۲۰۲۲ اګست ۲۰
ورځنۍ رڼا, اګست ۲۱: تۀ زما ميراث يې اے مالِکه خُدايه
ورځنۍ رڼا
تۀ زما ميراث يې اے مالِکه خُدايه.
زبور ۱۱۹:۵۷
ځکه چې ټول هر څۀ ستاسو دى، او تاسو د عيسىٰ مسيح يئ او مسيح د خُدائ پاک دے.
اول کورنتيان ۳:۲۱, ۲۳
او د خپل لوئ خُدائ پاک او خلاصوونکى عيسىٰ مسيح د جلال د څرګندېدو په اِنتظار کښې يُو. نو هغه هغه څوک دے چا چې خپل ځان زمونږ دپاره قربان کړو چې مونږ د هر قسمه بېشرعې کارونو نه آزاد او پاک کړى او خپل هغه خلق مو جوړ کړى څوک چې د نېکو کارونو خواهشمند دى.
تيطوس ۲:۱۳–۱۴
او خُدائ پاک هر څۀ د مسيح د پښو لاندې کړل او هغه يې د جماعت په ټولو څيزونو سردار جوړ کړو.
اِفِسيانو ۱:۲۲
لکه څنګه چې مسيح د جماعت سره مينه کړې ده او خپل ځان يې د هغې دپاره قربان کړے دے او هغۀ دا ځکه وکړل چې د ځان دپاره داسې د جلال جماعت تيار کړى، چې په کښې نۀ عېب وى، نۀ ګونجې، او نۀ په کښې بل څۀ عېب وى، بلکې پاک او بېداغه وى.
اِفِسيانو ۵:۲۵, ۲۷
په مالِک خُدائ به زما روح فخر کوى.
زبور ۳۴:۲
زۀ په مالِک خُدائ کښې ډېر خوشحاله يم. زما ځان د خُدائ پاک په تعريف کښې د خوشحالۍ سندرې وائى. ځکه لکه څنګه چې د وادۀ زلمے د وادۀ په جوړه کښې او ناوې په کالو ځان سنګار کړے وى داسې مالِک خُدائ زۀ د خلاصون په لباس او د صداقت په څادر کښې رانغښتے يم.
يشعياه ۶۱:۱۰
په آسمان کښې زما څوک دى بې له تا نه؟ د بل چا خواهش نۀ لرم په زمکه غېر ستا نه. کۀ هر څومره زما زړۀ او بدن کمزورى وى، خو د تل دپاره به خُدائ زما د زړۀ زور او اُميد وى.
زبور ۷۳:۲۵–۲۶
ما ووئيل مالِک خُدائ ته، تۀ زما مالِک يې ... تۀ يې اے مالِکه خُدايه زما ټول نصيب او برکتونه، او زما د هر څيز ساتونکے يې تۀ په خپله. تا ما له په برخه کښې راکړى دى ښۀ ځايونه، بېشکه چې عجيبه دى ستا ميراثونه.
زبور ۱۶:۲, ۵–۶
د هر کس په وړاندې يوه لار وى چې هغۀ ته ښۀ ښکارى خو په آخر کښې د دې خاتمه مرګ وى.
متلونه ۱۴:۱۲
څوک چې په خپل ځان يقين کوى نو هغه کم عقل دے.
متلونه ۲۸:۲۶
ستا کلام زما د پښو دپاره ډيوه ده او زما د لارې دپاره رڼا ده.
زبور ۱۱۹:۱۰۵
ما منلى دى ټول ستا حُکمونه کوم چې ما ساتى د ظالمانو د لارو.
زبور ۱۷:۴
کېدے شى چې پېغمبران يا د خوبونو تعبير ورکوونکى د يوې معجزې يا د يوې عجيبه نښې وعده وکړى ... چې نورو معبودانو ته راواوړئ کوم چې تاسو نۀ دى پېژندلى او د هغوئ عبادت وکړئ، نو هغه پېغمبرانو يا د خوبونو تعبير ورکوونکو ته غوږ مۀ نيسئ. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو معلوموى چې تاسو د مالِک خُدائ سره د زړۀ د اخلاصه او د خپل ټول روح سره مينه کوئ او کۀ نه. د مالِک خُدائ تابعدارى کوئ او د هغۀ درناوے کوئ، د هغۀ اِطاعت کوئ او د هغۀ حُکمونه منئ، د هغۀ عبادت کوئ او د هغۀ وفادار اوسئ.
ګردان ۱۳:۱–۴
مالِک خُدائ فرمائى، زۀ به تا ته ښۀ او نېغه لار ستا د ژوند دپاره دروښايم. زۀ به تا ته نصيحت کوم او په تا به نظر ساتم.
زبور ۳۲:۸
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۲ اګست ۱۹
اول پطروس ۱:۱۵ · اول تِسالونيکيان ۲:۱۱–۱۲
۲۰۲۲ اګست ۱۸
ګردان ۳:۲۴ · زبور ۸۹:۶
۲۰۲۲ اګست ۱۷
يعقوب ۵:۱۶ · پېدايښت ۱۸:۲۷–۲۸
۲۰۲۲ اګست ۱۶
اول تواريخ ۲۲:۵ · اول پطروس ۲:۵
۲۰۲۲ اګست ۱۵
عبرانيان ۱۳:۲۰–۲۱ · دوېم کورنتيان ۱۳:۱۱
۲۰۲۲ اګست ۱۴
نحمياه ۸:۱۰ · يشعياه ۴۹:۱۳
