ورځنۍ رڼا, جنوري ۲۱: نو اوس مونږ مغروره خلقو ته بختور وايو

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

هغه زما نه هره هغه څانګه پرې کوى چې مېوه نۀ نيسى او هره څانګه چې مېوه نيسى په هغې کښې قينچى کوى چې نوره زياته مېوه ونيسى.

ځکه چې هغه به لکه د صفا کوونکى اور يا د دهوبى د صابون په شان وى. هغه به لکه د سپينو زرو د صفا کوونکى او خالص کوونکى په شان کښېنى، هغه به ليويان صفا کړى او د سرو او سپينو زرو په شان به يې چاڼ کړى. بيا به دوئ صادقان شى چې مالِک خُدائ ته به نذرانې پېش کولے شى.

نۀ صرف دا بلکې مونږ په خپلو تکليفونو هم خوشحالى کوُو، ځکه چې مونږ ته دا معلومه ده چې تکليفونه د برداشت طاقت پېدا کوى، او برداشت نه اخلاق پېدا کيږى، او اخلاق نه اُميد پېدا کيږى، او دا اُميد مونږ شرمېدو ته نۀ پرېږدى، ځکه چې د خُدائ پاک مينه زمونږ په زړونو کښې د هغه روحُ القُدس په وسيله اچولے شوې ده کوم چې مونږ ته راکړے شوے دے.

تاسو تنبيه وزغمئ، خُدائ پاک تاسو سره د زامنو په شان سلوک کوى. پلار د هر يو زوئ تنبيه کوى. او کۀ تاسو له هغه تنبيه درنۀ کړے شى په کومه کښې چې ټول بچى شريک دى نو تاسو حراميان شوئ، نه چې زامن. همېشه په تنبيه کولو کښې مزه نۀ وى بلکې هغه دردناک وى. خو وروستو دا د هغوئ دپاره د صداقت او امن مېوه ونيسى د چا چې تنبيه شوى وى. نو په دې وجه خپل کمزورى لاسونه او پښې مضبوطې کړئ.

نو اوس مونږ مغروره خلقو ته بختور وايو.

زۀ هغه مقدس خُدائ تعالىٰ يم، چې د همېشه دپاره ژوندے يم. زۀ په اوچت او مقدس مقام کښې اوسېږم، خو زۀ د هغه خلقو سره هم اوسېږم چې څوک د روح عاجزان او توبه ګار وى، نو چې داسې زۀ د هغوئ خوشحالى او حوصله بحال کړم.

د انسان دپاره دا بهتره ده چې عاجز خويه وى او د مظلومانو سره ناسته پاسته کوى، د دې په ځائ چې د مغرورانو په غنيمتونو کښې شريک شى.

”بختور دى هغوئ چې د روح غريبان دى ځکه چې د آسمان بادشاهى د هغوئ ده.

شپږ څيزونه دى چې مالِک خُدائ ترې نه نفرت کوى بلکې اووۀ څيزونه دى چې مالِک خُدائ هغه نۀ شى برداشت کولے، مغروره سترګې.

مالِک خُدائ د ټولو مغروره خلقو نه نفرت کوى.

پاکه خُدايه، ما ولټوه، او زما زړۀ وپېژنه، او تۀ زما امتحان واخله او زما د پرېشانۍ په خيالونو ځان پوهه کړه. ما ته وګوره کۀ چرې کومه غلطه طريقه په ما کښې وى، ما د تل ژوندون لارو ته رهنمائى کړه.

په تاسو دې زمونږ د خُدائ پلار او د مالِک عيسىٰ مسيح د طرف نه فضل او سلامتى وى. ما ته چې هرکله تاسو راياد شئ نو زۀ د خپل خُدائ پاک شُکر وباسم.

بختور دى هغوئ چې حليمان دى ځکه چې دوئ به د زمکې وارثان شى.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ