ورځنۍ رڼا, سېپتمبر ۲: نو مالِک خُدائ ته په صبر او انتظار شه

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

نو مالِک خُدائ ته په صبر او انتظار شه، نو ډاډه شه او زړَور شه.

تاسو ته پته نشته څۀ؟ تاسو اورېدلى نۀ دى؟ چې مالِک خُدائ د همېشه دپاره خُدائ پاک دے، هغۀ ټوله دُنيا پېدا کړې ده. هغه هيڅکله نۀ ستړے کيږى او نۀ ستومانه کيږى. ... هغه کمزورو او ستړو له طاقت ورکوى.

يرېږئ مۀ، زۀ ستاسو مل يم. زۀ ستاسو خُدائ پاک يم، د څۀ نه هم مۀ وارخطا کېږئ. زۀ به تاسو مضبوط کړم او طاقت به درکړم، زۀ به په خپل زورَور ښى لاس سره ستاسو حِفاظت کوم.

تۀ د غريبانانو حفاظت کوونکے يې، او د مصيبت په وخت کښې د ضرورتمندو حِفاظت کوونکے يې. تا هغوئ له د طوفانونو نه پناه ورکړې ده، او د سوزونکى ګرمۍ نه دې سورے ورکړے دے. د ظالمانو پوکى لکه د ژمى د طوفانى باران په شان وى.

ځکه چې تاسو ته پته ده چې ستاسو د ايمان آزمېښت صبر پېدا کوى. نو پرېږدئ چې صبر په تاسو کښې خپل کار پوره کړى چې تاسو پاخۀ او بالغان شئ او په تاسو کښې به بلکل د څۀ خبرې کمے نۀ وى.

نو په دې وجه خپله زړۀ ورتيا مۀ پرېږدئ ځکه چې د دې ډېر اجر دے. نو تاسو ته د صبر ضرورت دے نو چې کله تاسو د خُدائ پاک مرضى پوره کړئ نو تاسو به دا لوظ کړے شوى څيزونه حاصل کړئ.

راکوى آرام په شين چمن کښې ما له.

خو بدعمله خلق د چپې وهونکى سمندر په شان دى، چې هيڅکله په آرام کيږى نه او چپې يې ځان سره ګند ګريل راوړى.“ زما مالِک خُدائ فرمائى، ”د بدعمله خلقو دپاره امن نشته.“

اے تاسو ټول چې خوارى کوئ او پنډ مو دروند دے، ما له راشئ او زۀ به آرام درکړم.

د مالِک خُدائ په وړاندې چپ ودرېږه.

ځکه هغه څوک چې د خُدائ پاک په آرام کښې داخل شى، نو هغوئ به هم د خُدائ پاک په شان د خپلو کارونو نه په آرام شى.

د هر قسم او مختلف تعليمونو په وجه بې‌لارې کېږئ مه، ځکه چې دا ښۀ ده چې زړۀ په فضل مضبوط شى.

نو په کار نۀ دے چې مونږ دې نور ماشومان پاتې شُو. او نۀ دې مونږ د نوى تعليماتو په وجه اخوا دېخوا کيږُو او نۀ به نور د خلقو د مکارۍ، چالاکۍ او ټګۍ په منصوبو سره ګمراه شُو. نو د دې په ځائ مونږ ته په مينه کښې حقيقت وئيل په کار دى، او په مسيح کښې به وده وکړُو، څوک چې زمونږ سر دے.

د هغۀ د سورى لاندې په کښېناستو ډېره خوشحالېږمه، او زما په خولۀ د هغۀ مېوې خوږې لګيږينه. هغۀ زۀ د خپل ځان سره د مېلمنو هال ته روانه کړمه، او زۀ يې په خپله مينه کښې ونغښتلمه.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ