۲۰۲۳ دسمبر ۲۲
ورځنۍ رڼا, دسمبر ۲۳: زۀ قيامت او ژوندون يم (يوحنا ۱۱:۲۵)
ورځنۍ رڼا
خو کۀ هغوئ زما نه مدد وغواړى، نو هغوئ دې ما سره روغه وکړى. آو.
يشعياه ۲۷:۵
مالِک خُدائ فرمائى چې، ما ته د هغه منصوبو پته ده زۀ چې کومې ستاسو دپاره لرم، هغه منصوبه چې تاسو آبادوى او خوشحالوى، نه چې تاسو ته نقصان رسوى.
يرمياه ۲۹:۱۱
خو اوس تاسو د عيسىٰ مسيح سره يو شوى يئ. تاسو يو وخت د خُدائ پاک نه لرى وئ، خو اوس د مسيح د وينې په وسيله د هغۀ سره نزدې شوى يئ. ځکه چې مسيح په خپله زمونږ صُلح وکړه.
اِفِسيانو ۲:۱۳–۱۴
ځکه چې د خُدائ پاک دا خوښه وه چې د هغۀ ټول الوهيت دې په مسيح کښې وى. او د هغۀ په وسيله خُدائ پاک راضى شو چې هر څۀ د ځان سره پخلا کړى هغه کۀ په زمکه وى او کۀ په آسمان کښې او هغۀ د مسيح د وينې په وسيله امن راوستو چې په سولۍ تويه شوې ده.
کولوسيان ۱:۱۹–۲۰
خو هغوئ د خُدائ پاک په فضل سره مفت صادق شول د هغه خلاصون په وسيله چې په عيسىٰ مسيح کښې دے. ځکه چې خُدائ پاک مسيح د دې دپاره مقرر کړے وو چې د هغۀ د قربانۍ په کفاره او په هغۀ د ايمان په وسيله ګناهونه ووينځى. او هغۀ دا کار د دې دپاره وکړو چې خپل صداقت ښکاره کړى. ځکه چې خُدائ پاک صابر دے او په تېرو شوو ګناهونو يې څۀ غم غرض ونۀ کړو، د دې دپاره چې په دې زمانه کښې دا خبره ثابته او ښکاره کړى چې هغه په خپله صادق دے او هر هغه سړے صادق حسابوى چې په عيسىٰ مسيح يې ايمان وى.
روميان ۳:۲۴–۲۶
خو کۀ مونږ د خپلو ګناهونو اِقرار وکړُو نو هغه چې وفادار او صادق دے، هغه به زمونږ ګناهونه معاف کړى او مونږ به د هر قِسمه بدو نه پاک کړى.
اول يوحنا ۱:۹
په مالِک خُدائ باندې تل يقين ساتئ، ولې چې مالِک خُدائ پاک ابدى حِفاظت کوونکے دے.
يشعياه ۲۶:۴
او هغه ګواهى دا ده چې خُدائ پاک مونږ له د تل ژوندون راکړے دے او دا ژوندون د هغۀ په زوئ کښې دے.
اول يوحنا ۵:۱۱
ځکه څنګه چې پلار په خپله د ژوندون سرچينه دے هم دغه شان هغۀ خپل زوئ له د ژوندون ورکولو اختيار ورکړے دے. لکه څنګه چې پلار مړى پاڅوى او هغوئ له ژوند ورکوى دغه شان زوئ هم هر هغه چا له چې غواړى ژوند ورکوى.
يوحنا ۵:۲۶, ۲۱
زۀ قيامت او ژوندون يم. څوک چې په ما ايمان ساتى کۀ هغه مړ هم شى نو هغه به ژوندے وى، او څوک چې ژوندے دے او په ما ايمان لرى هغه به هيڅکله هم مړ نۀ شى.
يوحنا ۱۱:۲۵–۲۶
زۀ ښۀ شپونکے يم او ښۀ شپونکے د ګډو دپاره خپل سر ورکوى. په دې وجه پلار ما سره مينه کوى ځکه چې زۀ خپل ځان قربانوم د دې دپاره چې دا بيا ومومم. دا زما نه څوک نۀ اخلى، خو زۀ دا په خپله مرضۍ قربانوم. دا زما اختيار دے چې ځان قربان کړم او دا مې هم اختيار دے چې دا زۀ بيا ومومم. دا حُکم ما ته خپل پلار راکړے دے.“
يوحنا ۱۰:۱۱, ۱۷–۱۸
هيڅوک هم زما د وسيلې نه بغېر پلار له نۀ شى راتلے.
يوحنا ۱۴:۶
هر چا سره چې زوئ وى هغۀ سره ژوندون هم وى، او هر چا سره چې د خُدائ پاک زوئ نۀ وى هغۀ سره ژوندون نۀ وى.
اول يوحنا ۵:۱۲
ځکه چې تاسو مړۀ شوى يئ خو ستاسو ژوند د مسيح سره په خُدائ پاک کښې پټ دے. کله چې مسيح څوک چې ستاسو ژوندون دے راښکاره شى نو تاسو به هم د هغۀ سره په جلال کښې ښکاره شئ.
کولوسيان ۳:۳–۴
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۳ دسمبر ۲۱
يشعياه ۶۰:۲۰ · يوحنا ۱۶:۳۳
۲۰۲۳ دسمبر ۲۰
اِفِسيانو ۱:۴ · دوېم تِسالونيکيان ۲:۱۳
۲۰۲۳ دسمبر ۱۹
زبور ۱۱۲:۴ · يشعياه ۵۰:۱۰
۲۰۲۳ دسمبر ۱۸
عبرانيان ۴:۱۶ · فيليپيانو ۴:۶–۷
۲۰۲۳ دسمبر ۱۷
زبور ۸۰:۱۸ · يوحنا ۶:۶۳
۲۰۲۳ دسمبر ۱۶
يوحنا ۱۳:۱ · يوحنا ۱۷:۹–۱۰
