۲۰۲۴ فبروري ۱۵
ورځنۍ رڼا, فبروري ۱۶: ستا نوم لکه د هغې د خوشبو په شان ده
ورځنۍ رڼا
ستا نوم لکه د هغې د خوشبو په شان ده.
غزلې ۱:۳
او د مينې نه داسې ډک ژوند تېر کړئ لکه څنګه مينه چې مسيح زمونږ سره وکړه او خپل ځان يې زمونږ دپاره د خوشبوداره نذرانې په طور خُدائ پاک ته قربان کړو.
اِفِسيانو ۵:۲
نو بيا ستاسو دپاره چې ايمان مو راوړے دے.
اول پطروس ۲:۷
هم په دې وجه خُدائ پاک هغۀ له د ټولو نه اوچت مقام ورکړو او هغۀ له يې هغه نوم ورکړو چې د ټولو نومونو نه اعلىٰ دے. نو چې د عيسىٰ په نوم ټول مخلوق په سجده شى.
فيليپيانو ۲:۹–۱۰
ځکه چې په مسيح کښې الوهيت په مکمل توګه مجسم شوے دے.
کولوسيان ۲:۹
کۀ تاسو ما سره مينه کوئ نو تاسو به زما په حُکمونو عمل کوئ.
يوحنا ۱۴:۱۵
ځکه چې د خُدائ پاک مينه زمونږ په زړونو کښې د هغه روحُ القُدس په وسيله اچولے شوې ده کوم چې مونږ ته راکړے شوے دے.
روميان ۵:۵
او د عيسىٰ په پښو يې واچول او هغه يې بيا په خپلو وېښتو وچې کړې او ټول کور د دې عطرو د خوشبويۍ نه ډک شو.
يوحنا ۱۲:۳
نو هغوئ حېران شول او وې پېژندل چې دا د عيسىٰ ملګرى وُو.
اعمال ۴:۱۳
اے مالِکه خُدايه، زمونږ ربه، ټوله دُنيا کښې ستا نوم عظيم دے، پاس په آسمانونو کښې دې خپل جلال جوړ کړے دے.
زبور ۸:۱
خُدائ پاک زمونږ مل دے.
متى ۱:۲۳
هغه به په دې نومونو سره ياديږى، ”عظيم مشير،“ ”خُدائ تعالىٰ،“ ”ابدى پلار“ او ”د امن شهزاده.“
يشعياه ۹:۶
د مالِک خُدائ نوم مضبوطه قلعه ده، صادقان هلته منډه وهى او په حفاظت کښې وى.
متلونه ۱۸:۱۰
مونږ اوس هم په دې خېمه کښې يُو او د بوج لاندې زبيرګى کوُو.
دوېم کورنتيان ۵:۴
اے مالِکه خُدايه، زما ټول ارمانونه ستا په وړاندې ښکاره دى، او زما اسويلى آهونه ستا نه پټ نۀ دى. زما ګناهونه په ما باندې غالب شوى دى، د ګناه دا پنډ د وړلو د برداشت نه بهر شوے دے.
زبور ۳۸:۹, ۴
نو زۀ څومره بدنصيبه سړے يم. چې دا بدن ما مرګ ته حواله کوى نو بيا څوک ما بچ کولے شى؟
روميان ۷:۲۴
مونږ په دې پوهه شو چې ټول کائنات تر اوسه پورې د ماشوم د زيږېدو د درد په شان زبيرګى کوى. صرف کائنات نه بلکې مونږ هم په زبيرګو کښې يُو چې راته د روح اوله مېوه مِلاو شوې ده، او مونږ په دې اِنتظار کښې يُو چې خُدائ پاک مو په خپل زوئ والى کښې قبول کړى او زمونږ ټول وجود ته خلاصون ورکړى.
روميان ۸:۲۲–۲۳
اګر چې اوس تاسو د لږ وخت دپاره مختلف تکليفونه وزغمل.
اول پطروس ۱:۶
ما ته پته ده چې زما د مرګ وخت رانزدې دے ځکه چې زمونږ مالِک عيسىٰ مسيح ما ته ښکاره وئيلى دى.
دوېم پطروس ۱:۱۴
ځکه چې دا فانى کېدونکے بدن به ضرور غېر فانى لباس واچوى او دا ختمېدونکے بدن به د ابدى ژوندون لباس واچوى. کله چې دا فانى بدن غېر فانى، او دا فنا کېدونکے بدن ابدى لباس واچوى، بيا به هغه قول پوره شى چې ليکلے شوى دى چې، ”په مرګ فتح غالبه شوه.“
اول کورنتيان ۱۵:۵۳–۵۴
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ فبروري ۱۴
متى ۳:۱۵ · زبور ۴۰:۸
۲۰۲۴ فبروري ۱۳
حزقىايل ۱:۲۶ · اول تيموتيوس ۲:۵
۲۰۲۴ فبروري ۱۲
ملاکى ۳:۱۷ · يوحنا ۱۷:۶
۲۰۲۴ فبروري ۱۱
ملاکى ۳:۱۶ · لوقا ۲۴:۱۵
۲۰۲۴ فبروري ۱۰
لوقا ۱۱:۳۴ · اول کورنتيان ۲:۱۴
۲۰۲۴ فبروري ۹
لوقا ۱۶:۲۵ · يشعياه ۶۰:۲۰
