ورځنۍ رڼا, اګست ۲۷: زۀ د دُنيا نُور يم (يوحنا ۸:۱۲)

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

ستا کلام زما د پښو دپاره ډيوه ده او زما د لارې دپاره رڼا ده.

ما منلى دى ټول ستا حُکمونه کوم چې ما ساتى د ظالمانو د لارو. زۀ همېشه ستا په لاره يم روان، زۀ ستا نه نۀ يم اوړېدلے، يم دې پېروکار.

هرکله چې تۀ روان يې نو هغه به ستا رهنمائى کوى، او کله چې اودۀ يې نو هغه به ستا حفاظت کوى، هرکله چې راويښ شې، نو هغه به درته مشوره درکوى. نو د هغوئ حُکمونه ډيوه ده او د هغوئ هدايت رڼا ده.

کۀ تاسو د لارې نه ښى يا ګس طرف ته واوړئ، نو د وروستو نه به ستاسو لار ښودنه کيږى چې، ”دا لاره صحيح ده، په دې روان شئ.“ تاسو به په خپلو غوږونو دا اورئ.

زۀ د دُنيا نُور يم. څوک چې ما پسې راځى هغه به هيڅکله په تيارۀ کښې نۀ ګرځى بلکې هغه به د ژوندون رڼا ومومى.

نو مونږ سره د نبوت هغه کلام دے چې ډېر معتبر دے، دا به تاسو ښۀ وکړئ چې په دې داسې غور وکړئ لکه چې ډيوه په يو تيارۀ ځائ کښې رڼا ورکوى.

ځکه اوس مونږ ته دا په شيشه کښې تت ښکارى خو بيا به يې مخامخ ووينو. اوس زما عِلم نامکمل دے خو بيا به يې پوره وپېژنم څنګه چې زۀ پوره پېژندلے شوے يم.

هلته به شپه نۀ وى او نۀ به هغوئ ته د ډيوې يا د نمر د رڼا ضرورت وى ځکه چې مالِک خُدائ پاک به د هغوئ رڼا وى، او هغوئ به هلته تل تر تله بادشاهى کوى.

تۀ څنګه اودۀ يې؟ پاڅه او خپل خُدائ ته سوال وکړه.

ځکه چې دا ستا د آرام ځائ نۀ دے، ځکه چې دا پليت دے، دا تباه شوے دے.

د آسمانى څيزونو په حقله سوچ کوئ او د دُنياوى څيزونو په حقله سوچ مۀ کوئ.

ولې چې ځان ورپورې ونۀ تړئ، هر څومره چې دولت ستا زياتيږى.

نو اوس د زړۀ د اخلاصه د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک لټون وکړئ.

دا تاسو ولې اودۀ يئ؟ پاڅئ او دُعا وکړئ چې د آزمېښت په وخت ناکامه نۀ شئ.

خيال ساتئ او پام کوئ. خپل زړونه په بد مستۍ، نشو او په دُنياوى غمونو مۀ آخته کوئ، ځکه چې هغه ورځ ناګهانه تاسو لکه د لټ راګېر نۀ کړى.

کله چې د وادۀ زلمے په راتلو کښې ايسار شو نو هغوئ ټولو له خوب ورغلو او اودې شوې.

اوس ډېر لږ وخت دے چې څوک چې راتلونکے دے هغه به راشى او ايسار به نۀ شى.

تاسو ته ښۀ پته ده چې وخت کم دے، د خوبه رابېدار شئ. ځکه چې زمونږ خلاصون رانزدې شوے دے د کوم وخت نه چې مو ايمان راوړے دے.

نو بيا تاسو بېدار اوسئ ځکه چې تاسو په دې نۀ يئ خبر چې د کور مالِک به کله راځى، ماښام کۀ په نيمه شپه، په چرګ بانګ کۀ سحر په خړه. کۀ چرې هغه ناګهانه راشى نو چې هغه مو اودۀ لاندې نۀ کړى.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ