۲۰۲۴ فبروري ۱۰
ورځنۍ رڼا, فبروري ۱۱: ګورئ، دا زما په وړاندې ليکلے شوى دى
ورځنۍ رڼا
د دې نه وروستو، بيا کوم کسان چې د مالِک خُدائ نه يرېدل يو بل سره يې خبرې وکړې، او مالِک خُدائ ورته غوږ شو او هغه يې واورېدلې. د هغۀ په حضور کښې يو يادګارى طومار ليکلے شوے وو د هغوئ د نومونو په حقله څوک چې د مالِک خُدائ نه يرېدل او د هغۀ د نوم عزت يې کولو.
ملاکى ۳:۱۶
کله چې هغوئ يو بل سره په دې بحث کښې لګيا وُو نو عيسىٰ په خپله راغلو او د هغوئ سره يو ځائ روان شو.
لوقا ۲۴:۱۵
نو کۀ چرې دوه يا درې تنه چرته هم زما په نوم يو ځائ شى نو زۀ به د دوئ په مينځ کښې يم.“
متى ۱۸:۲۰
زۀ تا ته هم خواست کوم چې تۀ د دغو ښځو مدد هم وکړه ځکه چې هغوئ ما سره په زېرى خورولو کښې لکه د کليمينتوس او زما د خِدمت نورو ملګرو سره خوارى وکړه د چا نومونه چې د ژوندون په کِتاب کښې ليکلى دى.
فيليپيانو ۴:۳
د مسيح کلام دې ستاسو په زړونو کښې ډېر ځائ ومومى، او په خپلو کښې يو بل له پوره حکمت سره تعليم ورکوئ او نصيحت کوئ، او په خپلو زړونو کښې د شُکر ګزارۍ سره د خُدائ پاک ثناء، زبور او روحانى سندرې وايئ.
کولوسيان ۳:۱۶
بلکې هره ورځ يو بل له خبردارے ورکوئ، ترڅو چې نن ورځ ده نو چې په تاسو کښې څوک د ګناه د فريب په وجه سخت زړۀ نۀ شى.
عبرانيان ۳:۱۳
هر څوک چې څۀ فضول خبرې هم کوى نو د قيامت په ورځ به ورسره د هغې حساب کيږى. ځکه چې تاسو به په خپلو خبرو سره صادق يا ګناه ګار ثابت شئ.“
متى ۱۲:۳۶–۳۷
ګورئ، دا زما په وړاندې ليکلے شوى دى.
يشعياه ۶۵:۶
د مالِک خُدائ ونې ښې سيرابه شوې.
زبور ۱۰۴:۱۶
زۀ به د بنى اِسرائيل دپاره د پرخې په شان يم. زۀ به هغوئ لکه د نيلوفر ګل و ګلزار کړم، د لبنان د دِيار د ونو په شان به يې جرړې مضبوطې وى. د هغې څانګې به خورې شى لکه د زيتون د ښائسته ونو په شان. د هغې خوشبو به د لبنان د دِيار د ونو په شان وى.
هوسيع ۱۴:۵–۶
خو بختور دى هغوئ څوک چې په مالِک خُدائ يقين لرى، او په مالِک خُدائ يې توکل کړے وى. هغوئ د هغه ونو په شان دى چې د لختى په غاړه کَرلے شوې وى او جرړې يې اوبو ته رسېدلې وى. نو کله چې د ګرمۍ موسم راشى نو يره يې نۀ وى، د هغوئ پاڼې هر وخت شنې وى. او په خُشک سالۍ کښې يې څۀ پرېشانى نۀ وى، نو کله هم بېمېوې نۀ پاتې کيږى.“
يرمياه ۱۷:۷–۸
په زمکه کښې ټولې ونې به په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ لوړه ونه لاندې کوم او ټيټه ونه زۀ لوړه کړم. زۀ شنه ونه اوچوم او اوچه ونه زۀ تازه او شنه کوم.
حزقىايل ۱۷:۲۴
صادقان به لکه د کجورې د ونې په شان ترقى کوى، او دوئ به لکه د لبنان د دِيار غوندې لوئيږى. هغه چې د مالِک خُدائ په کور کښې کَرلے شوى وى، دوئ به زمونږ د خُدائ پاک په دربار کښې غوړيږى. تر دې چې به په زوړ عمر کښې هم مېوه نيسى، دوئ به هر وخت تازه او شنۀ وى.
زبور ۹۲:۱۲–۱۴
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ فبروري ۹
لوقا ۱۶:۲۵ · يشعياه ۶۰:۲۰
۲۰۲۴ فبروري ۸
يوحنا ۱۵:۱۵ · پېدايښت ۱۸:۱۷
۲۰۲۴ فبروري ۷
ګردان ۸:۱۰–۱۱ · لوقا ۱۷:۱۵–۱۸
۲۰۲۴ فبروري ۶
اول تيموتيوس ۱:۱۴ · دوېم کورنتيان ۸:۹
۲۰۲۴ فبروري ۵
يوحنا ۱۰:۱۰ · پېدايښت ۲:۱۷
۲۰۲۴ فبروري ۴
ګردان ۱۷:۱۶ · عبرانيان ۱۱:۱۵–۱۶
