۲۰۲۳ جنوري ۹
ورځنۍ رڼا, جنوري ۱۰: نو هم داسې مالِک خُدائ هلته استوګنه وکړله
ورځنۍ رڼا
او ستاسو ټول ژوند دې زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح تر راتلو پورې پوره بېعېبه وساتى.
اول تِسالونيکيان ۵:۲۳
لکه څنګه چې مسيح د جماعت سره مينه کړې ده او خپل ځان يې د هغې دپاره قربان کړے دے او هغۀ دا ځکه وکړل چې د ځان دپاره داسې د جلال جماعت تيار کړى، چې په کښې نۀ عېب وى، نۀ ګونجې، او نۀ په کښې بل څۀ عېب وى، بلکې پاک او بېداغه وى.
اِفِسيانو ۵:۲۵, ۲۷
نو چې مونږ د هغۀ زيرے بيان کړُو او هر چا ته نصيحت وکړُو او هر يو ته په پوره هوښيارتيا سره تعليم ورکړُو نو چې هر څوک مونږ په مسيح کښې خُدائ پاک ته بالغ پېش کړُو.
کولوسيان ۱:۲۸
نو بيا د خُدائ پاک سلامتى چې د پوهې نه بېخى بهر ده.
فيليپيانو ۴:۷
نو د مسيح سلامتى دې ستاسو په زړونو حکومت وکړى ځکه چې تاسو د يو بدن د اندامونو په طور د سلامتۍ دپاره رابللے شوى يئ.
کولوسيان ۳:۱۵
اوس دې زمونږ مالِک عيسىٰ مسيح په خپله او زمونږ خُدائ پلار چا چې مونږ سره مينه وکړه او مونږ ته يې د فضل په وسيله ابدى تسلى او ښۀ اُميد راکړو، هغه دې ستاسو زړونو ته ډاډګيرنه درکړى او په هر نېک کار او خبرو اترو کښې دې تاسو مضبوط کړى.
دوېم تِسالونيکيان ۲:۱۶–۱۷
هغه به تاسو تر آخره پورې مضبوط ساتى، نو چې تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د راتلو په ورځ بېاِلزامه يئ.
اول کورنتيان ۱:۸
خو اے خُدايه پاکه، ولې تۀ به په رښتيا د بنيادمو سره اوسېږې؟
دوېم تاريخ ۶:۱۸
او خلق به زما دپاره يوه مقدسه خېمه جوړه کړى، نو زۀ به د هغوئ په مينځ کښې اوسېږم.
هِجرت ۲۵:۸
هلته به بنى اِسرائيل زما سره ملاقات وکړى او زما د حضور جلال به هغه ځائ مقدس کړى. زۀ به د بنى اِسرائيلو په مينځ کښې اوسېږم او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم.
هِجرت ۲۹:۴۳, ۴۵
کله چې تۀ بره لاړې قېديان دې ځان سره بوتلل. د بنيادمو نه درته تحفې مِلاو شوې د هغوئ نه هم کومو چې بغاوت کړے وو. نو هم داسې مالِک خُدائ هلته استوګنه وکړله.
زبور ۶۸:۱۸
نو مونږ په خپله د ژوندى خُدائ پاک کور يُو لکه څنګه چې خُدائ پاک فرمائيلى دى چې، ”زۀ به په خپله په هغوئ کښې اوسم او په هغوئ کښې به ګرځم، او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم او هغوئ به زما خلق وى.“
دوېم کورنتيان ۶:۱۶
ولې تاسو ته پته نشته چې ستاسو بدن د روحُ القُدس کور دے؟ څوک چې په تاسو کښې اوسيږى او هغه د خُدائ پاک د طرف نه تاسو ته درکړے شوے دے.
اول کورنتيان ۶:۱۹
نو تاسو هم د هغۀ په يووالى کښې د نورو سره د خُدائ پاک يو داسې کور جوړوئ چې په کوم کښې خُدائ پاک د خپل روح په وسيله اوسيږى.
اِفِسيانو ۲:۲۲
نو بيا قومونه به په دې پوهه شى چې ما مالِک خُدائ بنى اِسرائيل مقدس کړل، کله چې زما مقدسه عبادتګاه د تل دپاره د هغوئ په مينځ کښې ده.“
حزقىايل ۳۷:۲۸
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۳ جنوري ۸
زبور ۹:۱۰ · متلونه ۱۸:۱۰
۲۰۲۳ جنوري ۷
نحمياه ۵:۱۹ · يرمياه ۲:۲
۲۰۲۳ جنوري ۶
زبور ۹۰:۱۷ · حزقىايل ۱۶:۱۴
۲۰۲۳ جنوري ۵
عبرانيان ۴:۳ · يرمياه ۹:۵
۲۰۲۳ جنوري ۴
ګردان ۱۲:۹ · ميکاه ۲:۱۰
۲۰۲۳ جنوري ۳
زبور ۱۰۷:۷ · ګردان ۳۲:۱۰–۱۲
