ورځنۍ رڼا, جنوري ۱۷: د دې دپاره دا هر څۀ وليکه څۀ چې تۀ وينې

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

ځکه چې تا زۀ د مرګ نه بچ کړم او زما ټول ګناهونه دې شاته وغورزول.

او د خُدائ پاک مينه زمونږ په مينځ کښې داسې ښکاره شوه چې خُدائ پاک دې دُنيا ته خپل يک يو زوئ راولېږلو چې مونږ د هغۀ په وسيله ژوندون ولرو. رښتينې مينه په دې کښې نۀ ده چې مونږ د خُدائ پاک سره مينه وکړه بلکې په دې کښې ده چې هغۀ مونږ سره مينه وکړه، او زمونږ د ګناهونو د کفارې دپاره هغۀ خپل زوئ راولېږلو.

ستا په شان خُدائ څوک دے چې په خپلو غوره شوو کښې د بچ شوو خلقو جرمونه معاف کړى او د هغوئ ګناهونه نظر انداز کوى؟ ستا غصه د همېشه دپاره نۀ وى، خو تۀ په رحم ښودلو خوشحالېږې. تۀ به بيا په مونږ باندې مهربانه شې، تۀ به زمونږ ګناهونه د پښو لاندې کړې او زمونږ ټولې بې‌اِنصافۍ به د سمندر بېخ ته وغورزوې.

اے مالِکه زما خُدايه، ما مدد دپاره تا ته زارى وکړله او تا ما له شفا راکړله. اے مالِکه خُدايه تا زۀ د قبر نه راوويستم، تا زۀ د مرګ کندې ته د غورزېدو نه بچ کړم.

کله چې زما ساه وتله، نو اے مالِکه خُدايه ما ته تۀ ياد وې، او زما دُعا ستا مقدس کور کښې تا ته درورسېده.

په صبر ما د مالِک خُدائ انتظار وکړو ... هغۀ زۀ د هلاکت د کندې نه رابهر کړم، او د لمدو خټو نه يې راوويستم. زما پښې يې په ګټ کېښودې او مضبوط يې ودرولم.

د دې دپاره دا هر څۀ وليکه څۀ چې تۀ وينې.

ځکه اوس مونږ ته دا په شيشه کښې تت ښکارى خو بيا به يې مخامخ ووينو.

خو مونږ تر اوسه ټول څيزونه د هغۀ تابع نۀ وينو.

نو مونږ سره د نبوت هغه کلام دے چې ډېر معتبر دے، دا به تاسو ښۀ وکړئ چې په دې داسې غور وکړئ لکه چې ډيوه په يو تيارۀ ځائ کښې رڼا ورکوى، ترڅو چې سحر شى او د سبا ستورى ستاسو په زړونو کښې وځليږى.

ستا کلام زما د پښو دپاره ډيوه ده او زما د لارې دپاره رڼا ده.

خو زما ګرانو دوستانو، تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د رسولانو پېشګويۍ يادې ساتئ. هغوئ تاسو ته دا وئيلى وُو چې په آخره زمانه کښې به داسې خلق وى چې تاسو پورې به ټوقې کوى او د خپلې بې‌دينۍ په خواهشونو پسې به ګرځى.

نو روحُ القُدس صفا وائى چې په آخرو زمانو کښې به ځينې خلق د بې‌لارې کوونکو روحونو او شېطانى تعليمونو طرف ته توجو شى او د ايمان نه به واوړى.

زما ګرانو بچو، دا آخرى وخت دے.

شپه په ختمېدو ده، ورځ په راتلو ده، نو راځئ چې مونږ د تيارې د کارونو نه لاس واخلو او د رڼا په وسله ځان سمبال کړُو.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ