ورځنۍ رڼا, فبروري ۱۷: نو هغوئ عيسىٰ بوتلو (يوحنا ۱۹:۱۶)

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

دا هر څۀ به د خېمو نه بهر هغه پاک ځائ ته يوسى چرته چې ايره غورزولے کيږى، نو هلته دې يې هغه د لرګو په اور باندې وسوزوى.

نو هغوئ عيسىٰ بوتلو. او هغۀ خپله سولۍ په خپله پورته کړې وه، او هغه بهر هغه ځائ ته لاړو چې ورته د کوپړو ځائ وائى، او په آرامى ژبه کښې ورته ګولګتا وائى.

مشر اِمام د ځناورو وينه زيات مقدس ځائ ته د ګناه د کفارې په طور وړى، خو د هغوئ لاشونه د خېمې نه بهر سوزولے شى. نو ځکه عيسىٰ هم د ښار د دروازې نه بهر تکليف وزغملو د دې دپاره چې د خپلې وينې په وسيله خلق مقدس کړى. نو راځئ چې هغۀ له د خېمو نه بهر ورشُو او هغه بې‌عزتى وزغمو چې هغۀ زغملې وه.

زۀ غواړم چې د مسيح او د هغۀ د بيا ژوندى کېدلو قدرت وپېژنم او د هغۀ سره په تکليفونو کښې شريک شم او د هغۀ په مرګ کښې د هغۀ په شان شم.

بلکې خوشحالى کوئ چې تاسو د مسيح په مصيبتونو کښې شريک شوئ، نو چې تاسو هم خوشحالى وکړئ او د خوشحالۍ نه چغې کړئ کله چې د هغۀ جلال ظاهر شى.

ځکه چې زمونږ د دغه لږ ساعت معمولى مصيبتونه زمونږ دپاره بې‌اندازې غېر معمولى او ابدى جلال پېدا کوى.

نو خُدائ پاک بنى آدم پېدا کړل او د خپل صورت په شان يې جوړ کړل.

نو چې مونږ د خُدائ پاک اولاد يُو نو بيا مونږ ته دا سوچ کول مناسب نۀ دى چې د خُدائ ذات لکه د سرو زرو، د سپينو زرو يا د کاڼى د بُت په شان وګڼو چې بنى آدم په خپله پوهه او هُنر سره جوړ کړى وى.

خو خُدائ پاک چې په رحم غنى دے هغۀ د خپلې لوئې مينې په وجه مونږ سره ډېره مينه وکړه. تر دې پورې کله چې مونږ د نافرمانو په وجه مړۀ وُو نو هغۀ مونږ د مسيح سره بيا راژوندى کړُو. ... ځکه چې مونږ د هغۀ خاص مخلوق يُو چا چې مونږ په عيسىٰ مسيح کښې د نېکو کارونو دپاره پېدا کړى يُو، او دا کارونه خُدائ پاک د مخکښې نه زمونږ دپاره تيار کړى وُو، چې مونږ يې سر ته ورسوو.

ځکه چې خُدائ پاک هغوئ د مخکښې نه پېژندل او هغوئ يې د مخکښې نه مقرر کړى وُو، چې دوئ دې د هغۀ د زوئ په شان شى، ترڅو چې د هغۀ زوئ په دې ټولو وروڼو کښې اول زوئ وګرځى.

خو مونږ په دې پوهيږو چې کله عيسىٰ راښکاره شى نو مونږ به د هغۀ په شان يُو، ځکه چې مونږ به يې هم په هغه شان ووينو څنګه چې هغه دے.

زۀ چې کله راپاڅم ستا ديدن به وکړم په ليدو ستا به مطمئن شم.

څوک چې کامياب شى هغه به د دې وارث شى، او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم او هغوئ به زما بچى وى.

او چې بچى يُو نو وارثان هم يُو. مونږ د خُدائ پاک وارثان او د مسيح په ميراث کښې شريک هم يُو.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ