۲۰۲۲ اګست ۲۱
ورځنۍ رڼا, اګست ۲۲: زما زوړ ژوند د مسيح سره په سولۍ شوے دے
ورځنۍ رڼا
ځکه چې زمونږ ژوند او مرګ صرف د خپل ځان دپاره نۀ دے.
روميان ۱۴:۷
ځکه چې زمونږ ژوند او مرګ د مالِک د لويئ دپاره دے نو کۀ مونږ مړۀ کيږُو او کۀ ژوندى کيږُو نو د مالِک يُو.
روميان ۱۴:۸
تاسو خپلې فائدې مۀ لټوئ بلکې د نورو هم لټوئ.
اول کورنتيان ۱۰:۲۴
ځکه چې خُدائ پاک تاسو په بيعه اخستى يئ، نو په دې وجه خپل بدن کښې خُدائ پاک ته جلال ورکړئ.
اول کورنتيان ۶:۲۰
او زۀ په دې يقين ساتم چې زما ژوند به د مسيح دپاره د عزت سبب وى، هغه کۀ زۀ مړ يم او يا کۀ ژوندے يم. مسيح زما دپاره ژوندون دے او مرګ زما دپاره ګټه ده. خو کۀ زۀ ژوندے پاتې شم نو نور فائده مند به خدمت وکړے شم. نو زۀ نۀ شم وئيلے چې زما دپاره څۀ غوره دى. زۀ په يو دوه کښې حېران يم. زما زړۀ خو دا غواړى چې رُخصت شم او مسيح له لاړ شم ځکه چې دا ډېره زياته بهتره ده.
فيليپيانو ۱:۲۰–۲۳
په شرعى ژوند پوره کولو کښې زۀ مړ شوم، خو د دې په وجه ما خُدائى ژوند حاصل کړو. زما زوړ ژوند د مسيح سره په سولۍ شوے دے. زۀ د دې نه وروستو نور ژوندے نۀ يم بلکې مسيح په ما کښې ژوندے دے. او زۀ چې اوس کوم ژوند تېروم نو د خُدائ پاک په زوئ يې په ايمان راوړلو کښې تېروم چا چې ما سره مينه کړې ده او زما دپاره يې خپل ځان قربان کړو.
ګلتيان ۲:۱۹–۲۰
خُدائ پاک سليمان له لوئ حِکمت، عقل او دومره پوهه ورکړې وه چې د حِساب نه بهر وه.
اول بادشاهان ۴:۲۹
او څوک چې دلته دے هغه د سليمان نه هم لوئ دے.
متى ۱۲:۴۲
عظيم مشير،“ ”خُدائ تعالىٰ،“ ”ابدى پلار“ او ”د امن شهزاده.
يشعياه ۹:۶
د يو صادق انسان دپاره به په مشکله څوک خپل ځان قربان کړى. خو کېدے شى چې د يو نېک او مهربانه کس دپاره څوک خپل ځان قربان کړى. خو خُدائ پاک خپله مينه مونږ ته داسې ثابته کړه، چې کله مونږ لا په ګناه کښې اخته وُو نو مسيح زمونږ دپاره مړ شو.
روميان ۵:۷–۸
هغه اګر کۀ د خُدائ پاک په صورت وو خو د خُدائ پاک سره د برابرېدلو کوشش يې ونۀ کړو. بلکې خپل ځان يې خالى کړو او د غلام شکل يې اختيار کړو، او د انسان په صورت پېدا شو. کله چې په انسانى جسم کښې ښکاره شو، هغۀ خپل ځان عاجز کړو او دومره تابعدار شو چې مرګ، بلکې د سولۍ مرګ يې قبول کړو.
فيليپيانو ۲:۶–۸
او چې د مسيح په هغه مينه پوهه شئ چې د پوهې نه بهر ده.
اِفِسيانو ۳:۱۹
د دواړو دپاره مسيح د خُدائ پاک قدرت او د خُدائ پاک حِکمت دے.
اول کورنتيان ۱:۲۴
په چا کښې چې د حِکمت او عِلم ټولې خزانې پټې پرتې دى.
کولوسيان ۲:۳
خو دا فضل په ما وشو چې زۀ غېريهوديانو ته د مسيح د بېاندازې دولت زيرے ورکړم.
اِفِسيانو ۳:۸
خُدائ پاک په خپله مونږ د عيسىٰ مسيح سره يو کړو، او د عيسىٰ مسيح په وسيله يې حکمت راکړو او هغه زمونږ دپاره صداقت، پاکوالے او خلاصون وګرځېدو.
اول کورنتيان ۱:۳۰
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۲ اګست ۲۰
شمېر ۲۳:۱۹ · يعقوب ۱:۱۷
۲۰۲۲ اګست ۱۹
اول پطروس ۱:۱۵ · اول تِسالونيکيان ۲:۱۱–۱۲
۲۰۲۲ اګست ۱۸
ګردان ۳:۲۴ · زبور ۸۹:۶
۲۰۲۲ اګست ۱۷
يعقوب ۵:۱۶ · پېدايښت ۱۸:۲۷–۲۸
۲۰۲۲ اګست ۱۶
اول تواريخ ۲۲:۵ · اول پطروس ۲:۵
۲۰۲۲ اګست ۱۵
عبرانيان ۱۳:۲۰–۲۱ · دوېم کورنتيان ۱۳:۱۱
