۲۰۲۳ دسمبر ۲۰
ورځنۍ رڼا, دسمبر ۲۱: مالِکه، مونږ ډوبيږو، تا سره څۀ غم نشته؟
ورځنۍ رڼا
او ستا د غم ورځې به ختمې شى.
يشعياه ۶۰:۲۰
په دې دُنيا کښې به تاسو زحمتونو سره مخامخ شئ.
يوحنا ۱۶:۳۳
مونږ په دې پوهه شو چې ټول کائنات تر اوسه پورې د ماشوم د زيږېدو د درد په شان زبيرګى کوى. صرف کائنات نه بلکې مونږ هم په زبيرګو کښې يُو چې راته د روح اوله مېوه مِلاو شوې ده، او مونږ په دې اِنتظار کښې يُو چې خُدائ پاک مو په خپل زوئ والى کښې قبول کړى او زمونږ ټول وجود ته خلاصون ورکړى.
روميان ۸:۲۲–۲۳
مونږ اوس هم په دې خېمه کښې يُو او د بوج لاندې زبيرګى کوُو، ځکه چې مونږ خپل فانى لباس ويستل نۀ غواړو بلکې د دې دپاسه نور اغوستل غواړو نو چې ژوند هغه څۀ ختم کړى څۀ چې فانى دى.
دوېم کورنتيان ۵:۴
تۀ خبر يې.“ بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”دا هغه کسان دى چې د لوئ مصيبتونو نه راغلى دى، هغوئ خپلې جامې د ګډُورى په وينو وينځلې او په هغې سپينې کړې دى. په دې وجه خو دوئ د خُدائ پاک د تخت د وړاندې ولاړ دى او د خُدائ پاک په کور کښې شپه او ورځ د هغۀ په عبادت کښې لګيا دى، او هغه چې په تخت ناست دے، هغه به دوئ له پناه ورکړى. هغوئ به بيا هيڅکله نۀ اوږى کيږى، نۀ تږى کيږى، نمر به دوئ نۀ تنګوى او نۀ به تېزه ګرمى تکليف وررسوى. ځکه چې هغه ګډُورے چې د تخت په مينځ کښې دے، هغه به د دوئ شپونکے وى او هغه به دوئ د ژوندون د اوبو چينو ته بوځى، او خُدائ پاک به د دوئ د سترګو نه ټولې اوښکې پاکې کړى.
رويا ۷:۱۴–۱۷
مالِکه، مونږ ډوبيږو، تا سره څۀ غم نشته؟
مرقوس ۴:۳۸
مالِک خُدائ د هر چا سره ښۀ دے، او هر څۀ چې هغۀ پېدا کړى دى په هغه ټولو مهربانه دے.
زبور ۱۴۵:۹
اوس دا ټول ځناور تاسو خوړلے شئ او دغه شان شنۀ بوټى هم، دا ټول ستاسو د خوراک دپاره دى.
پېدايښت ۹:۳
چې تر کومې پورې دُنيا موجوده وى، کَرل او رېبل به وى، يخنى او ګرمى به وى، اوړے او ژمے به وى، شپه او ورځ به وى د دُنيا تر آخره پورې به وى.“
پېدايښت ۸:۲۲
مالِک خُدائ ښۀ دے، د تکليف په وخت کښې هغه مضبوطه قلعه ده. او هغه د هغوئ حفاظت کوى څوک چې په هغۀ باور کوى.
ناحوم ۱:۷
چې کله خُدائ پاک د هلک ژړا واورېده، نو د خُدائ پاک فرښتې د آسمان نه هاجِرې ته آواز وکړو او ورته يې وفرمائيل، ”هاجِرې، تۀ ولې پرېشانه يې؟ يرېږه مه. خُدائ پاک ستا د زوئ ژړا اورېدلې ده. بيا خُدائ پاک د هغې سترګې کولاو کړې او د هغې نظر په چينې يو کوهى پرېوتو. نو هغه چينې له لاړه او مشک يې د اوبو نه ډک کړو او هلک له يې اوبۀ ورکړې.
پېدايښت ۲۱:۱۷, ۱۹
نو دا اندېښنه مۀ کوئ چې څۀ به وخورو، ... خو ستاسو آسمانى پلار ستاسو د حاجتونو نه ښۀ خبر دے.
متى ۶:۳۱–۳۲
بلکې په خُدائ پاک دې اُميد ساتى څوک چې د خوشحالۍ دپاره مونږ له ټول څيزونه ډېر زيات راکوى.
اول تيموتيوس ۶:۱۷
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۳ دسمبر ۱۹
زبور ۱۱۲:۴ · يشعياه ۵۰:۱۰
۲۰۲۳ دسمبر ۱۸
عبرانيان ۴:۱۶ · فيليپيانو ۴:۶–۷
۲۰۲۳ دسمبر ۱۷
زبور ۸۰:۱۸ · يوحنا ۶:۶۳
۲۰۲۳ دسمبر ۱۶
يوحنا ۱۳:۱ · يوحنا ۱۷:۹–۱۰
۲۰۲۳ دسمبر ۱۵
ګلتيان ۶:۲ · فيليپيانو ۲:۴–۵
۲۰۲۳ دسمبر ۱۴
زبور ۶۶:۲ · يشعياه ۴۳:۲۱
