۲۰۲۳ سېپتمبر ۳
ورځنۍ رڼا, سېپتمبر ۴: خو تاسو داسې نۀ کوئ (يشعياه ۳۰:۱۵)
ورځنۍ رڼا
نعومى ورته ووئيل.
روت ۳:۱۸
ويښ اوسه او په قلار شه او نۀ چې ويريږى او نۀ پرېشانه شى.
يشعياه ۷:۴
په آرام شئ او په دې پوهه شئ زۀ خُدائ پاک يم.
زبور ۴۶:۱۰
ولې ما تاسو ته دا نۀ وُو وئيلى څۀ، چې کۀ چرې تاسو ايمان لرئ نو تاسو به د خُدائ پاک لوئى ووينئ؟
يوحنا ۱۱:۴۰
17-18 د انسان غرور به په عاجزۍ بدل شى او د انسان لوئى به خاورې ايرې شى. بُتان به په مکمله توګه ورک شى او په هغه ورځ به صرف د مالِک خُدائ ثناء صِفت کيږى.
يشعياه ۲:۱۷
هغه د مالِک په پښو کښې کښېناستله او د هغۀ کلام يې اورېدلو.
لوقا ۱۰:۳۹
خو د دې نه يوه خبره ضرورى ده او مريمې چې کومه خوښه کړې ده هغه بهتره ده او دا به د هغې نه هيڅکله وانۀ خستلے شى.“
لوقا ۱۰:۴۲
فرمائى، ”راواپس شئ او په ما پوره يقين کوئ. نو بيا به تاسو تکړه او محفوظ يئ.“ خو تاسو داسې نۀ کوئ.
يشعياه ۳۰:۱۵
د غصې په وجه ګناه مۀ کوئ، چې خپلو کټونو له لاړ شئ فکر وکړئ او خاموش شئ.
زبور ۴:۴
د مالِک خُدائ په وړاندې چپ ودرېږه، او په صبر سره د هغۀ فېصلو ته انتظار کوه، او د بدکارانو په کاميابۍ او منصوبو مۀ خفه کېږه.
زبور ۳۷:۷
هغه به د بد خبر نه نۀ يريږى، د هغۀ زړۀ قائم دے او په مالِک خُدائ باندې پوره توکل کوى. د هغۀ زړۀ مطمئن دے او هغه به نۀ يريږى.
زبور ۱۱۲:۷–۸
په هغې کښې زۀ د ګوټ يو قيمتى کاڼے لګوم چې په هغې باندې دا ليکلى وى، ”څوک چې ايمان لرى نو هغه به نۀ وارخطا کيږى.“
يشعياه ۲۸:۱۶
څۀ چې زۀ کوم، تۀ اوس په دې نۀ پوهېږې خو وروستو به پوهه شې.
يوحنا ۱۳:۷
هغه راياد کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په تېرو څلوېښتو کالونو کښې څنګه په بيابان کښې په دې اوږد سفر کښې ستاسو لارښودنه وکړه، او په تاسو يې سختۍ راولېږلې چې په تاسو کښې عاجزى وى او تاسو وآزمائى، نو چې هغه په دې پوهه شى چې ستاسو په زړۀ کښې څۀ دى نو چې د هغۀ په حُکمونو عمل کوئ او کۀ نه.
ګردان ۸:۲
لږ وروستو زۀ په تا تېرېدم، نو کله چې ما تا ته وکتل نو ومې ليدلې چې تۀ د مينې کولو قابله شوې ... ما قسم وخوړلو او تا سره مې لوظ وکړو، مالِک قادر مطلق خُدائ وفرمائيل، او تۀ زما شوې.
حزقىايل ۱۶:۸
ځکه چا سره چې مالِک خُدائ مينه کوى نو د هغۀ تنبيه هم کوى.
عبرانيان ۱۲:۶
زما خوږو ملګرو، کوم د مصيبت اور چې ستاسو د آزمېښت دپاره په تاسو کښې بل دے، نو په هغې حېرانېږئ مه چې په مونږ دا عجيبه شان خبره راغلې ده. بلکې خوشحالى کوئ چې تاسو د مسيح په مصيبتونو کښې شريک شوئ، نو چې تاسو هم خوشحالى وکړئ او د خوشحالۍ نه چغې کړئ کله چې د هغۀ جلال ظاهر شى.
اول پطروس ۴:۱۲–۱۳
ځکه چې زمونږ د دغه لږ ساعت معمولى مصيبتونه زمونږ دپاره بېاندازې غېر معمولى او ابدى جلال پېدا کوى. نو ځکه مونږ په ليدلو څيزونو نه، بلکې په ناليدلو څيزونو نظر ساتو.
دوېم کورنتيان ۴:۱۷–۱۸
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۳ سېپتمبر ۲
زبور ۲۷:۱۴ · يشعياه ۴۰:۲۸–۲۹
۲۰۲۳ سېپتمبر ۱
ګلتيان ۵:۲۲–۲۳ · يشعياه ۲۹:۱۹
۲۰۲۳ اګست ۳۱
روميان ۵:۱۶ · يشعياه ۱:۱۸
۲۰۲۳ اګست ۳۰
اِستَر ۵:۲ · هِجرت ۲۲:۲۷
۲۰۲۳ اګست ۲۹
متلونه ۱۶:۲۰ · روميان ۴:۲۰–۲۱
۲۰۲۳ اګست ۲۸
رويا ۱۲:۱۰ · رويا ۱۲:۱۱
