۲۰۲۳ سېپتمبر ۸
ورځنۍ رڼا, سېپتمبر ۹: زۀ د ژوندون روټۍ يم (يوحنا ۶:۳۵)
ورځنۍ رڼا
اوږى يې په ښۀ څيزونو ماړۀ کړى دى او مالدار يې تش لاس شړلى دى.
لوقا ۱:۵۳
ځکه چې تۀ وائې چې زۀ مالدار او دولتمند يم او د څۀ څيز حاجتمند نۀ يم. حقه خو دا ده چې تۀ په دې نۀ پوهېږې چې تۀ څومره قابلِ رحم، بدنصيبه، خوار، ړوند او بربنډ يې. په دې وجه زۀ تا له دا مشوره درکوم چې زما نه په اور کښې صفا شوى سرۀ زر واخله چې مالدار شې او سپينې جامې رانه واخله چې ستا د بربنډتوب شرم پرې د ليدو نه پټ شى ... زۀ چې چا سره مينه کوم هغوئ ملامته کوم او تربيت ورکوم، نو ځکه غېرت وکړه او توبه وباسه.
رويا ۳:۱۷–۱۹
بختور دى هغوئ چې د صداقت اوږى تږى دى، دوئ به ماړۀ کړے شى.
متى ۵:۶
کله چې غريبانان او ضرورتمند اوبۀ لټوى، خو مومى يې نه، او د هغوئ مرۍ د تندې نه اوچې شى، نو بيا به زۀ، مالِک خُدائ د هغوئ سوال قبول کړم، زۀ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک به هغوئ هيڅکله پرې نۀ ږدم.
يشعياه ۴۱:۱۷
زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک يم ... خپلې خولې خلاصې کړئ نو زۀ به تاسو له خوراک درکړم.
زبور ۸۱:۱۰
چې په څۀ باندې تاسو نۀ مړېږئ نو په هغې باندې پېسې ولې خرچ کوئ؟ چې فائده نۀ درکوى نو په هغه خوراک پېسې ولې ورکوئ؟ غور سره ما ته غوږ شئ او ښۀ خوراک کوئ. تاسو به د ډېرو مزيدارو خوراکونو نه خوند واخلئ.
يشعياه ۵۵:۲
زۀ د ژوندون روټۍ يم. څوک چې ما له راځى هغه به هيڅکله نۀ اوږى کيږى او څوک چې په ما ايمان راوړى هغه به هيڅکله نۀ تږى کيږى.
يوحنا ۶:۳۵
خو څومره چې زما په متعلق خبره وه تقريباً پښې مې ښوئېدو ته نزدې شوې وې، نزدې وه چې زمکه مې د پښو نه تښتېدلے وے.
زبور ۷۳:۲
نو کله چې ما ووئيل چې، ”زما پښې ښوئيږى،“ نو ستا ابدى مينې زما مدد وکړو مالِکه خُدايه.
زبور ۹۴:۱۸
شمعونه، اے شمعونه، وګوره، خبردار شه. شېطان غواړى چې هغه تاسو لکه د غنمو د دانو وڅنډى. خو ما ستا دپاره دا دُعا کړې ده چې ستا ايمان لاړ نۀ شى او کله چې تۀ ما ته راوګرځې نو تۀ خپل وروڼه مضبوط کړه.“
لوقا ۲۲:۳۱–۳۲
کۀ څۀ هم چې صادق انسان اووۀ ځله راپرېوځى هغه دوباره راپاڅى.
متلونه ۲۴:۱۶
کۀ تيندک وخورى نو وبه نۀ غورزيږى، ځکه چې مالِک خُدائ يې په خپلو لاسونو کښې اوچتوى.
زبور ۳۷:۲۴
ما ته په حسرت سره مۀ ګوره، زما دشمنه، اګر کۀ زۀ غورزېدلے يم، زۀ به بيا راوچت شم. اګر کۀ زۀ په تيارۀ کښې ناست يم، خو مالِک خُدائ به زما رڼا وى.
ميکاه ۷:۸
هغه به تاسو د شپږو افتونو نه بچ کوى، او په اوؤم کښې به تاسو ته هيڅ نقصان نۀ رسيږى.
ايُوب ۵:۱۹
خو کۀ څوک ګناه وکړى نو د پلار سره زمونږ يو شفاعت کوونکے دے، يعنې عيسىٰ مسيح چې صادق دے.
اول يوحنا ۲:۱
نو په دې وجه هغه اوس او همېشه کولے شى چې څوک هم د هغۀ په وسيله خُدائ پاک ته راځى هغه هغوئ ته خلاصون ورکولے شى ځکه چې هغه د هغوئ د شفاعت دپاره همېشه ژوندے دے.
عبرانيان ۷:۲۵
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۳ سېپتمبر ۷
روميان ۱۲:۱۲ · کولوسيان ۱:۵
۲۰۲۳ سېپتمبر ۶
مرثيى ۳:۴۱ · زبور ۱۱۳:۵–۶
۲۰۲۳ سېپتمبر ۵
اول کورنتيان ۱۲:۱۲ · کولوسيان ۱:۱۸
۲۰۲۳ سېپتمبر ۴
روت ۳:۱۸ · يشعياه ۷:۴
۲۰۲۳ سېپتمبر ۳
هِجرت ۱۳:۷ · متلونه ۸:۱۳
۲۰۲۳ سېپتمبر ۲
زبور ۲۷:۱۴ · يشعياه ۴۰:۲۸–۲۹
