ورځنۍ رڼا, اګست ۲۳: ستا سترګو زما نامکمله بدن وليدلو

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

او ورته يې وفرمائيل چې، ما تاسو سره نۀ ختمېدونکې مينه کړې ده، ما تاسو په خپله مينه او رحم سره خپل ځان ته رانزدې کړئ.

خو په مالِک کښې زمونږ ګرانو وروڼو او خوېندو، مونږ ته همېشه ستاسو په حقله د خُدائ پاک شُکر کول په کار دى، ځکه چې تاسو د خُدائ پاک اولنۍ د خلاصون غوره کړے شوې مېوه يئ کوم خلاصون چې د روحُ القُدس په وسيله ملاويږى او هغه تاسو پاکوى چې په حق ايمان راوړئ. د دې مقصد دپاره هغۀ تاسو زمونږ د زيرى په وسيله راوبللئ نو چې تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح په جلال کښې شامل شئ.

خُدائ پاک مونږ له خلاصون راکړو او مونږ يې خپل مقدس ژوند ته راوبللو. هغۀ دا زمونږ د نېکو کارونو په خاطر ونۀ کړو، بلکې دا د اول نه زمونږ دپاره د هغۀ منصوبه وه، يعنې د ازل نه، چې د عيسىٰ مسيح په وسيله په مونږ خپل فضل وکړى.

ستا سترګو زما نامکمله بدن وليدلو. او تا د شروع نه هغه ټولې ورځې چې زما د ژوند دپاره مقرر کړې وې هغه دې په خپل کِتاب کښې وليکلې.

خُدائ پاک د دې دُنيا سره داسې مينه وکړله چې خپل اېک يو زوئ يې هم ورکړو، نو څوک هم چې په هغۀ ايمان راوړى هلاک به نۀ شى خو د تل ژوندون به بيا مومى.

رښتينې مينه په دې کښې نۀ ده چې مونږ د خُدائ پاک سره مينه وکړه بلکې په دې کښې ده چې هغۀ مونږ سره مينه وکړه، او زمونږ د ګناهونو د کفارې دپاره هغۀ خپل زوئ راولېږلو.

نو ما تاسو پېدا کړى يئ او ستاسو خيال به ساتم.

اے بنى اِسرائيلو، هغه مالِک خُدائ چا چې تاسو پېدا کړى يئ هغه فرمائى چې، ”يرېږئ مه، ځکه چې ما تاسو په بيعه اخستى يئ. ما تاسو ته په نوم آواز کړے دے، تاسو زما يئ. کله چې تاسو د سمندر په ژورو اوبو کښې روان يئ، نو زۀ به ستاسو مل يم، کله چې تاسو د سمندرونو نه تېرېږئ نو ډوبېږئ به نه.

زۀ ستاسو خُدائ پاک يم او زۀ به ستاسو ساتنه کوم چې تاسو بوډاګان او سپين سَرى هم شئ.

لکه چې يو باز خپل بچى ته د الوتلو چل ښائى، او په حِفاظت سره يې په خورو وزرو کښې نيسى، مالِک خُدائ اِسرائيليان د غورزېدو نه وساتل. يواځې مالِک خُدائ د خپلو خلقو لارښودنه وکړه د هغۀ سره د پردى خُدائ مدد نۀ وو.

او ټوله پخوانۍ زمانه کښې يې هغوئ اوچت کړى وُو او ګرځول يې.

عيسىٰ مسيح پرون، نن او تل تر تله يو شان دے.

زۀ په دې پوره يقين ساتم چې نۀ مرګ او نۀ ژوندون ... په آسمان کښې او نۀ په زمکه او نۀ په ټول کائنات کښې داسې څۀ څيز شته چې مونږ د خُدائ پاک د مينې نه جدا کولے شى، کومه چې په مالِک عيسىٰ مسيح کښې مونږ ته مِلاو شوې ده.

”هيڅکله نه. يو مور خپل د پيو ماشوم هېرولے شى څۀ؟ او چې کوم بچے ترې نه پېدا شوے وى نو د هغۀ سره به مينه نۀ کوى څۀ؟ کۀ يوه مور خپل بچے هېر هم کړى، خو زۀ به تاسو هيڅکله هم هېر نۀ کړم.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).