نو ځکه مونږ د هغۀ سره په بپتسمه کښې ښخ شُو او ورسره مړۀ شُو، نو چې څنګه مسيح د پلار په جلال کښې د مړو نه راپورته شو نو مونږ هم په نوى ژوندون کښې ورسره شامل شُو.
روميان ۶:۴
ورځنی رڼا

نو ځکه مونږ د هغۀ سره په بپتسمه کښې ښخ شُو او ورسره مړۀ شُو، نو چې څنګه مسيح د پلار په جلال کښې د مړو نه راپورته شو نو مونږ هم په نوى ژوندون کښې ورسره شامل شُو.
روميان ۶:۴
زۀ ستاسو د انسانى کمزورتياو په سبب په ساده الفاظو کښې وايم. لکه څنګه چې تاسو يو ځلې خپل ځانونه د ناپاکۍ او بېشرعې کارونو دپاره غلامان کړى وُو، نو دغه شان يې اوس د صداقت دپاره هم غلامان کړئ، چې مقدس شئ.
روميان ۶:۱۹
نو په دې وجه، زما وروڼو او خوېندو، زۀ د خُدائ پاک د رحمتونو په وسيله تاسو ته منت کوم چې خپل ځانونه خُدائ پاک ته د داسې ژوندۍ قربانۍ دپاره وړاندې کړئ چې هغۀ ته مقدسه او قبوله وى، او هم دا ستاسو اصلى عبادت دے. خپل ځان د دې موجوده دُنيا په شان مۀ جوړَوئ، بلکې خُدائ پاک له دا موقع ورکړئ چې ستاسو زاړۀ خيالونه بدل کړى. بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې د خُدائ پاک رضا څۀ ده او دا به وپېژنئ چې څۀ ښۀ او قبلېدونکى او کامِل دى.
روميان ۱۲:۱–۲
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۴ اګست ۴
يوحنا ۱۹:۳۰
۲۰۲۴ اګست ۳
لوقا ۱:۵۰
۲۰۲۴ اګست ۲
رويا ۱۳:۸
۲۰۲۴ اګست ۱
افسیسیان ۲:۸
۲۰۲۴ جولای ۳۱
دوهم تیموتاوس ۲:۳
۲۰۲۴ جولای ۳۰
کولسیان ۳:۱
۲۰۲۴ جولای ۲۹
يشعياه ۶۴:۱