان شوے وو.
اول پطروس ۲:۲۱
کلام د ازل نه موجود وو او کلام د خُدائ پاک سره وو او هغه کلام خُدائ پاک وو، هغه د ازل نه خُدائ پاک سره وو. خُدائ پاک هر څيز د هغۀ په وسيله پېدا کړل، يو پېدا شوے څيز هم بغېر د هغۀ نه پېدا نۀ شو. او دغه کلام د ژوند سرچينه وه او هم دا د ټولو انسانانو دپاره نُور وو. او نُور په تيارۀ کښې ځليږى او تيارۀ پرې کله هم غالبه نۀ شوه. خُدائ پاک يو سړے راولېږلو چې نوم يې يحيىٰ وو. هغه د نُور د ګواهۍ دپاره راغلو چې ټول خلق د هغۀ د پېغام په وسيله ايمان راوړى. هغه په خپله خو نُور نۀ وو خو هغه د نُور د ګواهۍ دپاره راغلو. هغه حقيقى نُور دُنيا ته راتلونکے وو کوم چې به په هر يو بنى آدم ځليږى. هغه په خپله هغه دُنيا ته راغلو کومه چې هغۀ پېدا کړې وه خو دُنيا هغه ونۀ پېژندلو. هغه خپل قوم ته راغلو خو د هغۀ خپلو خلقو هغه قبول نۀ کړو. خو کومو خلقو چې هغه قبول کړو او په هغۀ يې ايمان راوړو نو هغۀ هغوئ ته دا حق ورکړو چې د خُدائ پاک اولاد شى، داسې اولاد چې نۀ په فطرى طور يا په انسانى خواهشاتو بلکې د خُدائ پاک نه پېدا شو. نو کلام انسان شو او هغه زمونږ په مينځ کښې اوسېدو او مونږ د هغۀ لوئى وليدله، د واحد او د اېک يو زوئ لوئى، چې د حقيقت او وفادارۍ نه معمور وى څوک چې د پلار د خوا نه راغلے وى. يحيىٰ د هغۀ په حقله ګواهى وکړه. هغۀ په چغو ووئيل چې، ”دا هغه سړے دے چې ما يې ذکر کړے وو چې هغه هغه څوک دے چې زما نه وروستو به راشى خو زما نه به لوئ وى ځکه چې هغه زما نه وړاندې موجود وو.“ ځکه چې مونږ ټولو د هغۀ د ټولې معمورتيا نه په فضل دپاسه فضل وموندلو. ځکه چې شريعت د موسىٰ په وسيله ورکړے شو خو فضل او حقيقت د عيسىٰ مسيح په وسيله راغلل. هيچا هم چرې خُدائ پاک نۀ دے ليدلے، بلکې بې د يکې يو نه، څوک چې په خپله خُدائ پاک دے، چې د پلار د سترګو تور دے. هم هغۀ مونږ ته خُدائ پاک ښکاره کړو.
د يحيىٰ ګواهى دا وه، چې کله يهوديانو د يروشلم نه اِمامان او ليويان د دې دپاره ورولېږل چې د هغۀ نه تپوس وکړى چې، ”تۀ څوک يې؟“ هغۀ صفا ووئيل او اِنکار يې ونۀ کړو چې، ”زۀ مسيح نۀ يم.“ نو هغوئ ترې تپوس وکړو چې، ”نو تۀ بيا څوک يې؟ تۀ الياس يې څۀ؟“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”نه، زۀ هغه نۀ يم.“ ”تۀ هغه نبى يې څۀ چې مونږ يې په اِنتظار کښې يُو؟“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”نه.“ بيا هغوئ د هغۀ نه تپوس وکړو چې، ”نو تۀ څوک يې؟ ځکه چې مونږ چا رالېږلى يُو چې هغوئ ته جواب ورکړُو. نو تۀ خپل ځان څۀ ګڼې؟“ هغۀ ورته جواب ورکړو چې، ”زۀ په بيابان کښې د نعرې وهونکى آواز يم چې نعرې وهى، د مالِک لار نېغه کړئ، لکه چې يشعياه نبى فرمائيلى وُو.“ بيا هغه کسان چې فريسيانو رالېږلى وُو د هغۀ نه يې تپوس وکړو، ”کۀ نۀ تۀ مسيح يې، نۀ الياس يې، نۀ هغه نبى يې، نو تۀ بيا ولې بپتسمه ورکوې؟“ يحيىٰ هغوئ ته جواب ورکړو، ”زۀ په اوبو بپتسمه ورکوم خو ستاسو په مينځ کښې يو کس ولاړ دے چې تاسو هغه نۀ پېژنئ، هغه هغه څوک دے چې زما نه وروستو راځى او زۀ د دې جوګه هم نۀ يم چې د هغۀ د پېزار تسمې پرانيزم.“ دا ټولې خبرې د بيتِعنياه په ښار کښې وشوې چې د اُردن بلې غاړې ته دے، چرته چې يحيىٰ بپتسمه ورکوله.
بله ورځ يحيىٰ وليدل چې عيسىٰ د هغۀ طرف ته راروان دے. هغۀ وفرمائيل چې، ”وګورئ، د خُدائ پاک ګډورے څوک چې د دُنيا ګناه په ځان وړى. دا هم هغه دے د چا په حقله چې ما وئيلى وُو چې زما نه به وروستو يو کس راځى څوک چې زما نه لوئ دے ځکه چې هغه زما نه مخکښې موجود وو. زۀ په خپله هغه نۀ پېژنم، خو زۀ په دې وجه د اوبو سره د بپتسمې ورکولو دپاره راغلم چې هغه بنى اِسرائيلو ته څرګند شى.“ بيا يحيىٰ دا ګواهى ورکړله چې، ”ما روحُ القُدس د آسمان نه لکه د يوې کونترې په شان په راکوزېدو وليدلو چې د هغۀ سره پاتې شو. ما په خپله دے نۀ پېژندو، خو هغه چا چې زۀ يې د اوبو د بپتسمې ورکولو دپاره رالېږلے يم هغۀ ما ته وفرمائيل، کله چې زما روح په راکوزېدو ووينې او د چا سره پاتې شى نو هم دا هغه کس دے چې په روحُ القُدس به بپتسمه ورکوى. ما دا په خپله وليدل او زۀ په دې ګواهى کوم چې دا د خُدائ پاک غوره کړے شوے دے.“
په بله ورځ يحيىٰ د خپلو دوو مريدانو سره ولاړ وو چې عيسىٰ يې په خوا کښې تېر شو. يحيىٰ هغۀ ته وکتل او وې فرمائيل چې، ”دا د خُدائ پاک ګډُورے دے.“ کله چې هغه دوو مريدانو د هغۀ دا خبره واورېدله نو عيسىٰ پسې روان شول. عيسىٰ چې په شا وکتل نو وې ليدل چې دوئ هغۀ پسې روان دى نو هغۀ ترې تپوس وکړو چې، ”تاسو څۀ ګورئ؟“ هغوئ ووئيل، ”اُستاذه، تۀ کوم ځائ پاتې کېږې؟“ عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”راشئ او وګورئ،“ نو هغوئ د هغۀ سره لاړل او هغه ځائ يې وليدلو چرته چې هغه پاتې کېدو او هغوئ نوره ورځ د هغۀ سره تېره کړله چې دا تېر ماسپښين وو. په هغوئ کښې يو اندرياس د شمعون پطروس ورور وو چا چې هغه خبرې واورېدې کومې چې يحيىٰ کړې وې نو بيا هغه عيسىٰ پسې روان شو. اول کار چې هغۀ وکړو هغه دا وو چې خپل ورور شمعون يې وموندلو او هغۀ ته يې ووئيل چې، ”مونږ مسيح موندلے دے.“ نو هغۀ شمعون عيسىٰ له راوستو. عيسىٰ هغۀ ته وکتل او وې فرمائيل، ”تۀ د يوحنا زوئ شمعون يې، تا ته به کائفس وئيلے کيږى، يعنې پطروس چې معنىٰ يې ګټ دے.“
بله ورځ عيسىٰ ګليل ته د تلو نيت وکړو. فيليپوس مخې له ورغلو او ورته يې وفرمائيل چې، ”ما پسې راځه.“ نو فيليپوس د اندرياس او پطروس په شان د بيتِصيدا اوسېدونکے وو. فيليپوس نتنىايل له ورغلو او ورته يې ووئيل چې، ”مونږ هغه کس بياموندلو د چا ذکر چې د موسىٰ په شريعت کښې شوے دے او نبيانو کړے دے، چې هغه د ناصرت عيسىٰ د يوسف زوئ دے.“ نتنىايل په حېرانتيا تپوس وکړو چې، ”ناصرت، ولې په ناصرت کښې هم ښۀ څيز پېدا کېدے شى څۀ؟“ فيليپوس جواب ورکړو، ”راشه او په خپله يې وګوره.“ کله چې عيسىٰ نتنىايل په راتلو وليدلو نو وې فرمائيل، ”دا يو رښتينے بنى اِسرائيلى دے، په دۀ کښې هيڅ ټګى نشته.“ نتنىايل ترېنه تپوس وکړو، ”تا زۀ څنګه وپېژندلم؟“ عيسىٰ ورته جواب ورکړو، ”ما تۀ هغه وخت ليدلے وې چې تۀ لا د اينځر د ونې لاندې وې او فيليپوس لا نۀ وې رابللے.“ بيا نتنىايل ووئيل، ”اُستاذه. تۀ د خُدائ پاک زوئ يې او تۀ د بنى اِسرائيلو بادشاه يې.“ عيسىٰ جواب ورکړو، ”ولې ستا د ايمان د راوړو دغه وجه ده چې تا ته مې وئيل چې تۀ مې د اينځر د ونې لاندې ليدلے وې؟ تۀ به د دې نه هم لوئ لوئ کارونه ووينې.“ بيا هغۀ وفرمائيل، ”زۀ تاسو ټولو ته رښتيا وايم چې تاسو به آسمان پرانستے ووينئ او په اِبن آدم به د خُدائ پاک د فرښتو بره ښکته تلل راتلل ووينئ.“
يوحنا ۱۳:۱۴–۱۵