ورځنۍ رڼا, جنوري ۹: زۀ د ژوندون روټۍ يم (يوحنا ۶:۳۵)

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

تا د هغوئ دپاره جنډا اوچته کړه څوک چې تا نه يريږى، چې دا به د حملې خلاف د پناه نښه وى.

موسىٰ يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او په هغې يې ”مالِک خُدائ زما د فتحې جنډا ده“ نوم کېښودو.

ځکه چې هغه به د يو تېز سېلاب په شان په هغوئ راشى لکه چې د مالِک خُدائ باد راروان کړے وى.

نو ستا په کاميابۍ به چغې د خوښۍ ووهو د خپل خُدائ د نوم جنډې به اوچتې کړُو.

مالِک خُدائ دا خبره څرګنده کړه چې مونږ په حقه يُو. راځئ چې په صيون کښې هغه څۀ ووايو کوم کارونه چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک کړى دى.

د دې هر څۀ باوجود ټوله کاميابى د عيسىٰ مسيح په وسيله زمونږ ده څوک چې مونږ سره مينه کوى.

خو د خُدائ پاک شُکر دے چې هغۀ مونږ ته د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله فتح راکوى.

نو چې د تکليفونو په وسيله د خلاصون بانى کامِل کړى.

آخر دا چې په مالِک کښې تکړه اوسئ او د هغۀ په قدرت کښې مضبوط اوسئ.

هغوئ د خپلو ژبو نه ليندې جوړې کړې دى او د دروغو غشى هر وخت ورَوى.

دا به زۀ تا ته په دې شرط وادۀ کړم چې تۀ به د يو تکړه او وفادار فوجى په شان زما خِدمت کوې او د مالِک خُدائ جنګونه به کوې. د ساؤل خيال دا وو چې داؤد به پخپله لاس نۀ وژنى بلکې په فلستيانو باندې به يې ووژنى.

اے د دې مُلک ټولو خلقو، مالِک خُدائ فرمائى، کار کوئ. ځکه چې زۀ ستاسو مل يم ... زما روح ستاسو په مينځ کښې دے نو تاسو مۀ يرېږئ.

خو زۀ تاسو ته دا وايم چې ګېرچاپېره پټو ته وګورئ چې د لَو کولو دپاره تيار دى.

اوس ډېر لږ وخت دے چې څوک چې راتلونکے دے هغه به راشى او ايسار به نۀ شى.

خو د دې نه يوه خبره ضرورى ده او مريمې چې کومه خوښه کړې ده هغه بهتره ده او دا به د هغې نه هيڅکله وانۀ خستلے شى.“

ډېر خلق تپوس کوى، ”مونږ سره به څوک ښۀ وى؟ اے مالِکه خُدايه، خپله د مخ رڼا دې په مونږ وځلوه.“ تۀ به زما زړۀ د يو لوئې خوشحالۍ نه ډک کړې د هغوئ نه هم ډېر زيات څوک چې ډېر غنم او شراب لرى.

څنګه چې هوسۍ د نِهر اوبو پسې تلوسه کوى، داسې خُدايه پاکه، زړۀ مې تا پسې تلوسه کوى. زما زړۀ د خُدائ پاک تږے دے، زۀ د ژوندى خُدائ پاک تږے يم.

اے خُدايه، تۀ زما خُدائ پاک يې. د زړۀ نه ستا په لټون کښې يم، روح او زما ځان ستا تږے دے، لکه اوبۀ چې نۀ وى په زمکه خشکه او شاړه.

زۀ د ژوندون روټۍ يم. څوک چې ما له راځى هغه به هيڅکله نۀ اوږى کيږى او څوک چې په ما ايمان راوړى هغه به هيڅکله نۀ تږى کيږى. ... مالِکه، مونږ ته دغه روټۍ همېشه راکوه.“

هغه د مالِک په پښو کښې کښېناستله او د هغۀ کلام يې اورېدلو.

د مالِک خُدائ نه هغه څۀ چې زۀ يې لټوم، زۀ دا يو سوال کوم، چې په کور د مالِک خُدائ کښې ټول عمر اوسېږم، او چې هغه په خپل کور کښې ولټوم چې د هغۀ د حُسن ديدن وکړم.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ