ورځنۍ رڼا, اګست ۲۴: ما ته د هغوئ د ټولو تکليفونو پته ده

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

ما ته د هغوئ د ټولو تکليفونو پته ده.

خلقو هغۀ ته سپک وکتل او هغه يې رد کړو، هغه د درد او کړاؤ سره مخ شو.

ځکه چې زمونږ داسې مشر اِمام نۀ دے څوک چې زمونږ په کمزورتياو کښې مونږ سره همدردى ونۀ کړى بلکې هغه په ټولو خبرو کښې زمونږ په شان وآزمائيلے شو خو بيا هم بې‌ګناه وو.

هغۀ زمونږ بيمارۍ او کمزورۍ اوچتې کړې.

هلته کښې د يعقوب کوهے وو او عيسىٰ د خپل سفر نه ستړے شوے وو نو هغه کوهى سره کښېناستو.

کله چې عيسىٰ مريم او ورسره يهوديان په ژړا وليدل نو هغۀ يو سوړ اسويلے وکړو او ډېر زهير شو.

عيسىٰ په ژړا شو.

ځکه چې هغه په خپله په تکليفونو کښې وآزمائيلے شو نو هغه د دې قابل دے چې د هغوئ مدد وکړى څوک چې آزمائيلے کيږى.

مالِک خُدائ د خپل بره مقدس مقام نه لاندې وکتل، بره آسمان نه هغۀ زمکې ته نظر وکړو، چې د قېديانو زبيرګى واورى، په چا چې حُکم د مرګ شوے دے هغوئ د مرګ نه آزاد کړى.

خو هغۀ ته د هغې لارې پته ده چې کومه ما اختيار کړې ده، او کله چې هغه ما وآزمائى نو زۀ به د سرو زرو په شان صفا يم.

کله چې زما روح په ما کښې کمزورے شى، نو دا تۀ يې چې زما په لارو پوهېږې.

ځکه چې هر څوک چې تا سره ولګى نو هغه د خپلې سترګې ګاټى سره لګى.

هغه د هغوئ په ټولو تکليفونو کښې شريک شو. او هغوئ هغه فرښتې بچ کړل کومه چې د خُدائ پاک د حضور نه ورغلې وه.

ترڅو چې لا ورځ ده مونږ له د هغۀ کار کول په کار دى چا چې زۀ رالېږلے يم.

يو ناراسته کس ډېر څۀ غواړى خو څۀ ورته نۀ ملاويږى، خو د محنت کوونکى خواهش تر سره کيږى.

او يو کس چې نور تازه کوى نو په خپله به هم تازه شى.

زما خوراک څښاک دا دے چې زۀ د هغۀ رضا وکړم چا چې زۀ رالېږلے يم او چې د هغۀ کار پوره کړم. ولې تاسو دا نۀ وايئ چې څلور مياشتې نورې دى او بيا به لَو ګډ شى؟ خو زۀ تاسو ته دا وايم چې ګېرچاپېره پټو ته وګورئ چې د لَو کولو دپاره تيار دى.

”د آسمان بادشاهى داسې ده لکه چې د يوې زمکې مالِک سحر وختى د کور نه ووتو، چې خپل د انګورو باغ دپاره مزدوران ولټوى. او چې کله يې مزدورانو سره د ورځې مزدورى مقرره کړه نو هغوئ يې کار له ولېږل.

تۀ د کلام زيرے ورکوه او وخت ناوخته دې کار ته تيار اوسه.

خو اول هغۀ خپل لس نوکران راوبلل او هر يو ته يې په دې وينا د سرو زرو يوه يوه سيکه ورکړه چې دوئ پرې سوداګرى کوى ترڅو چې زۀ راواپس نۀ شم.

په حقيقت کښې ما د هغوئ ټولو نه زياته خوارى کړې ده. اګر کۀ دا ما ونۀ کړه بلکې د خُدائ پاک په هغه فضل وشوه چې په ما دے.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).