۲۰۲۴ فبروري ۸
ورځنۍ رڼا, فبروري ۹: ساؤل ورته ووئيل (اول سموئيل ۲۸:۱۵)
ورځنۍ رڼا
اوس هغه دلته په آرام دے او تۀ په عذاب کښې يې.
لوقا ۱۶:۲۵
ستا نمر به هيڅکله نۀ پرېوځى او نۀ به دې کله سپوږمۍ کوزيږى. ځکه چې مالِک خُدائ به ستا ابدى نُور وى، او ستا د غم ورځې به ختمې شى.
يشعياه ۶۰:۲۰
مالِک خُدائ پاک به مرګ د تل دپاره ختم کړى. او د هر يو کس په مخ باندې به اوښکې اوچې کړى او د ټولې دُنيا نه به د خپلو خلقو بېعزتى لرې کړى.
يشعياه ۲۵:۸
تۀ خبر يې.“ بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”دا هغه کسان دى چې د لوئ مصيبتونو نه راغلى دى، هغوئ خپلې جامې د ګډُورى په وينو وينځلې او په هغې سپينې کړې دى. په دې وجه خو دوئ د خُدائ پاک د تخت د وړاندې ولاړ دى او د خُدائ پاک په کور کښې شپه او ورځ د هغۀ په عبادت کښې لګيا دى، او هغه چې په تخت ناست دے، هغه به دوئ له پناه ورکړى. هغوئ به بيا هيڅکله نۀ اوږى کيږى، نۀ تږى کيږى، نمر به دوئ نۀ تنګوى او نۀ به تېزه ګرمى تکليف وررسوى. ځکه چې هغه ګډُورے چې د تخت په مينځ کښې دے، هغه به د دوئ شپونکے وى او هغه به دوئ د ژوندون د اوبو چينو ته بوځى.
رويا ۷:۱۴–۱۷
هغه به د هغوئ د سترګو ټولې اوښکې وچې کړى، هلته به نور نۀ مرګ، نۀ وير، نۀ ژړا او نۀ درد وى ځکه چې وړومبى څيزونه تېر شوى دى.“
رويا ۲۱:۴
شپه راروانه ده چې هيڅوک په کښې کار نۀ شى کولے.
يوحنا ۹:۴
بختور دى هغه څوک چې د دې نه پس به په مالِک کښې مړۀ کيږى.“ او روحُ القُدس فرمائى چې، ”بېشکه بختور دى ځکه چې له دې نه پس به هغوئ د کړېدو نه په آرام وى، ولې چې د دوئ نيک عملونه به ورسره ملګرى وى.
رويا ۱۴:۱۳
چرته چې بدعمله خلق تکليف نۀ شى جوړولے، او ستړى خلق په آخر کښې آرام مومى.
ايُوب ۳:۱۷
سموئيل، ساؤل ته وفرمائيل، ”تا ما له تکليف ولې راکړو؟ تا زۀ واپس ولې راوستلم؟“ ساؤل ورته ووئيل.
اول سموئيل ۲۸:۱۵
تۀ چې هر څۀ کولے شې هغه پوره د زړۀ نه کوه، ځکه چې چرته تۀ روان يې يعنې قبر ته، هلته به نۀ کار وى او نۀ منصوبې، نۀ به عِلم وى او نۀ حِکمت.
معلِم ۹:۱۰
مړى خو د مالِک خُدائ ثناء صِفت نۀ کوى، هغوئ څوک چې لاندې خاموشۍ طرف ته روان وى.
زبور ۱۱۵:۱۷
ترڅو چې زما خبره ده زۀ خو د مخکښې نه لکه د ميو نذرانې په شان په قربانګاه شيندلے شوے يم او زما د رخصتېدو وخت راغلے دے. ما ښۀ جنګ وکړو، خپله منډه مې پوره کړه، او تر آخره په خپل ايمان قائم پاتې شوم. نو د اوس نه د صداقت تاج زما دپاره تيار دے، کوم چې به د صداقت قاضى مالِک ما ته په هغه ورځ راکړى.
دوېم تيموتيوس ۴:۶–۸
نو بيا د خُدائ پاک د خلقو دپاره د سبت ورځ د آرام ورځ تر اوسه انتظار کوى. ځکه هغه څوک چې د خُدائ پاک په آرام کښې داخل شى، نو هغوئ به هم د خُدائ پاک په شان د خپلو کارونو نه په آرام شى.
عبرانيان ۴:۹–۱۰
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ فبروري ۷
ګردان ۸:۱۰–۱۱ · لوقا ۱۷:۱۵–۱۸
۲۰۲۴ فبروري ۶
اول تيموتيوس ۱:۱۴ · دوېم کورنتيان ۸:۹
۲۰۲۴ فبروري ۵
يوحنا ۱۰:۱۰ · پېدايښت ۲:۱۷
۲۰۲۴ فبروري ۴
ګردان ۱۷:۱۶ · عبرانيان ۱۱:۱۵–۱۶
۲۰۲۴ فبروري ۳
حجى ۲:۴ · يوحنا ۱۵:۵
۲۰۲۴ فبروري ۲
اول تواريخ ۴:۱۰ · لوقا ۲۲:۴۶
