ورځنۍ رڼا, دسمبر ۲۲: بې‌شکه دا به دغه شان وى (رويا ۱:۷)

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

مونږ هر وخت د خپل خُدائ پاک او پلار په حضور کښې ستاسو د ايمان کار او ستاسو مينه ناک خِدمت او ستاسو کلک اُميد چې په مالِک عيسىٰ مسيح دے هغه يادوو.

د خُدائ پاک د رضا کار دا دے چې په هغه چا ايمان راوړئ چې هغۀ رالېږلے دے.

دغه شان ايمان هم دے، کۀ د دې سره نيکى کول نۀ وى نو دا ايمان عبث دے.

خو کوم کار چې ضرورى دے، هغه صرف ايمان دے چې ځان په مينې سره څرګندوى.

څوک چې د خپلې ګناه د فطرت په مطابق څۀ وکَرى نو هغوئ به د تباه کېدو فصل وريبى، او څوک چې د روحُ القُدس د خوشحالولو په مطابق ژوند وکړى نو هغوئ به د روحُ القُدس نه د ابدى ژوند فصل وريبى.

ځکه چې مونږ د هغۀ خاص مخلوق يُو چا چې مونږ په عيسىٰ مسيح کښې د نېکو کارونو دپاره پېدا کړى يُو، او دا کارونه خُدائ پاک د مخکښې نه زمونږ دپاره تيار کړى وُو، چې مونږ يې سر ته ورسوو.

نو هغه هغه څوک دے چا چې خپل ځان زمونږ دپاره قربان کړو چې مونږ د هر قسمه بې‌شرعې کارونو نه آزاد او پاک کړى او خپل هغه خلق مو جوړ کړى څوک چې د نېکو کارونو خواهشمند دى.

اے ګرانو وروڼو او خوېندو، ستاسو په حقله مونږ له هر وخت د خُدائ پاک شُکر ويستل په کار دى، او دا مناسب دى ځکه چې ستاسو ايمان نور نور زياتيږى او ستاسو د هر يو مينه د يو بل سره نوره هم زياتيږى. هم په دې وجه مونږ ستاسو دپاره همېشه دُعا کوُو چې زمونږ خُدائ پاک دې تاسو د خپلې بلنې جوګه کړى، او ستاسو د نېکۍ هر يو خواهش او د ايمان هر يو کار دې په خپل قدرت سره پوره کړى.

ځکه چې دا خُدائ پاک دے چې په تاسو کښې نيت او عمل دواړه د خپلې نېکې ارادې پوره کولو دپاره پېدا کوى.

د هغۀ د راتلو وعده څۀ شوه؟

حنوک هم چې د آدم نه په اوومه پيړۍ کښې وو، د دوئ په باب کښې پېشګوئې وکړه او وئ فرمائيل چې، ګورئ، مالِک د خپلو زرګونو فرښتو سره راروان دے چې د ټولو عدالت وکړى او ټولو بې‌دينو له به د سزا حُکم ورکړى.

ګورئ، هغه په وريځو کښې راروان دے، هره سترګه به هغه ووينى، او هغوئ هم چا چې هغه ژوبل کړے وو، او د دُنيا ټول خلق به په هغۀ وير کوى. بې‌شکه دا به دغه شان وى.

ځکه چې مالِک به په خپله د آسمان نه د اوچت آواز سره، او د مقربې فرښتې د آواز سره، او د خُدائ پاک د بيګل د آواز سره راکوز شى، او په هغۀ کښې مړۀ شوى به اول د قبر نه راپاڅى. او بيا مونږ څوک چې ژوندى يُو او پاتې يُو به د هغوئ سره يو ځائ په وريځو کښې پورته کړے شُو د دې دپاره چې په هوا کښې د مالِک سره مِلاو شُو، او دغه شان به مونږ تل تر تله د مالِک سره يُو.

ځکه چې د خُدائ پاک فضل د ټولو خلقو د خلاصون دپاره څرګند شوے دے. او مونږ ته دا تعليم راکوى چې بې‌دينى او دُنياوى خواهشونه پرېږدو او په موجوده زمانه کښې په پرهيزګارۍ، صداقت او ديندارۍ سره ژوند تېر کړُو، نو چې مونږ د هغه مبارک اُميد، او د خپل لوئ خُدائ پاک او خلاصوونکى عيسىٰ مسيح د جلال د څرګندېدو په اِنتظار کښې يُو.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ