۲۰۲۳ سېپتمبر ۶
ورځنۍ رڼا, سېپتمبر ۷: په اُميد کښې خوشحاله (روميان ۱۲:۱۲)
ورځنۍ رڼا
په اُميد کښې خوشحاله.
روميان ۱۲:۱۲
ستاسو د هغه اُميد په وجه کوم چې په آسمان کښې ستاسو انتظار کوى.
کولوسيان ۱:۵
کۀ چرې زمونږ اُميد په مسيح صرف د دې ژوند دپاره وى نو بيا مونږ په ټولو انسانانو کښې قابل رحم يُو.
اول کورنتيان ۱۵:۱۹
د خُدائ پاک بادشاهۍ ته د داخلېدو دپاره به مونږ ډېر تکليفونه زغمو.
اعمال ۱۴:۲۲
او کوم سړے چې خپله سولۍ په خپله نۀ پورته کوى او په ما پسې نۀ راځى، هغه زما مريد جوړېدے نۀ شى.
لوقا ۱۴:۲۷
نو چې څوک د دې مصيبتونو په وجه خطا نۀ شئ، ځکه چې تاسو ته پته ده چې دا مصيبتونه زمونږ په نصيب کښې ليکلے شوى دى.
اول تِسالونيکيان ۳:۳
همېشه په مالِک کښې خوشحالى کوئ، او بيا هم وايم چې خوشحالى کوئ.
فيليپيانو ۴:۴
خُدائ پاک چې د اُميد سرچينه دے، هغه دې تاسو د خپل ايمان په وسيله د هرې خوشحالۍ او سلامتۍ نه ډک کړى، نو چې د روحُ القُدس په قدرت سره ستاسو اُميد هم په مخه زياتيږى.
روميان ۱۵:۱۳
زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د خُدائ پاک او پلار دې ثنا وى، چې په خپل لوئ رحمت يې د عيسىٰ مسيح د مړو نه د بيا ژوندى کېدو په وسيله مونږ له د ژوندى اُميد دپاره نوے ژوند راکړو.
اول پطروس ۱:۳
تاسو هغۀ سره داسې مينه کوئ اګر چې هغه مو ليدلے نۀ دے. او نۀ يې اوس وينئ، خو تاسو په هغۀ يقين ساتئ، او په جلالى انداز کښې خوشحالى کوئ کومه چې د بيان نه بهر ده.
اول پطروس ۱:۸
د چا په وسيله چې مونږ د خُدائ پاک په فضل کښې هغه ځائ وموندو چرته چې اوس مونږ يُو، او مونږ د خُدائ پاک د لويئ په اُميد کښې خوشحالى کوُو.
روميان ۵:۲
بيا هم زۀ غريب او حاجتمند يم، زۀ دې د مالِک خُدائ په نظر يم.
زبور ۴۰:۱۷
مالِک خُدائ فرمائى چې، ما ته د هغه منصوبو پته ده زۀ چې کومې ستاسو دپاره لرم، هغه منصوبه چې تاسو آبادوى او خوشحالوى، نه چې تاسو ته نقصان رسوى.
يرمياه ۲۹:۱۱
مالِک خُدائ فرمائى، ”زما خيالونه ستاسو د خيالونو په شان نۀ دى، او زما لارې ستاسو نه بدلې دى. لکه څنګه چې آسمانونه د زمکې نه اوچت دى، نو هم دغه شان زما لارې او سوچونه هم ستاسو نه اوچت دى.
يشعياه ۵۵:۸–۹
ستا خيالونه ما ته څومره قيمتى دى، پاکه خُدايه، او دا څومره بېحسابه دى. کۀ چرې هغه وشمارم، نو د شګو نه ډېر دى. او زۀ چې کله راويښ شم، نو بيا هم تا سره يم.
زبور ۱۳۹:۱۷–۱۸
اے مالِکه خُدايه، ستا کارونه څومره لوئ دى، او ستا سوچونه څومره ژور دى.
زبور ۹۲:۵
اے مالِکه خُدايه، زما خُدايه، تا زمونږ دپاره ډيرې معجزې کړې دى، تا زمونږ دپاره بېحسابه منصوبې جوړې کړې دى.
زبور ۴۰:۵
نۀ ډېر زورَور وُو او نۀ ډېر د اوچت خاندان خلق وُو.
اول کورنتيان ۱:۲۶
ولې خُدائ پاک هغوئ نۀ دى غوره کړى څوک چې د دُنيا په نظر کښې غريب دى چې په ايمان به مالداره شى او د هغه بادشاهۍ وارثان به شى چې مالِک يې د هغوئ سره وعده کړې ده څوک چې ورسره مينه کوى؟
يعقوب ۲:۵
مونږ سره څۀ نشته خو بيا هم راسره هر څۀ شته.
دوېم کورنتيان ۶:۱۰
خو دا فضل په ما وشو چې زۀ غېريهوديانو ته د مسيح د بېاندازې دولت زيرے ورکړم.
اِفِسيانو ۳:۸
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۳ سېپتمبر ۵
اول کورنتيان ۱۲:۱۲ · کولوسيان ۱:۱۸
۲۰۲۳ سېپتمبر ۴
روت ۳:۱۸ · يشعياه ۷:۴
۲۰۲۳ سېپتمبر ۳
هِجرت ۱۳:۷ · متلونه ۸:۱۳
۲۰۲۳ سېپتمبر ۲
زبور ۲۷:۱۴ · يشعياه ۴۰:۲۸–۲۹
۲۰۲۳ سېپتمبر ۱
ګلتيان ۵:۲۲–۲۳ · يشعياه ۲۹:۱۹
۲۰۲۳ اګست ۳۱
روميان ۵:۱۶ · يشعياه ۱:۱۸
