۲۰۲۴ جنوري ۱۳
ورځنۍ رڼا, جنوري ۱۴: زۀ او زما پلار يو يُو (يوحنا ۱۰:۳۰)
ورځنۍ رڼا
کۀ چرې تاسو ما سره مينه کوئ نو تاسو به په دې خوشحاله شئ چې زۀ پلار له روان يم ځکه چې پلار زما نه لوئ دے.
يوحنا ۱۴:۲۸
هر کله چې تاسو دُعا کوئ نو داسې وايئ.
لوقا ۱۱:۲
خپل خُدائ پاک له او ستاسو خُدائ پاک له پاس ځم.
يوحنا ۲۰:۱۷
زۀ هغه کار کوم چې پلار څنګه حُکم کړے دے نو ځکه چې دُنيا په دې پوهه شى چې زۀ د پلار سره مينه کوم.
يوحنا ۱۴:۳۱
زۀ چې کومې خبرې تاسو ته کوم هغه زۀ د خپل ځان نه نۀ کوم، خو دا پلار دے چې په ما کښې اوسى او زما په وسيله خپل کار کوى.
يوحنا ۱۴:۱۰
پلار د زوئ سره مينه کوى او هغۀ ته يې ټول اختيار ورکړے دے.
يوحنا ۳:۳۵
ځکه چې تا ما ته په ټولو بنى آدمو اختيار راکړے دے چې هغوئ ټولو له تل عُمرى ژوندون ورکړم څوک چې راته تا حواله کړى دى.
يوحنا ۱۷:۲
مالِکه، مونږ ته پلار وښايه نو مونږ به مطمئن شُو.“ عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”فيليپوسه، تا سره زۀ د دومره مودې نه يم او بيا مې هم نۀ پېژنې څۀ؟ چا چې زۀ ليدلے يم هغۀ پلار هم ليدلے دے، نو بيا تۀ څنګه وائې چې مونږ ته پلار وښايه؟ په دې ستاسو باور نشته چې زۀ په پلار کښې يم او پلار په ما کښې دے؟
يوحنا ۱۴:۸–۱۰
زۀ او زما پلار يو يُو.“
يوحنا ۱۰:۳۰
څنګه چې پلار ما سره مينه کړې ده نو دغه شان زۀ تاسو سره مينه کوم. زما په مينه کښې اوسئ. کۀ چرې تاسو زما په حُکمونو عمل کوئ نو تاسو به زما په مينه کښې اوسېږئ لکه څنګه چې ما د خپل پلار په حُکمونو عمل کړے دے او د هغۀ په مينه کښې اوسېږم.
يوحنا ۱۵:۹–۱۰
د هغې او ستا اولاد به همېشه دشمنان وى. هغه به ستا سر چخڼى کوى او تۀ به هغه په پونده چيچې.“
پېدايښت ۳:۱۵
د هغۀ شکل صورت داسې خراب وو چې هغه د نورو انسانانو په شان نۀ ښکارېدو.
يشعياه ۵۲:۱۴
خو زمونږ د ګناه په وجه هغه زخمى شو، زمونږ د بغاوت په وجه هغه چخڼى کړے شو. چې کومه سزا ورکړے شوه نو د هغې په وجه مونږ ته شفا مِلاو شوه، هغۀ چې کوم وهل وخوړل نو د هغې په وجه مونږ روغ شُو.
يشعياه ۵۳:۵
زۀ هره ورځ تاسو سره د خُدائ په کور کښې وم نو تاسو ما ته لاس وانۀ چولو خو اوس دا ستاسو دپاره موقع ده او د تورې تيارې اختيار.“
لوقا ۲۲:۵۳
عيسىٰ هغۀ ته جواب ورکړو چې، ستا به په ما باندې هيڅ اختيار نۀ وے کۀ چرې دا د بره نه تا ته نۀ وے درکړے شوے.
يوحنا ۱۹:۱۱
او د خُدائ پاک زوئ د دې مقصد دپاره ظاهر شو چې د اِبليس کارونه برباد کړى.
اول يوحنا ۳:۸
هغۀ پيريان د خبرو نه منع کړل ځکه چې هغوئ ته پته وه چې دا څوک دے.
مرقوس ۱:۳۴
د آسمان او د زمکې ټول اختيار ما ته راکړے شوے دے.
متى ۲۸:۱۸
څوک چې ايمان راوړى دا معجزې به ترېنه څرګنديږى چې زما په نوم به پيريان شړى او په نورو ژبو به خبرې کوى.
مرقوس ۱۶:۱۷
خُدائ پاک چې د سلامتۍ سرچينه دے، هغه به ډېر زر شېطان ستاسو د پښو لاندې چخڼى کړى.
روميان ۱۶:۲۰
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ جنوري ۱۲
يهوداه ۲۵ · اول کورنتيان ۱:۳۰
۲۰۲۴ جنوري ۱۱
زبور ۶۵:۱ · اول کورنتيان ۸:۶
۲۰۲۴ جنوري ۱۰
اول تِسالونيکيان ۵:۲۳ · اِفِسيانو ۵:۲۵
۲۰۲۴ جنوري ۹
زبور ۶۰:۴ · يشعياه ۵۹:۱۹
۲۰۲۴ جنوري ۸
زبور ۹:۱۰ · متلونه ۱۸:۱۰
۲۰۲۴ جنوري ۷
نحمياه ۵:۱۹ · يرمياه ۲:۲
