۲۰۲۳ دسمبر ۲۷
ورځنۍ رڼا, دسمبر ۲۸: زما زويه، ستا ګناهونه معاف شول
ورځنۍ رڼا
زما زويه، ستا ګناهونه معاف شول.
مرقوس ۲:۵
زۀ به د هغوئ شرارتونه معاف کړم او د هغوئ ګناهونه به نور نۀ يادوم.“
يرمياه ۳۱:۳۴
د خُدائ پاک نه علاوه هم لا څوک د چا ګناهونه بخښلے شى څۀ؟
مرقوس ۲:۷
آو، زۀ هم هغه خُدائ پاک يم چې د خپل ځان په خاطر ستاسو په جرمونو پرده اچوم او ستاسو ګناهونه د خپل ذهن نه وباسم.
يشعياه ۴۳:۲۵
بختور دى هغوئ د چا نافرمانى چې معاف شوه، او د چا په ګناهونو چې پړده واچولے شوه. نو څومره بختور هغه کس دے د چا بد چې مالِک خُدائ حساب نۀ کړى.
زبور ۳۲:۱–۲
ستا په شان خُدائ څوک دے چې په خپلو غوره شوو کښې د بچ شوو خلقو جرمونه معاف کړى او د هغوئ ګناهونه نظر انداز کوى؟
ميکاه ۷:۱۸
لکه څنګه چې خُدائ پاک په مسيح کښې تاسو معاف کړئ.
اِفِسيانو ۴:۳۲
او د هغۀ د زوئ عيسىٰ وينه مونږ د هر يو ګناه نه پاکوى. کۀ چرې مونږ دا وايو چې بېګناه يُو نو په دې مونږ خپل ځان له دوکه ورکوو او په مونږ کښې رښتيا نشته. خو کۀ مونږ د خپلو ګناهونو اِقرار وکړُو نو هغه چې وفادار او صادق دے، هغه به زمونږ ګناهونه معاف کړى او مونږ به د هر قِسمه بدو نه پاک کړى.
اول يوحنا ۱:۷–۹
څومره چې مشرق د مغرب نه لرې دے، نو دومره هغۀ زمونږ قصورونه مونږ نه لرى کړى دى.
زبور ۱۰۳:۱۲
نو ګناه به نور په تاسو حکومت نۀ کوى ځکه چې تاسو نور د شريعت د لاندې نۀ يئ بلکې د خُدائ پاک د فضل د لاندې يئ. اوس تاسو د ګناه نه آزاد کړے شوئ او د صداقت غلامان شوئ.
روميان ۶:۱۴, ۱۸
مونږ غواړو چې عيسىٰ سره مِلاو شُو.
يوحنا ۱۲:۲۱
ستا فرمانبردارى کولو سره مونږ تا ته خپله بهروسه ښايُو، او زمونږ د زړۀ خواهش دے چې ستا د نوم لوئى وکړُو.
يشعياه ۲۶:۸
مالِک خُدائ هغه ټولو ته نزدې دے څوک چې ورته آواز کوى، هغوئ ټولو ته نزدې دے څوک چې په رښتيا ورته آواز کوى.
زبور ۱۴۵:۱۸
نو کۀ چرې دوه يا درې تنه چرته هم زما په نوم يو ځائ شى نو زۀ به د دوئ په مينځ کښې يم.“
متى ۱۸:۲۰
زۀ به تاسو يتيمان نۀ پرېږدم، زۀ تاسو له واپس راځم.
يوحنا ۱۴:۱۸
او دا يقين ساتئ چې زۀ به تل او تر قيامته پورې تاسو سره يم.“
متى ۲۸:۲۰
او راځئ چې په هغه منډه کښې په صبر سره وزغلو چې مونږ له مقرر ده. او عيسىٰ چې د ايمان بانى او کاملونکے دے هغۀ ته وګورو چا چې د خوشحالۍ حاصلولو دپاره د سولۍ مرګ وزغملو او د دې په بېعزتۍ ونۀ شرمېدلو او د خُدائ پاک د تخت په ښى لاس کښېناستو.
عبرانيان ۱۲:۱–۲
ځکه اوس مونږ ته دا په شيشه کښې تت ښکارى خو بيا به يې مخامخ ووينو.
اول کورنتيان ۱۳:۱۲
زما زړۀ خو دا غواړى چې رُخصت شم او مسيح له لاړ شم ځکه چې دا ډېره زياته بهتره ده.
فيليپيانو ۱:۲۳
ګرانو دوستانو، مونږ اوس د خُدائ پاک روحانى بچى يُو خو چې څنګه به يُو هغه لا تر اوسه راته پته نشته، خو مونږ په دې پوهيږو چې کله عيسىٰ راښکاره شى نو مونږ به د هغۀ په شان يُو، ځکه چې مونږ به يې هم په هغه شان ووينو څنګه چې هغه دے. او هغه ټول چې په مسيح دا اُميد ساتى، نو هغوئ ځانونه داسې پاک ساتى لکه چې مسيح دے.
اول يوحنا ۳:۲–۳
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۳ دسمبر ۲۶
اول کورنتيان ۱۵:۵۸ · اول کورنتيان ۱۵:۵۸
۲۰۲۳ دسمبر ۲۵
تيطوس ۳:۴ · يرمياه ۳۱:۳
۲۰۲۳ دسمبر ۲۴
روميان ۸:۱۳ · ګلتيان ۵:۱۹
۲۰۲۳ دسمبر ۲۳
يشعياه ۲۷:۵ · يرمياه ۲۹:۱۱
۲۰۲۳ دسمبر ۲۲
اول تِسالونيکيان ۱:۳ · يوحنا ۶:۲۹
۲۰۲۳ دسمبر ۲۱
يشعياه ۶۰:۲۰ · يوحنا ۱۶:۳۳
