۲۰۲۴ جنوري ۱۸
ورځنۍ رڼا, جنوري ۱۹: مونږ د خُدائ پاک د لارې نه اوړېدلى يُو
ورځنۍ رڼا
ما پوره په عاجزۍ او ژړا سره د مالِک خِدمت وکړو او د يهوديانو سازشونه او آزمېښتونه چې په ما راغلل هغه مې وزغمل.
اعمال ۲۰:۱۹
په تاسو کښې چې څوک مشرى غواړى هغه دې ستاسو خادِم شى او هر هغه څوک چې په تاسو کښې مشر کېدل غواړى هغه دې په خپله خوښه د ټولو خادِم شى. ځکه چې اِبن آدم د دې دپاره رانۀغلو چې د هغۀ خِدمت دې وکړے شى خو د دې دپاره راغلو چې د نورو خِدمت وکړى او خپل ژوند د ډېرو دپاره فديه کړى.“
متى ۲۰:۲۶–۲۸
کۀ څوک خپل ځان ډېر غټ ګڼى او په حقيقت کښې څۀ هم نۀ وى، نو هغوئ خپل ځان له دوکه ورکوى.
ګلتيان ۶:۳
د هغه فضل په مطابق کوم چې ما ته راکړے شوے دے، زۀ په تاسو کښې هر چا ته دا وايم چې تاسو خپل ځان د خپل حيثيت نه اوچت مۀ ګڼئ. څنګه چې خُدائ پاک هر چا ته يوه اندازه ايمان ورکړے دے، هغه دې خپل ځان د هغې په مطابق وګڼى.
روميان ۱۲:۳
دغه شان کله چې تاسو هغه هر څۀ چې تاسو ته يې حکم شوے دے پوره کړئ نو بيا تاسو ته داسې وئيل په کار دى چې مونږ د تعريف قابل نوکران نۀ يُو خو مونږ صرف خپل فرض پوره کړو.“
لوقا ۱۷:۱۰
دا خبره مونږ ته د فخر کولو ده چې زمونږ ضمير صفا دے. ځکه چې د خُدائ پاک په وړاندې مونږ د خلوص نه ډک او د سادګۍ ژوند تير کړو. او مونږ په خپل انسانى حکمت بهروسه نۀ ده کړې. بلکې د خُدائ پاک په فضل مو په دُنيا کښې او خاص تاسو سره داسې رويه وکړه.
دوېم کورنتيان ۱:۱۲
په مونږ کښې چې د خاورين لوښو په مثال نازک يُو، يوه داسې لويه خزانه پرته ده. چې د دې خبرې اظهار ترې وشى چې دا لوئ قدرت د خُدائ پاک د خوا نه دے، نه چې زمونږ د خوا نه.
دوېم کورنتيان ۴:۷
مونږ د خُدائ پاک د لارې نه اوړېدلى يُو. هر يو کس په خپله مخه روان دے.
يشعياه ۵۳:۶
هغه وړومبے کس وو چې د انګورو باغ يې وکَرلو. د ميو څښلو نه پس هغه نشه شو او په خپله خېمه کښې بربنډ څملاستو.
پېدايښت ۹:۲۰–۲۱
هغۀ خپلې ښځې سارۍ ته وفرمائيل ... هغوئ ته ووايه چې زۀ يې خور يم، نو داسې به ما ته څۀ نۀ وائى او ستا په وجه به زۀ ژوندے پاتې شم.
پېدايښت ۱۲:۱۱, ۱۳
اِسحاق يعقوب ته وفرمائيل ... خو چې بيا يې ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ په رښتيا عِيسو يې؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”آو، زۀ عِيسو يم کنه.“
پېدايښت ۲۷:۲۱, ۲۴
د دوئ په وجه په موسىٰ باندې مصيبت راغلو، ... چې د هغۀ د خولې نه بېځايه خبرې راووتلې.
زبور ۱۰۶:۳۲–۳۳
بنى اِسرائيلو د هغوئ څۀ روټۍ واخستله، خو هغوئ د مالِک خُدائ سره د دې په حقله مشوره ونۀ کړه. يشوَع د جبعون خلقو سره د امن تړون وکړو او هغوئ يې ژوندى پرېښودل.
يشوَع ۹:۱۴–۱۵
مالِک خُدائ داسې ځکه وکړل چې داؤد به هغه کار کولو چې مالِک خُدائ پرې رضا کېدو او ټول عُمر يې د حِتى اورِياه د مسئلې نه بغېر د هغۀ د يو حُکم نافرمانى نۀ وه کړې.
اول بادشاهان ۱۵:۵
د خپل ايمان په وجه د هغوئ ټولو ښۀ تعريف وشو، خو هغه څۀ ورته مِلاو نۀ شول د کوم چې ورسره لوظ شوے وو.
عبرانيان ۱۱:۳۹
خو هغوئ د خُدائ پاک په فضل سره مفت صادق شول د هغه خلاصون په وسيله چې په عيسىٰ مسيح کښې دے.
روميان ۳:۲۴
خو بيا هم مالِک خُدائ زمونږ د ټولو ګناهونه په هغۀ باندې واچول.
يشعياه ۵۳:۶
زۀ غواړم چې تاسو په دې خبره پوهه شئ چې دا زۀ ستاسو دپاره نۀ کوم چې ګنې تاسو د دې حقدار يئ، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى. اے بنى اِسرائيلو، د خپلو عملونو او کردار په وجه په شرمونو وشرمېږئ.
حزقىايل ۳۶:۳۲
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ جنوري ۱۷
يشعياه ۳۸:۱۷ · اول يوحنا ۴:۹–۱۰
۲۰۲۴ جنوري ۱۶
کولوسيان ۱:۱۹ · يوحنا ۳:۳۵
۲۰۲۴ جنوري ۱۵
زبور ۱۱۹:۲۵ · کولوسيان ۳:۱–۳
۲۰۲۴ جنوري ۱۴
يوحنا ۱۴:۲۸ · لوقا ۱۱:۲
۲۰۲۴ جنوري ۱۳
يشعياه ۲۶:۳ · زبور ۵۵:۲۲
۲۰۲۴ جنوري ۱۲
يهوداه ۲۵ · اول کورنتيان ۱:۳۰
