کله چې سرکه عيسىٰ ته ورکړے شوه نو هغۀ وفرمائيل چې، ”دا کار پوره شو.“ بيا يې سر ټيټ کړو او ساه يې ورکړه.
يوحنا ۱۹:۳۰
ورځنی رڼا

کله چې سرکه عيسىٰ ته ورکړے شوه نو هغۀ وفرمائيل چې، ”دا کار پوره شو.“ بيا يې سر ټيټ کړو او ساه يې ورکړه.
يوحنا ۱۹:۳۰
په تېره زمانه کښې خُدائ پاک زمونږ پلار نيکۀ ته ډېر ځله په مختلفو طريقو د نبيانو په وسيله خبرې وکړې. خو په دې آخره زمانه کښې هغۀ مونږ ته د خپل زوئ په وسيله خبرې وکړې چا چې هغه د ټولو څيزونو وارث مقرر کړو او د هغۀ په وسيله يې کائنات پېدا کړل. هغه د خُدائ د جلال مظهر او هغه د خُدائ د ذات تصوير دے او هغه ټول کائنات په خپل زورَور کلام سمبالوى. کله چې هغۀ زمونږ ګناهونه پاک کړل نو په آسمان کښې د قادر مطلق خُدائ ښى لاس ته کښېناستو. نو څنګه چې زوئ د فرښتو نه لوئ دے نو دغه شان د هغۀ نوم د هغوئ نه لوئ دے کوم چې هغۀ ته په ميراث کښې مِلاو شوے دے. ځکه چې خُدائ پاک کله هم کومې فرښتې ته دا نۀ دى فرمائيلى چې، ”تۀ زما زوئ يې، او د نن نه زۀ ستا پلار شوم.“ او بيا دا چې، ”زۀ به د هغۀ پلار يم او هغه به زما زوئ وى.“ او بيا چې خُدائ پاک خپل اول پېدا شوے، دُنيا ته راولى نو هغه فرمائى چې، ”د خُدائ پاک ټولې فرښتې دې هغۀ ته سجده وکړى.“ او د فرښتو په حقله فرمائى چې، ”هغه د خپلو فرښتو نه هواګانې جوړوى او د خپلو خادِمانو نه د اور شُغلې جوړوى.“ خو خپل زوئ ته فرمائى چې، ”اے خُدايه پاکه، ستا تخت به تل تر تله وى او د صداقت امسا ستا د بادشاهۍ امسا ده. تا د صداقت سره مينه او د شرارت نه نفرت وکړو، په دې وجه خُدائ پاک، يعنې ستاسو خُدائ پاک، تۀ د خوشحالۍ په تېلو د خپلو ملګرو په نسبت زيات مسح کړې.“ او، ”اے مالِکه، تا د زمکې بنياد د ازل نه کېښودو او آسمان ستا د لاس کار دے. هغه به فنا شى خو تۀ به باقى پاتې يې، او هغه ټول به د جامو په شان زاړۀ شى. تۀ به هغوئ د زړې چُوغې په شان راونغاړې او د جامو په شان به هغوئ بدل کړے شى. خو تۀ به تل تر تله هم هغه يې او د تل دپاره به قائم دائم يې.“ خو خُدائ پاک فرښتې ته کله هم نۀ دى فرمائيلى چې، ”تۀ زما ښى لاس ته کښېنه ترڅو چې زۀ ستا دشمنان ستا د پښو د لاندې چوکۍ جوړ نۀ کړم.“ ولې ټولې فرښتې خِدمت ګزار روحونه نۀ دى کوم چې د هغه خلقو د خِدمت دپاره رالېږلے شوى دى څوک چې د خلاصون وارثان دى؟
عبرانيان ۱۲:۲
ما په زمکه تا له جلال درکړو د هغه کار په ختمولو چې تا ما ته د کولو دپاره حواله کړے وو.
يوحنا ۱۷:۴
او د خُدائ پاک د مرضۍ په وسيله مونږ د عيسىٰ مسيح د بدن د يو ځل قربانېدو په وجه د همېشه دپاره پاک کړے شُو. او هر يو اِمام روزانه د هغۀ خدمت کښې ولاړ وى او هم هغه يو رنګ قربانۍ بيا بيا پېش کوى کومې چې هيڅکله هم ګناهونه نۀ شى ختمولے. خو کله چې مسيح د همېشه دپاره د ګناهونو د ختمولو دپاره يوه قربانى ورکړه نو بيا هغه د خُدائ پاک ښى لاس ته کښېناستو. او د هغه وخت نه په دې انتظار دے چې د هغۀ دشمنان د هغۀ د پښو د لاندې کړے شى. ځکه چې هغه د يوې قربانۍ ورکولو په وسيله هغوئ د همېشه دپاره کامِل کړل څوک چې پاک کړے شوى دى.
عبرانيان ۱۰:۱۰–۱۴
په دې وجه پلار ما سره مينه کوى ځکه چې زۀ خپل ځان قربانوم د دې دپاره چې دا بيا ومومم. دا زما نه څوک نۀ اخلى، خو زۀ دا په خپله مرضۍ قربانوم. دا زما اختيار دے چې ځان قربان کړم او دا مې هم اختيار دے چې دا زۀ بيا ومومم. دا حُکم ما ته خپل پلار راکړے دے.“
يوحنا ۱۰:۱۷–۱۸
کلام د ازل نه موجود وو او کلام د خُدائ پاک سره وو او هغه کلام خُدائ پاک وو، هغه د ازل نه خُدائ پاک سره وو. خُدائ پاک هر څيز د هغۀ په وسيله پېدا کړل، يو پېدا شوے څيز هم بغېر د هغۀ نه پېدا نۀ شو. او دغه کلام د ژوند سرچينه وه او هم دا د ټولو انسانانو دپاره نُور وو. او نُور په تيارۀ کښې ځليږى او تيارۀ پرې کله هم غالبه نۀ شوه. خُدائ پاک يو سړے راولېږلو چې نوم يې يحيىٰ وو. هغه د نُور د ګواهۍ دپاره راغلو چې ټول خلق د هغۀ د پېغام په وسيله ايمان راوړى. هغه په خپله خو نُور نۀ وو خو هغه د نُور د ګواهۍ دپاره راغلو. هغه حقيقى نُور دُنيا ته راتلونکے وو کوم چې به په هر يو بنى آدم ځليږى. هغه په خپله هغه دُنيا ته راغلو کومه چې هغۀ پېدا کړې وه خو دُنيا هغه ونۀ پېژندلو. هغه خپل قوم ته راغلو خو د هغۀ خپلو خلقو هغه قبول نۀ کړو. خو کومو خلقو چې هغه قبول کړو او په هغۀ يې ايمان راوړو نو هغۀ هغوئ ته دا حق ورکړو چې د خُدائ پاک اولاد شى، داسې اولاد چې نۀ په فطرى طور يا په انسانى خواهشاتو بلکې د خُدائ پاک نه پېدا شو. نو کلام انسان شو او هغه زمونږ په مينځ کښې اوسېدو او مونږ د هغۀ لوئى وليدله، د واحد او د اېک يو زوئ لوئى، چې د حقيقت او وفادارۍ نه معمور وى څوک چې د پلار د خوا نه راغلے وى. يحيىٰ د هغۀ په حقله ګواهى وکړه. هغۀ په چغو ووئيل چې، ”دا هغه سړے دے چې ما يې ذکر کړے وو چې هغه هغه څوک دے چې زما نه وروستو به راشى خو زما نه به لوئ وى ځکه چې هغه زما نه وړاندې موجود وو.“ ځکه چې مونږ ټولو د هغۀ د ټولې معمورتيا نه په فضل دپاسه فضل وموندلو. ځکه چې شريعت د موسىٰ په وسيله ورکړے شو خو فضل او حقيقت د عيسىٰ مسيح په وسيله راغلل. هيچا هم چرې خُدائ پاک نۀ دے ليدلے، بلکې بې د يکې يو نه، څوک چې په خپله خُدائ پاک دے، چې د پلار د سترګو تور دے. هم هغۀ مونږ ته خُدائ پاک ښکاره کړو. د يحيىٰ ګواهى دا وه، چې کله يهوديانو د يروشلم نه اِمامان او ليويان د دې دپاره ورولېږل چې د هغۀ نه تپوس وکړى چې، ”تۀ څوک يې؟“ هغۀ صفا ووئيل او اِنکار يې ونۀ کړو چې، ”زۀ مسيح نۀ يم.“ نو هغوئ ترې تپوس وکړو چې، ”نو تۀ بيا څوک يې؟ تۀ الياس يې څۀ؟“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”نه، زۀ هغه نۀ يم.“ ”تۀ هغه نبى يې څۀ چې مونږ يې په اِنتظار کښې يُو؟“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”نه.“ بيا هغوئ د هغۀ نه تپوس وکړو چې، ”نو تۀ څوک يې؟ ځکه چې مونږ چا رالېږلى يُو چې هغوئ ته جواب ورکړُو. نو تۀ خپل ځان څۀ ګڼې؟“ هغۀ ورته جواب ورکړو چې، ”زۀ په بيابان کښې د نعرې وهونکى آواز يم چې نعرې وهى، د مالِک لار نېغه کړئ، لکه چې يشعياه نبى فرمائيلى وُو.“ بيا هغه کسان چې فريسيانو رالېږلى وُو د هغۀ نه يې تپوس وکړو، ”کۀ نۀ تۀ مسيح يې، نۀ الياس يې، نۀ هغه نبى يې، نو تۀ بيا ولې بپتسمه ورکوې؟“ يحيىٰ هغوئ ته جواب ورکړو، ”زۀ په اوبو بپتسمه ورکوم خو ستاسو په مينځ کښې يو کس ولاړ دے چې تاسو هغه نۀ پېژنئ، هغه هغه څوک دے چې زما نه وروستو راځى او زۀ د دې جوګه هم نۀ يم چې د هغۀ د پېزار تسمې پرانيزم.“ دا ټولې خبرې د بيتِعنياه په ښار کښې وشوې چې د اُردن بلې غاړې ته دے، چرته چې يحيىٰ بپتسمه ورکوله. بله ورځ يحيىٰ وليدل چې عيسىٰ د هغۀ طرف ته راروان دے. هغۀ وفرمائيل چې، ”وګورئ، د خُدائ پاک ګډورے څوک چې د دُنيا ګناه په ځان وړى. دا هم هغه دے د چا په حقله چې ما وئيلى وُو چې زما نه به وروستو يو کس راځى څوک چې زما نه لوئ دے ځکه چې هغه زما نه مخکښې موجود وو. زۀ په خپله هغه نۀ پېژنم، خو زۀ په دې وجه د اوبو سره د بپتسمې ورکولو دپاره راغلم چې هغه بنى اِسرائيلو ته څرګند شى.“ بيا يحيىٰ دا ګواهى ورکړله چې، ”ما روحُ القُدس د آسمان نه لکه د يوې کونترې په شان په راکوزېدو وليدلو چې د هغۀ سره پاتې شو. ما په خپله دے نۀ پېژندو، خو هغه چا چې زۀ يې د اوبو د بپتسمې ورکولو دپاره رالېږلے يم هغۀ ما ته وفرمائيل، کله چې زما روح په راکوزېدو ووينې او د چا سره پاتې شى نو هم دا هغه کس دے چې په روحُ القُدس به بپتسمه ورکوى. ما دا په خپله وليدل او زۀ په دې ګواهى کوم چې دا د خُدائ پاک غوره کړے شوے دے.“ په بله ورځ يحيىٰ د خپلو دوو مريدانو سره ولاړ وو چې عيسىٰ يې په خوا کښې تېر شو. يحيىٰ هغۀ ته وکتل او وې فرمائيل چې، ”دا د خُدائ پاک ګډُورے دے.“ کله چې هغه دوو مريدانو د هغۀ دا خبره واورېدله نو عيسىٰ پسې روان شول. عيسىٰ چې په شا وکتل نو وې ليدل چې دوئ هغۀ پسې روان دى نو هغۀ ترې تپوس وکړو چې، ”تاسو څۀ ګورئ؟“ هغوئ ووئيل، ”اُستاذه، تۀ کوم ځائ پاتې کېږې؟“ عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”راشئ او وګورئ،“ نو هغوئ د هغۀ سره لاړل او هغه ځائ يې وليدلو چرته چې هغه پاتې کېدو او هغوئ نوره ورځ د هغۀ سره تېره کړله چې دا تېر ماسپښين وو. په هغوئ کښې يو اندرياس د شمعون پطروس ورور وو چا چې هغه خبرې واورېدې کومې چې يحيىٰ کړې وې نو بيا هغه عيسىٰ پسې روان شو. اول کار چې هغۀ وکړو هغه دا وو چې خپل ورور شمعون يې وموندلو او هغۀ ته يې ووئيل چې، ”مونږ مسيح موندلے دے.“ نو هغۀ شمعون عيسىٰ له راوستو. عيسىٰ هغۀ ته وکتل او وې فرمائيل، ”تۀ د يوحنا زوئ شمعون يې، تا ته به کائفس وئيلے کيږى، يعنې پطروس چې معنىٰ يې ګټ دے.“ بله ورځ عيسىٰ ګليل ته د تلو نيت وکړو. فيليپوس مخې له ورغلو او ورته يې وفرمائيل چې، ”ما پسې راځه.“ نو فيليپوس د اندرياس او پطروس په شان د بيتِصيدا اوسېدونکے وو. فيليپوس نتنىايل له ورغلو او ورته يې ووئيل چې، ”مونږ هغه کس بياموندلو د چا ذکر چې د موسىٰ په شريعت کښې شوے دے او نبيانو کړے دے، چې هغه د ناصرت عيسىٰ د يوسف زوئ دے.“ نتنىايل په حېرانتيا تپوس وکړو چې، ”ناصرت، ولې په ناصرت کښې هم ښۀ څيز پېدا کېدے شى څۀ؟“ فيليپوس جواب ورکړو، ”راشه او په خپله يې وګوره.“ کله چې عيسىٰ نتنىايل په راتلو وليدلو نو وې فرمائيل، ”دا يو رښتينے بنى اِسرائيلى دے، په دۀ کښې هيڅ ټګى نشته.“ نتنىايل ترېنه تپوس وکړو، ”تا زۀ څنګه وپېژندلم؟“ عيسىٰ ورته جواب ورکړو، ”ما تۀ هغه وخت ليدلے وې چې تۀ لا د اينځر د ونې لاندې وې او فيليپوس لا نۀ وې رابللے.“ بيا نتنىايل ووئيل، ”اُستاذه. تۀ د خُدائ پاک زوئ يې او تۀ د بنى اِسرائيلو بادشاه يې.“ عيسىٰ جواب ورکړو، ”ولې ستا د ايمان د راوړو دغه وجه ده چې تا ته مې وئيل چې تۀ مې د اينځر د ونې لاندې ليدلے وې؟ تۀ به د دې نه هم لوئ لوئ کارونه ووينې.“ بيا هغۀ وفرمائيل، ”زۀ تاسو ټولو ته رښتيا وايم چې تاسو به آسمان پرانستے ووينئ او په اِبن آدم به د خُدائ پاک د فرښتو بره ښکته تلل راتلل ووينئ.“
يوحنا ۱۵:۱۳
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۴ اګست ۳
لوقا ۱:۵۰
۲۰۲۴ اګست ۲
رويا ۱۳:۸
۲۰۲۴ اګست ۱
افسیسیان ۲:۸
۲۰۲۴ جولای ۳۱
دوهم تیموتاوس ۲:۳
۲۰۲۴ جولای ۳۰
کولسیان ۳:۱
۲۰۲۴ جولای ۲۹
يشعياه ۶۴:۱
۲۰۲۴ جولای ۲۸
افسیسیان ۵:۲