ورځنۍ رڼا, اګست ۳۰: موسىٰ دوئ ته وفرمائيل (هِجرت ۱۶:۱۵)

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

نو بادشاه په هغې باندې مِهربانه شو او هغۀ خپله د سرو زرو امسا وراوږده کړه. بيا اِستَر ورنزدې شوه او د امسا سر له يې لاس وروړو.

چې کله هغه ما ته سوال زارى وکړى، زۀ به د هغۀ فرياد اورم ځکه چې زۀ رحيم يم.

نو دغه شان مونږ ته پته ده او په دې يقين کوُو چې خُدائ پاک مونږ سره مينه کوى. خُدائ پاک مينه دے او څوک چې په مينه کښې اوسى، هغه په خُدائ پاک کښې او خُدائ پاک په هغۀ کښې اوسيږى. او په دې طريقه مينه په مونږ کښې کامله شوې ده د دې دپاره چې د عدالت په ورځ مونږ زړۀور يُو، نو دا ځکه چې مونږ په دُنيا کښې د عيسىٰ په شان ژوند تېروو. په مينه کښې هيڅ يره نشته، خو کامله مينه يره اخوا کوى ځکه چې يره د سزا سره تعلق ساتى. او هر څوک چې يريږى، په هغۀ کښې مينه کامله شوې نۀ ده. مونږ ځکه مينه کوُو چې خُدائ پاک اول مونږ سره مينه وکړه.

نو راځئ چې د زړۀ د اخلاصه او په پوره باور سره د خُدائ پاک په حضور کښې داخل شُو. ځکه چې زمونږ په ګناه ګار ضمير د مسيح وينه نوستلے شوې ده چې مونږ پاک کړى، او زمونږ بدن په پاکو اوبو سره وينځلے شوے دے.

ځکه چې د مسيح په وسيله مونږ دواړه په يو روح کښې د پلار په حضور کښې حاضرېدے شُو.

نو مونږ په مسيح کښې او په هغۀ د ايمان په وسيله په زړۀ ورتيا او په ډاډ سره د خُدائ پاک په مخکښې حاضرېدے شُو.

نو راځئ چې مونږ د خُدائ پاک د فضل تخت ته ځان په اعتماد سره ورنزدې کړُو نو چې په مونږ رحم وشى او هغه فضل حاصل کړُو چې د حاجت په وخت زمونږ مدد وکړى.

نو هغوئ نۀ پېژندل چې دا څۀ شے دے او د يو بل نه يې تپوسونه کول، ”دا څۀ دى؟“ موسىٰ دوئ ته وفرمائيل.

په دې کښې هيڅ شک نشته چې د ايمان راز لوئ دے، يعنې هغه د انسان په بدن کښې راښکاره شو، او د روح په وسيله رښتونے ثابت شو او فرښتو هغه وليدو.

ځکه چې د خُدائ پاک روټۍ هغه ده چې د آسمان نه راکوزيږى او دُنيا ته ژوندون ورکوى.“

ستاسو پلار نيکونو په صحرا کښې من وخوړل خو هغوئ مړۀ شول.

څوک چې دا روټۍ وخورى هغه به تل ژوندے وى. او کومه روټۍ چې زۀ د دُنيا د ژوندون دپاره ورکوم هغه زما بدن دے.“

زما بدن حقيقى خوراک دے او زما وينه حقيقى څښاک دے.

بنى اِسرائيلو هم دغه شان وکړل، چا ډېره او چا لږه راټوله کړه. ... چا چې ډېره راټوله کړې وه د هغۀ سره ډېره زياته نۀ وه او چا چې لږه راټوله کړې وه د هغۀ سره کمه نۀ وه. ... هر سحر هر يو کس به د خپل ضرورت په مطابق راټولوله، او چې نمر به ګرم شو.

نو دا اندېښنه مۀ کوئ چې څۀ به وخورو ... خو ستاسو آسمانى پلار ستاسو د حاجتونو نه ښۀ خبر دے. تاسو د هر څۀ نه اول د خُدائ پاک د بادشاهۍ او د هغۀ د رښتينوالۍ لټون کوئ، نو بيا به هغه دا ټول څيزونه هم تاسو ته درکړى.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ