حِکمت حاصل کړه، او پوهه حاصله کړه، زما خبرې مۀ هېروه او مۀ د هغې نه مخ اړوه.
متلونه ۴:۵
ورځنی رڼا

حِکمت حاصل کړه، او پوهه حاصله کړه، زما خبرې مۀ هېروه او مۀ د هغې نه مخ اړوه.
متلونه ۴:۵
خو چې کوم حِکمت د آسمان نه راځى، اول خو هغه پاک وى، بيا صُلح خوښوونکے، نرم مزاجه، تربيت خوښوونکے، د رحم او د ښو مېوو نه ډک، بې له طرفدارۍ او رياکارۍ وى.
يعقوب ۳:۱۷
سمندر وائى چې دا په ما کښې نشته، او درياب وائى چې دا په ما کښې نشته.
ايُوب ۲۸:۱۴
نو ځکه مونږ د هغۀ سره په بپتسمه کښې ښخ شُو او ورسره مړۀ شُو، نو چې څنګه مسيح د پلار په جلال کښې د مړو نه راپورته شو نو مونږ هم په نوى ژوندون کښې ورسره شامل شُو. نو کۀ مونږ د هغۀ په مرګ کښې د هغۀ سره شامل يُو نو بيا به مونږ د هغۀ سره په نوې ژوندون کښې هم شامل يُو.
روميان ۶:۴–۵
نو په دې وجه بيا چې د ګواهانو دومره لويه ګڼه زمونږ نه چاپېره ده نو راځئ چې مونږ هم هر يو پيټے او هغه ګناه چې مونږ په آسانۍ سره انښلوى د ځان نه لرې کړُو، او راځئ چې په هغه منډه کښې په صبر سره وزغلو چې مونږ له مقرر ده.
عبرانيان ۱۲:۱
ځکه چې کوم خلق دغه شان خبرې کوى، د هغوئ نه د دې خبرې پته لګى چې هغوئ د خپل مُلک په تلاش کښې دى.
عبرانيان ۱۱:۱۴
مالِک خُدائ ولټوئ، اے د زمکې ټولو عاجزانو خلقو، تاسو چې څوک د هغۀ په احکامو عمل کوئ، صداقت ولټوئ، عاجزى ولټوئ. شايد چې تاسو د مالِک خُدائ د قهر په ورځ پټ کړے شئ.
صفنياه ۲:۳
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۴ جولای ۲۹
يشعياه ۶۴:۱
۲۰۲۴ جولای ۲۸
افسیسیان ۵:۲
۲۰۲۴ جولای ۲۷
دوهم قرنتیان ۴:۴
۲۰۲۴ جولای ۲۶
عبرانيان ۱۱:۸
۲۰۲۴ جولای ۲۵
اول يوحنا ۳:۱۴
۲۰۲۴ جولای ۲۴
روميان ۱۲:۱۲
۲۰۲۴ جولای ۲۳
اول کورنتيان ۱۵:۲۴