ورځنۍ رڼا, جنوري ۱۱: په صيون کښې، پاکه خُدايه (زبور ۶۵:۱)

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

په صيون کښې، پاکه خُدايه.

خو زمونږ دپاره يو خُدائ پاک دے، يعنې پلار، او څوک چې د ټولو څيزونو خالق دے او د چا دپاره چې مونږ ژوندى يُو، او يو مالِک دے، يعنې عيسىٰ مسيح څوک چې د ټولو څيزونو خالق دے او د چا په وسيله چې مونږ ژوندى يُو.

نو چې ټول د زوئ داسې عزت کوى لکه څنګه چې هغوئ د پلار عزت کوى. څوک چې د زوئ عزت نۀ کوى هغه د هغه پلار عزت نۀ کوى چا چې هغه رالېږلے دے.

ځکه دې د عيسىٰ په وسيله مونږ مسلسل خُدائ پاک ته د شُکر ګزارۍ قربانى پېش کوُو او دا د ذکر هغه مېوه ده چې د هغۀ د نوم اقرار کوى.

څوک هم چې د شُکر ګزارۍ قربانى کوى نو زما احترام کوى. څوک چې هم په صحيح لار روان وى، نو زۀ به ورته د خُدائ خلاصون څرګند کړم.“

او د دې نه پس ما د خلقو لويه ګڼه وليده چې بې‌شمېره وه، دا د ټولو قومونو، ټولو خيلونو او د مختلفو ژبو د ويوونکو خلقو ګڼه د تخت او د ګډُورى د وړاندې ولاړه وه. او هغوئ سپينې جامې اغوستې وې او د کجورو څانګې يې په لاسونو کښې نيولې وې. او په زوره يې دا چغې وهلې چې، ”خلاصون زمونږ د خُدائ پاک دے څوک چې په تخت ناست دے، او د ګډُورى دے.“ هغوئ وئيل چې، ”آمين. برکت، لوئى، حِکمت، شُکر ګزارى، عزت، قُدرت او زور دې تل تر تله زمونږ د خُدائ پاک وى، آمين.“

څوک چې ستا ژوند د مرګ نه په بيعه اخلى.

خو د هغوئ بچ کوونکے ډېر زورَور دے، او مالِک خُدائ ربُ الافواج د هغۀ نوم دے.

زۀ ولې فديه ورکړم او هغوئ د عالِم ارواح نه آزاد کړم؟ زۀ هغوئ د مرګ د پنجې نه ولې خلاص کړم؟ اے مرګه، ستا د طاقت هغه لشه څۀ شوه؟ اے عالمِ ارواح ستا بربادى څۀ شوه؟

بيا لکه چې د هغۀ بچى انسانان دى، دغه شان عيسىٰ هم انسان شو د دې دپاره چې د مرګ په وسيله هغه څوک چې په مرګ يې قُدرت حاصل وو، يعنې اِبليس، تباه کړى او هغوئ آزاد کړى څوک چې ټول عُمر د مرګ د يرې په غلامۍ کښې ګرفتار وُو.

څوک چې په زوئ ايمان ساتى هغه به د تل ژوندون مالِک وى، خو څوک چې د زوئ نافرمانى وکړى هغه به دا ژوندون ونۀ ګورى او تل به د خُدائ پاک د غضب د لاندې وى.“

ځکه چې تاسو مړۀ شوى يئ خو ستاسو ژوند د مسيح سره په خُدائ پاک کښې پټ دے. کله چې مسيح څوک چې ستاسو ژوندون دے راښکاره شى نو تاسو به هم د هغۀ سره په جلال کښې ښکاره شئ.

په هم هغه ورځ کله چې هغه راشى نو ټول مقدسين به هغۀ له جلال ورکړى او د هغۀ حمد و ثنا به ووائى.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ