۲۰۲۴ جنوري ۱۷
ورځنۍ رڼا, جنوري ۱۸: آدم د راتلونکى عيسىٰ دپاره يو نمونه وو
ورځنۍ رڼا
آدم د راتلونکى عيسىٰ دپاره يو نمونه وو.
روميان ۵:۱۴
خو مونږ عيسىٰ ګورو، څوک چې د لږ وخت دپاره د فرښتو نه کم کړے شو، خو اوس د مرګ د تکليف تېرولو په وسيله هغۀ ته د جلال او عزت تاج په سر شو، او داسې د خُدائ پاک په فضل هغۀ د ټولو دپاره مرګ وزغملو.
عبرانيان ۲:۹
ځکه چې د مسيح مينه مونږ په دې مجبوروى، چې مونږ په دې پوهه شُو چې هغه يو د ټولو دپاره مړ شو نو مطلب يې دا شو چې ټول مړۀ شول.
دوېم کورنتيان ۵:۱۴
ځکه چې د يو سړى په نافرمانۍ ډېر ګناه ګار شول نو هم دغه شان د يو سړى په فرمانبردارۍ به ډېر صادقان هم شى.
روميان ۵:۱۹
اول سړے، يعنې آدم ژوندے نفس جوړ شو، خو آخرى آدم ژوندون ورکوونکے روح جوړ شو. اول جسمانى او بيا روحانى وجود پېدا کيږى يعنې وجود اول جسمانى، او بيا روحانى شى.
اول کورنتيان ۱۵:۴۵–۴۶
بيا خُدائ پاک وفرمائيل، اوس به مونږ انسان د خپل صورت په شان جوړ کړُو چې زمونږ په شان شى ... نو خُدائ پاک بنى آدم پېدا کړل او د خپل صورت په شان يې جوړ کړل.
پېدايښت ۱:۲۶–۲۷
په تېره زمانه کښې خُدائ پاک زمونږ پلار نيکۀ ته ډېر ځله په مختلفو طريقو د نبيانو په وسيله خبرې وکړې. خو په دې آخره زمانه کښې هغۀ مونږ ته د خپل زوئ په وسيله خبرې وکړې چا چې هغه د ټولو څيزونو وارث مقرر کړو او د هغۀ په وسيله يې کائنات پېدا کړل. هغه د خُدائ د جلال مظهر او هغه د خُدائ د ذات تصوير دے او هغه ټول کائنات په خپل زورَور کلام سمبالوى.
عبرانيان ۱:۱–۳
ځکه چې تا ما ته په ټولو بنى آدمو اختيار راکړے دے چې هغوئ ټولو له تل عُمرى ژوندون ورکړم څوک چې راته تا حواله کړى دى.
يوحنا ۱۷:۲
اولنے انسان يعنې آدم د خاورو نه جوړ شوے وو، او دوېم انسان آسمانى دے. او د زمکې خلق لکه د اول انسان په شان د خاورو دى، او آسمانى خلق لکه د هغه آسمانى انسان په شان دى.
اول کورنتيان ۱۵:۴۷–۴۸
څۀ چې اوس دى او څۀ چې وروستو به وشى.
رويا ۱:۱۹
بلکې څنګه چې ليکلے شوى دى چې، ”څۀ چې نۀ سترګو ليدلى، نۀ غوږُونو اورېدلى او نۀ د انسان په زړۀ کښې راغلى دى، هغه څيزونه خُدائ پاک د هغوئ دپاره تيار کړى دى څوک چې د هغۀ سره مينه کوى.“ دا ټولې خبرې خُدائ پاک په مونږ د روح په وسيله ښکاره کړې.
اول کورنتيان ۲:۹–۱۰
خو هغه څۀ به وائى څۀ چې د خُدائ پاک نه اورى او تاسو ته به د راتلونکو واقعاتو په حقله پېشګوئې کوى.
يوحنا ۱۶:۱۳
ګورئ، هغه په وريځو کښې راروان دے، هره سترګه به هغه ووينى، او هغوئ هم چا چې هغه ژوبل کړے وو، او د دُنيا ټول خلق به په هغۀ وير کوى. بېشکه دا به دغه شان وى. آمين.
رويا ۱:۷
خو اے وروڼو او خوېندو، مونږ دا نۀ غواړو چې تاسو ناخبره پاتې شئ د هغوئ په حقله څوک چې مړۀ دى، نو چې تاسو د هغه نورو په شان غمژن نۀ شئ د چا چې اُميد نۀ وى. ځکه چې زمونږ دا ايمان دے چې عيسىٰ مړ شو او بيا ژوندے شو، نو دغه شان به خُدائ پاک هغه څوک هم د عيسىٰ سره واپس راولى څوک چې د هغۀ سره په ايمان مړۀ شوى دى. ځکه چې مالِک به په خپله د آسمان نه د اوچت آواز سره، او د مقربې فرښتې د آواز سره، او د خُدائ پاک د بيګل د آواز سره راکوز شى، او په هغۀ کښې مړۀ شوى به اول د قبر نه راپاڅى. او بيا مونږ څوک چې ژوندى يُو او پاتې يُو به د هغوئ سره يو ځائ په وريځو کښې پورته کړے شُو د دې دپاره چې په هوا کښې د مالِک سره مِلاو شُو، او دغه شان به مونږ تل تر تله د مالِک سره يُو.
اول تِسالونيکيان ۴:۱۳–۱۴, ۱۶–۱۷
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ جنوري ۱۶
کولوسيان ۱:۱۹ · يوحنا ۳:۳۵
۲۰۲۴ جنوري ۱۵
زبور ۱۱۹:۲۵ · کولوسيان ۳:۱–۳
۲۰۲۴ جنوري ۱۴
يوحنا ۱۴:۲۸ · لوقا ۱۱:۲
۲۰۲۴ جنوري ۱۳
يشعياه ۲۶:۳ · زبور ۵۵:۲۲
۲۰۲۴ جنوري ۱۲
يهوداه ۲۵ · اول کورنتيان ۱:۳۰
۲۰۲۴ جنوري ۱۱
زبور ۶۵:۱ · اول کورنتيان ۸:۶
