ورځنۍ رڼا, دسمبر ۲۵: زمونږ دپاره يو ماشوم پېدا شوے دے

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

خو کله چې زمونږ د خلاصوونکى خُدائ پاک فضل او د انسان سره د هغۀ مينه څرګنده شوله.

او ورته يې وفرمائيل چې، ما تاسو سره نۀ ختمېدونکې مينه کړې ده.

او د خُدائ پاک مينه زمونږ په مينځ کښې داسې ښکاره شوه چې خُدائ پاک دې دُنيا ته خپل يک يو زوئ راولېږلو چې مونږ د هغۀ په وسيله ژوندون ولرو. رښتينې مينه په دې کښې نۀ ده چې مونږ د خُدائ پاک سره مينه وکړه بلکې په دې کښې ده چې هغۀ مونږ سره مينه وکړه، او زمونږ د ګناهونو د کفارې دپاره هغۀ خپل زوئ راولېږلو.

خو کله چې وخت پوره شو نو خُدائ پاک خپل زوئ راولېږلو چې د ښځې نه پېدا شو او د شريعت د لاندې يې ژوند تېرولو، د دې دپاره چې هغه زمونږ فديه ورکړى او مونږ د شريعت نه آزاد کړى، نو چې په دې سره هغه مونږ د خپل زوئ په حيث قبول کړى.

نو کلام انسان شو او هغه زمونږ په مينځ کښې اوسېدو او مونږ د هغۀ لوئى وليدله، د واحد او د اېک يو زوئ لوئى، چې د حقيقت او وفادارۍ نه معمور وى څوک چې د پلار د خوا نه راغلے وى.

په دې کښې هيڅ شک نشته چې د ايمان راز لوئ دے، يعنې هغه د انسان په بدن کښې راښکاره شو، او د روح په وسيله رښتونے ثابت شو او فرښتو هغه وليدو.

بيا لکه چې د هغۀ بچى انسانان دى، دغه شان عيسىٰ هم انسان شو د دې دپاره چې د مرګ په وسيله هغه څوک چې په مرګ يې قُدرت حاصل وو، يعنې اِبليس، تباه کړى.

د خُدائ پاک د هغه بې‌مثاله برکت دپاره شُکر دے.

اے د دُنيا خلقو، د خوشحالۍ نعرې مالِک خُدائ ته ووهئ، او د خوشحالۍ سره د مالِک خُدائ عبادت وکړئ، او د خوشحالۍ په سندرو سره د هغۀ په وړاندې حاضر شئ. د هغۀ در ته د شُکر ګزارۍ سره ورننوځئ، او د هغۀ دربار ته د ثناء صِفت کولو سره ورننوځئ، د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ او د هغۀ د نوم ثناء صِفت وکړئ.

زمونږ دپاره يو ماشوم پېدا شوے دے. مونږ له يو زوئ راکړے شوے دے. او حکمرانى به د هغۀ په اوږو وى. هغه به په دې نومونو سره ياديږى، ”عظيم مشير،“ ”خُدائ تعالىٰ،“ ”ابدى پلار“ او ”د امن شهزاده.“

هغۀ خو خپل زوئ هم پرې نۀ ښودو او زمونږ دپاره يې د قربانۍ دپاره پېش کړو.

اوس د دۀ سره يو کس پاتې وو، د هغۀ خپل نيازبين زوئ. په آخر کښې يې هغه ورولېږلو.

نو د مالِک خُدائ شُکر دې د هغۀ د نۀ ختمېدونکې مينې دپاره ادا کړى او د هغه عجيبه کارونو دپاره چې د بنيادمو دپاره يې کړى دى.

اے زما روحه، د مالِک خُدائ ثناء ووايه، اے زما ټول ځانه، د مالِک خُدائ د مقدس نوم ثناء ووايه.

اے زما زړۀ. د مالِک خُدائ لوئى بيان کړه. اے زما زړۀ. خوشحالى وکړه، خوشحالى وکړه. زما د خلاصوونکى خُدائ پاک په نوم.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ