ورځنۍ رڼا, جنوري ۷: نو اے خُدايه پاکه (نحمياه ۵:۱۹)

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

نو اے خُدايه پاکه.

ما ته ستاسو د ځوانۍ وفادارى ښۀ ياده ده، چې تاسو به څنګه لکه د ناوې په شان ما سره مينه کوله او تر دې چې په صحرا کښې چې په کښې کله هم څۀ نۀ کېدل بيا هم تاسو ما پسې راروان وئ.

خو ما ته لا تر اوسه پورې هغه لوظ ياد دے کوم چې ما تا سره ستا د ځوانۍ په ورځو کښې کړے وو، او زۀ به تا سره ابدى لوظ وکړم.

نو زۀ به ستاسو خوا ته راشم او خپله هغه د رحم وعده به پوره کړم چې تاسو بيا واپس خپل مُلک ته راولم. مالِک خُدائ فرمائى چې، ما ته د هغه منصوبو پته ده زۀ چې کومې ستاسو دپاره لرم، هغه منصوبه چې تاسو آبادوى او خوشحالوى، نه چې تاسو ته نقصان رسوى، هغه منصوبه چې تاسو ته مستقبل او اُميد درکړى.

لکه څنګه چې آسمانونه د زمکې نه اوچت دى، نو هم دغه شان زما لارې او سوچونه هم ستاسو نه اوچت دى.

کۀ زۀ ستا په ځائ وے نو ما به خُدائ پاک لټولے، او خُدائ پاک ته به مې فرياد اورولے. هغه داسې لوئ لوئ کارونه کوى چې څوک ورباندې نۀ پوهيږى، هغه بې‌شمېره عجيبه کارونه کوى.

اے مالِکه خُدايه، زما خُدايه، تا زمونږ دپاره ډيرې معجزې کړې دى، تا زمونږ دپاره بې‌حسابه منصوبې جوړې کړې دى. تا سره هيڅ څوک برابر نشته دے زۀ يې شمېرلے نۀ شم ستا عجيبه کارونه خو بې‌شمېره دى.

زۀ به کله هم تاسو سره بې‌وفائى ونۀ کړم او نۀ به مو يواځې پرېږدم.

مالِک خُدائ چې د بنى اِسرائيلو سره څومره وعدې کړې وې نو په هغې کښې يوه هم نۀ وه ناکامه شوې او ټولې يې پوره کړې وې.

خُدائ پاک د بنى آدم په شان نۀ دے، چې دروغ ووائى، هغه بنى آدم نۀ دے چې خپله فېصله بدله کړى. هغه چې کومه وعده وکړى، نو هغه پوره کوى، هغه چې څۀ وائى، نو هغه کوى.

ياد ساتئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک، حقيقى خُدائ پاک دے او هغه وفادار دے. هغه به خپل لوظ پوره کړى او د هغه خلقو زرګونو نسلونو ته به نۀ بدلېدونکې مينه وښائى څوک چې د هغۀ سره مينه لرى او د هغۀ په حُکمونو عمل کوى.

د هغۀ نه چې څوک يريږى هغوئ ته رزق ورکوى، هغه خپل لوظ د تل دپاره ياد ساتى.

”هيڅکله نه. يو مور خپل د پيو ماشوم هېرولے شى څۀ؟ او چې کوم بچے ترې نه پېدا شوے وى نو د هغۀ سره به مينه نۀ کوى څۀ؟ کۀ يوه مور خپل بچے هېر هم کړى، خو زۀ به تاسو هيڅکله هم هېر نۀ کړم. ګوره ما ستا نوم د خپلو لاسونو په تلو باندې ليکلے دے.

مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو مل دے، هغه طاقتور دے او تاسو به بچ کړى. هغه به تاسو نه ډېر خوشحاله وى، هغه به تا په خپلې مينې خاموش کړى، هغه به په تا په سندرو سره خوشحالى وکړى.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ