نوې لار

لټون

  • کتابونه
  • مقالې
  • کالینډرونه
  • قاموس

اړیکه ونیسئ

  • زموږ په اړه
  • اړيکه

یو ګام واخلئ

  • خدای وپېژنه
  • انجیل ولولئ

د نن ورځې لوستنه په بریښنالیک ترلاسه کړئ

© ۲۰۲۶ نوې لار. یوه وړیا مسیحي کتابتون. ډیری مقالې بیا چاپ شوي؛ اجازې د سرچینې له مخې توپیر لري.

نوې لار
  • مقالې
  • کلیزې
  • قاموس
خدای وپیژنئننوتل
نوې لار
نوې لار
کالینډرونه

درېنۍ د ۲۰۲۴ د جولای ۲۳

ورځنی رڼا

۲۰۲۴ جولای ۲۳

بيا به آخرت راشى. کله چې مسيح ټول حکمرانان، ټول اختيارونه او قدرتونه تباه کړى نو د هغې نه پس به هغه بادشاهى خُدائ پلار ته حواله کړى.

اول کورنتيان ۱۵:۲۴

خو د هغې ورځې او ساعت هيچا ته پته نشته، نۀ خو د آسمان فرښتو ته پته شته او نۀ زوئ ته، خو صرف زما پلار پرې خبر دے. خبردار اوسئ، ويښ اوسئ. تاسو د دې نه خبر نۀ يئ چې هغه وخت به کله راځى.

مرقوس ۱۳:۳۲–۳۳

او زۀ چې څۀ تاسو ته وايم نو هغه ټولو ته وايم چې بېدار اوسئ.“

مرقوس ۱۳:۳۷

نو تاسو هم صبر وکړئ او خپل زړونه مضبوط کړئ ځکه چې د مالِک راتلل رانزدې دى. اے وروڼو او خوېندو، د يو بل خلاف شکايت مۀ کوئ نو چې تاسو سزا ونۀ مومئ. ګورئ، قاضى په دروازه کښې ولاړ دے.

يعقوب ۵:۸–۹

دا هغه رويا ده چې خُدائ پاک عيسىٰ مسيح ته ورکړه چې هغه خپلو غلامانو ته هغه خبرې وښائى چې کومې به زر تر زره پېښيږى. هغۀ خپله فرښته خپل غلام يوحنا ته په رالېږلو دا خبرې هغۀ ته وښودلې، چا چې د خُدائ پاک د کلام او د عيسىٰ مسيح او د هغۀ ټول هر څۀ چې هغه وليدل ګواهى ورکړه. بختور دے هغه څوک چې دا پېشګوئى نورو خلقو ته لولى او بختور دى هغه خلق چې دا کلام اورى او چې څۀ په کښې ليکلى دى په هغې عمل کوى، ځکه چې وخت رانزدې دے. دا خط د يوحنا د طرف نه د آسيه صوبې د اوو جماعتونو په نوم، په تاسو دې فضل او سلامتى وى، د خُدائ پاک د طرفه چې شته، چې وو او چې راتلونکے دے، او د هغه اوو روحونو د طرفه چې د هغۀ د تخت د وړاندې دى، او د عيسىٰ مسيح د طرف نه چې وفادار ګواه دے او چې د مړو نه اول ژوندے پاڅېدو او د زمکې د بادشاهانو سردار دے. هغه مونږ سره مينه کوى او مونږ يې د خپلې وينې په قربانۍ د ګناهونو نه آزاد کړُو. هغۀ مونږ د خپل پلار خُدائ پاک د بادشاهت د خدمت دپاره اِمامان جوړ کړُو. د هغۀ جلالى قُدرت دې تل تر تله قائم وى. آمين. ګورئ، هغه په وريځو کښې راروان دے، هره سترګه به هغه ووينى، او هغوئ هم چا چې هغه ژوبل کړے وو، او د دُنيا ټول خلق به په هغۀ وير کوى. بې‌شکه دا به دغه شان وى. آمين. مالِک خُدائ پاک فرمائى چې، ”اول او آخر زۀ يم، چې شته، چې وو، چې راتلونکے دے يعنې قادر مطلق خُدائ.“ زۀ ستاسو ورور يوحنا، په تنګسيا، په بادشاهۍ او په صبر کښې تاسو سره خپل عيسىٰ کښې شريک يم. زۀ د خُدائ پاک د کلام او د عيسىٰ په حقله د ګواهۍ ورکولو په وجه پتموس نومې جزيره ته جلاوطن کړے شوم. او د مالِک په ورځ چې روحُ القُدس په ما غلبه وکړه، نو ما خپل شا ته يو اوچت آواز واورېدو چې د بيګل په شان وو. هغه آواز ما ته ووئيل چې، ”څۀ چې تۀ وينې هغه په يو کِتاب کښې وليکه او اوو واړو جماعتونو ته يې ولېږه، يعنې اِفِسوس، سمرنه، پرګمون، تواتيره، سرديس، فيلدِلفيه، او لوديکيه ته.“ زۀ ورپسې راتاو شوم چې دا څوک دے چې ما سره خبرې کوى، او چې زۀ راتاو شوم نو ما د سرو زرو اووۀ ډيوټونه وليدل. او د دې ډيوټونو په مينځ کښې ما يو کس د اِبن آدم په شان وليدلو چې تر پښو پورې يې چُوغه اغوستې وه او په سينه يې د سرو زرو سينه بند تاو کړے وو. د هغۀ د سر وېښتۀ لکه د سپينې وړۍ او يا واورې په شان سپين وُو او د هغۀ سترګې د اور د شغلو په شان وې. او د هغۀ پښې د زېړو په شان ځلېدلې څنګه چې په بټۍ کښې سرې شوې وى او د هغۀ آواز لکه د تېزو اوبو په شان وو. او هغۀ په ښى لاس کښې هغه اووۀ ستورى نيولى وُو او د هغۀ د خولې نه يوه تېزه دوه مخيزه تُوره راوتلې وه او د هغۀ مخ د تېز نمر په شان ځلېدو. کله چې هغه ما وليدو نو زۀ لکه د مړى د هغۀ په پښو کښې پرېوتلم، خو هغۀ خپل ښے لاس په ما کېښودو او وې فرمائيل، ”يرېږه مه، اول او آخر زۀ يم، او ژوندے يم، زۀ مړ وم خو اوس تل تر تله ژوندے يم او د مرګ او د عالمِ ارواح کُنجيانې ما سره دى. د دې دپاره دا هر څۀ وليکه څۀ چې تۀ وينې، څۀ چې اوس دى او څۀ چې وروستو به وشى. تا چې زما په ښى لاس کښې اووۀ ستورى ليدلى دى او هغه اووۀ د سرو زرو ډيوټونه، د هغې راز دا دے چې اووۀ ستورى د اوو جماعتونو فرښتې دى او دا اووۀ ډيوټونه اووۀ جماعتونه دى.“

رويا ۲۲:۲۰

د ټولو څيزونو خاتمه رانزدې ده، نو په دې وجه خپل ځان ساتئ او د دُعا کولو دپاره په هوش کښې اوسئ.

اول پطروس ۴:۷

د خِدمت دپاره تيار اوسئ او خپلې ډيوې بلې ساتئ. د هغو سړو په شان شئ څوک چې د خپل مالِک د وادۀ د روټۍ نه د واپس راتلو په اِنتظار وى نو چې هغه څۀ وخت راشى، او ور وټکوى نو چې سمدستى هغوئ ورته ور کولاو کړى.

لوقا ۱۲:۳۵–۳۶

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

پخوانیبل
د لوستلو اختیارونه

د مقالې د فونټ اندازه

وروستۍ ورځې

  • ۲۰۲۴ جولای ۲۲

    روميان ۶:۱۰ · يشعياه ۵۳:۱۲

    روميان ۶:۱۰

  • ۲۰۲۴ جولای ۲۱

    روميان ۳:۱–۲ · يرمياه ۴:۴

    روميان ۳:۱–۲

  • ۲۰۲۴ جولای ۲۰

    يوحنا ۱۷:۱۶ · يشعياه ۵۳:۳

    يوحنا ۱۷:۱۶

  • ۲۰۲۴ جولای ۱۹

    لوقا ۱:۴۹ · هِجرت ۱۵:۱۱

    لوقا ۱:۴۹

  • ۲۰۲۴ جولای ۱۸

    يوحنا ۱۰:۳ · دوهم تیموتاوس ۲:۱۹

    يوحنا ۱۰:۳

  • ۲۰۲۴ جولای ۱۷

    يُونس ۴:۲ · شمېر ۱۴:۱۷–۱۸

    يُونس ۴:۲

  • ۲۰۲۴ جولای ۱۶

    هِجرت ۱۹:۶ · رويا ۵:۹–۱۰

    هِجرت ۱۹:۶