۲۰۲۳ سېپتمبر ۹
ورځنۍ رڼا, سېپتمبر ۱۰: خو کۀ هغوئ زما نه مدد وغواړى
ورځنۍ رڼا
زۀ به هغوئ ته د زړۀ او د سوچ يووالے ورکړم چې د خپل ځان د خوشحالۍ او د خپل نسل د آبادۍ او سکون دپاره به زما نه همېشه يريږى.
يرمياه ۳۲:۳۹
زۀ به تاسو له نوے زړۀ درکړم او په تاسو کښې به نوے روح واچوم.
حزقىايل ۳۶:۲۶
ښۀ مې مالِک خُدائ دے سم کارونه کوى، څوک چې وى بېلارې هغوئ ته نېغه لار سموى. هغه عاجزان په سمه لار روانوى، او خپله لار هغوئ ته ور زده کوى. د مالِک خُدائ ټولې لارې دى ډکې د وفا او د مينې، د هغه چا دپاره چې ساتى د هغۀ د لوظ ټولې غوښتنې.
زبور ۲۵:۸–۱۰
چې هغوئ هم يو موټے شى، اے پلاره، لکه څنګه چې تۀ او زۀ يو يُو. نو دغه شان دې دوئ هم په مونږ کښې يو وى، چې دُنيا په دې يقين وکړى چې زۀ تا رالېږلے يم.
يوحنا ۱۷:۲۱
په تاسو زور راوړم چې هغه شان نېک ژوند تېروئ د کوم دپاره چې خُدائ پاک تاسو رابللى يئ. په پوره عاجزۍ، نرمۍ ... پوره کوشش کوئ چې په خپلو کښې د روحُ القُدس يووالے د سلامتۍ د تړون په وسيله قائم وساتئ. بدن هم يو دے او روحُ القُدس هم يو دے او دغه شان تاسو هم د يو اُميد دپاره رابللے شوى وئ. يو مالِک دے، يو ايمان، يوه بپتسمه ده، او واحد خُدائ پاک، چې د ټولو اېک يو پلار دے، څوک چې د ټولو دپاسه، او د ټولو په وسيله کار کوى او په ټولو کښې موجود دے.
اِفِسيانو ۴:۱–۶
خو چې څوک په مالِک خُدائ باندې يقين ساتى نو هغوئ ته به يو نوے طاقت مِلاو شى.
يشعياه ۴۰:۳۱
نو کله چې زۀ کمزورے يم نو بيا هغه وخت هم زورَور يم.
دوېم کورنتيان ۱۲:۱۰
او هغۀ ما له طاقت راکړے دے.
يشعياه ۴۹:۵
خو هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”زما فضل ستا دپاره کافى دے ځکه چې زما طاقت په کمزورتياو کښې پوره کيږى.“ نو زۀ به په خوشحالۍ په خپلو کمزورتياو فخر وکړم نو چې د مسيح قوت په ما کښې پاتې شى.
دوېم کورنتيان ۱۲:۹
خو کۀ هغوئ زما نه مدد وغواړى.
يشعياه ۲۷:۵
خپل مشکلات مالِک خُدائ ته پرېږده، او هغه به ستا حفاظت وکړى.
زبور ۵۵:۲۲
او د هغۀ مټې مضبوطې جوړې شوې دى، د يعقوب د قادر خُدائ په قُدرت سره.
پېدايښت ۴۹:۲۴
زۀ به تا کله هم نۀ پرېږدم، چې ترڅو پورې دې ما له برکت نۀ وى راکړے.
پېدايښت ۳۲:۲۶
نېزې او وړې نېزې سره راروان يې، خو زۀ ستا خِلاف د ربُ الافواج د نوم سره درځم، چې د بنى اِسرائيلو د لښکر خُدائ پاک دے، چې تا د هغۀ مخالفت کړے دے.
اول سموئيل ۱۷:۴۵
اے مالِکه خُدايه، د هغوئ مخالفت وکړه، څوک چې زما مخالفت کوى، هغوئ سره جنګ وکړه څوک چې زما خلاف جنګ کوى. خپل ډال زغره دې راواخله، راپاڅه او زما مدد له راشه.
زبور ۳۵:۱–۲
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۳ سېپتمبر ۸
دانيال ۵:۲۷ · اول سموئيل ۲:۳
۲۰۲۳ سېپتمبر ۷
روميان ۱۲:۱۲ · کولوسيان ۱:۵
۲۰۲۳ سېپتمبر ۶
مرثيى ۳:۴۱ · زبور ۱۱۳:۵–۶
۲۰۲۳ سېپتمبر ۵
اول کورنتيان ۱۲:۱۲ · کولوسيان ۱:۱۸
۲۰۲۳ سېپتمبر ۴
روت ۳:۱۸ · يشعياه ۷:۴
۲۰۲۳ سېپتمبر ۳
هِجرت ۱۳:۷ · متلونه ۸:۱۳
