۲۰۲۲ اګست ۱۸
ورځنۍ رڼا, اګست ۱۹: په خُدائ پاک ايمان ساتئ (مرقوس ۱۱:۲۲)
ورځنۍ رڼا
څنګه چې ستاسو رابلونکے پاک دے نو هغه شان تاسو په خپل ټول چال چلن کښې خپل ځان پاک کړئ.
اول پطروس ۱:۱۵
څنګه چې تاسو ته پته ده چې مونږ تاسو هر يو سره داسې سلوک وکړو څنګه چې يو پلار د خپلو بچو سره کوى، تاسو ته به مو صلاح او ډاډګيرنه درکوله او درباندې به مو زور اچولو چې داسې ژوند تېر کړئ چې د خُدائ پاک خوښ وى، چا چې تاسو خپلې بادشاهۍ او لويئ ته رابللى يئ.
اول تِسالونيکيان ۲:۱۱–۱۲
د دې دپاره چې تاسو د هغۀ لوئ کارونه بيان کړئ چا چې تاسو د تيارې نه خپلې عجيبه رڼا ته رابللى يئ.
اول پطروس ۲:۹
ځکه چې پخوا تاسو په تيارۀ کښې وئ، خو اوس تاسو په خپله په مالِک نُور يئ. نو اوس د نُور د بچو په شان ژوند تېروئ. ځکه کوم نُور چې په تاسو کښې دے هغه صرف د نېکۍ، صداقت او حقيقت مېوه نيسى. او د دې خبرې پته ولګوئ چې مالِک په څۀ خوشحاليږى. د تيارې په بېفائدې کارونو کښې حِصه مۀ اخلئ بلکې هغه رسوا کوئ.
اِفِسيانو ۵:۸–۱۱
او تاسو دې د صداقت مېوه ونيسئ کومه چې د عيسىٰ مسيح په وسيله ملاويږى او د خُدائ پاک جلال او ستائينه دې ښکاره شى.
فيليپيانو ۱:۱۱
او تاسو هم دغه رنګ د خلقو د وړاندې رڼا خوره کړئ د دې دپاره چې هرکله هغوئ ستاسو ښۀ کارونه ووينى نو هغوئ به ستاسو د آسمانى پلار، لوئى بيان کړى.
متى ۵:۱۶
نو بيا چې تاسو څۀ خورئ يا څښئ يا چې څۀ کوئ، هغه هر څۀ د خُدائ پاک د لويئ دپاره کوئ.
اول کورنتيان ۱۰:۳۱
تاسو څنګه زما د بچو په حقله ما نه تپوس کولے شئ؟ څۀ چې ما جوړ کړى دى د هغې په حقله تاسو څنګه ما له حُکم راکولے شئ؟
يشعياه ۴۵:۱۱
زۀ به تاسو له نوے زړۀ درکړم او په تاسو کښې به نوے روح واچوم. زۀ به تاسو نه دا سخت زړۀ لرى کړم او نرم زړۀ به درکړم. زۀ به په تاسو کښې خپل روح واچوم او خپلې تابعدارۍ طرف ته به ستاسو پام راوګرځوم چې زما په اصُولو عمل کوئ او زما د حکمونو په ساتلو کښې احتياط کوئ. مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، يو ځل بيا به د بنى اِسرائيلو درخواست ته توجو وکړم او د هغوئ دپاره به دا وکړم.
حزقىايل ۳۶:۲۶–۲۷, ۳۷
کۀ چرې په تاسو کښې دوه کسان په يوه خبره متفِق شى هغوئ چې څۀ سوال وکړى نو زما آسمانى پلار به هغه ورکړى. نو کۀ چرې دوه يا درې تنه چرته هم زما په نوم يو ځائ شى نو زۀ به د دوئ په مينځ کښې يم.“
متى ۱۸:۱۹–۲۰
په خُدائ پاک ايمان ساتئ. زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې کۀ څوک دې غر ته ووائى چې د دې خپل ځايه اوچت شه او سمندر کښې وغورزېږه، او په زړۀ کښې يې شک نۀ وى او ايمان ساتى، نو هر څۀ چې وائى هغه به د هغۀ دپاره وشى.
مرقوس ۱۱:۲۲–۲۳
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۲ اګست ۱۷
يعقوب ۵:۱۶ · پېدايښت ۱۸:۲۷–۲۸
۲۰۲۲ اګست ۱۶
اول تواريخ ۲۲:۵ · اول پطروس ۲:۵
۲۰۲۲ اګست ۱۵
عبرانيان ۱۳:۲۰–۲۱ · دوېم کورنتيان ۱۳:۱۱
۲۰۲۲ اګست ۱۴
نحمياه ۸:۱۰ · يشعياه ۴۹:۱۳
۲۰۲۲ اګست ۱۳
عبرانيان ۱۱:۱۶ · يوحنا ۱۴:۳
۲۰۲۲ اګست ۱۲
مرثيى ۳:۳۱–۳۲ · يرمياه ۴۶:۲۸
