څښتن نږدې دی — ۲۰۲۶ سېپتمبر ۸: پیدایش ۳

څښتن نږدې دیکیوین کوارټیل

څښتن نږدې دی
ټولې لیکنې

۱۳ نو په هم هغه شپه کښې ما په خپله رويا کښې وليدل، چې هلته زما په وړاندې يو کس لکه د اِبن آدم په شان وو، چې د آسمان د وريځو سره راروان وو. او هغه ازلى ذات ته ورورسېدو او د هغۀ حضور ته حاضر کړے شو. ۱۴ هغۀ ته اختيار، جلال او شاهى طاقت ورکړے شو، د ټولو قومونو، ذاتونو او ژبو خلقو د هغۀ عبادت وکړو. د هغۀ بادشاهى ابدى او نۀ ختمېدونکې ده، د هغۀ بادشاهى به هيڅ کله تباه نۀ شى.

۱ د خپلې بادشاهۍ په دوېم کال، نبوکدنضر داسې خوبونه وليدل چې د هغۀ سوچ يې ګډ‌وډ کړو، او هغۀ ته بيا خوب نۀ ورتلو. ۲ نو بيا بادشاه جادوګر، فالګر، کوډګر او نجوميان راوغوښتل چې هغۀ ته ووائى چې هغۀ څۀ خوب ليدلے دے. هر کله چې هغوئ راغلل او د بادشاه په وړاندې ودرېدل، ۳ هغۀ دوئ ته ووئيل، ”ما يو خوب ليدلے دے کوم چې زۀ ډېر پرېشانه کړے يم او زۀ غواړم چې په دې پوهه شم چې د دې خوب څۀ مطلب دے.“ ۴ نو بيا نجوميانو هغۀ ته په آرامى ژبه کښې ووئيل چې، ”بادشاه سلامت دې تر ابده ژوندے وى. خپلو خادِمانو ته دې خپل خوب بيان کړه، نو مونږ به د هغې تعبير تاسو ته ووايو.“ ۵ خو بادشاه نجوميانو ته ووئيل، ”ما دا پخه فېصله کړې ده، کۀ چرې تاسو ما ته دا ونۀ وايئ چې زما خوب څنګه وو او تعبير يې نۀ کړئ، نو زۀ به تاسو ټوټه ټوټه کړم او ستاسو کورونه به د خاورو په ډېرو بدل کړم. ۶ خو کۀ تاسو ما ته زما خوب ووايئ او بيا د هغې تعبير راته ووايئ، نو زۀ به تاسو ته تحفې، انعامونه او لوئ عزت درکړم. اوس تاسو ما ته زما خوب ووايئ او هغه راته تعبير کړئ.“ ۷ نو يو ځل بيا هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”بادشاه دې خپلو خادِمانو ته خپل خوب بيان کړى، او مونږ به يې تعبير کړُو.“ ۸ نو بيا بادشاه هغوئ ته په جواب کښې ووئيل، ”زۀ په دې يقين لرم چې تاسو د وخت نه فائده اخلئ، ځکه چې تاسو په دې پوهه شئ چې دا زما پخه فېصله ده. ۹ کۀ چرې تاسو ما ته زما خوب ونۀ وايئ، نو بيا تاسو دپاره صرف يوه سزا ده. تاسو دا صلاح کړې ده چې ما ګمراه کړئ او راته دروغ ووايئ او ما دوکه کړئ، او تاسو دا اُميد ساتئ چې زما سوچ به بدل شى. نو بيا تاسو ما ته زما خوب ووايئ، او بيا زۀ به په دې پوهه شم چې تاسو يې ما ته تعبير هم راکولے شئ.“ ۱۰ نجوميانو بادشاه ته په جواب کښې ووئيل، ”په زمکه داسې هيڅ څوک نشته چې د بادشاه په دې خبره عمل وکړى. تر اوسه پورې داسې نۀ دى شوى چې يو بادشاه د خپل فالګر، جادوګر يا نجومى نه داسې تپوس کړے وى، کۀ هغه بادشاه هر څومره لوئ او طاقتور وى. ۱۱ بادشاه سلامت تاسو چې څۀ غواړئ هغه يو ناممکن کار دے. دا بادشاه ته د هغۀ د معبودانو نه بغېر هيڅ څوک نۀ شى څرګندولے، او هغوئ د انسانانو سره نۀ اوسيږى.“ ۱۲ بادشاه چې کله دا واورېدل نو په دې هغه ډېر زيات په قهر شو او حکم يې وکړو چې د بابل ټول هوښياران او پوهان دې قتل کړے شى. ۱۳ نو بيا د هوښيارانو د قتلولو حکم جارى شو، او د دانيال او د هغۀ ملګرو پسې يې هم کسان ورولېږل چې هغوئ قتل کړى. ۱۴ هرکله چې اريوک د بادشاه د محافظانو مشر، د بابل د هوښيارانو قتلولو پسې ووتو نو دانيال په ډېر هوښيارتيا او تميز د هغۀ سره خبرې وکړې. ۱۵ هغۀ د بادشاه د آفسر نه تپوس وکړو چې، ”بادشاه دومره سخت فرمان ولې جارى کړے دے؟“ بيا د بادشاه آفسر اريوک دانيال ته ټوله قيصه بيان کړه. ۱۶ نو په دې اورېدو سره دانيال سمدستى بادشاه له ورغلو او د هغۀ نه يې وخت وغوښتلو، چې دے به ورته د خوب تعبير ورکړى. ۱۷ نو بيا دانيال خپل کور ته واپس لاړو او ټوله قيصه يې خپلو ملګرو حننياه، ميشائيل، او عزرياه ته بيان کړه. ۱۸ هغۀ دوئ ته خواست وکړو چې آسمانى خُدائ پاک ته د دې راز د څرګندولو په حقله د رحم سوال وکړئ، نو چې دے، د دۀ دوستان او د بابل نور هوښياران قتل نۀ شى. ۱۹ په هم هغه شپه دا راز په رويا کښې دانيال ته څرګند شو. نو بيا دانيال د آسمانى خُدائ پاک ثناء صِفت بيان کړو ۲۰ او هغۀ وفرمائيل چې، ”د خُدائ پاک نوم ته دې د تل دپاره ثناء صِفت وى، حکمت او قدرت د هغۀ دے. ۲۱ هغه وختونه او حالات بدلوى، هغه بادشاهان په تخت کښېنوى او هغوئ اخوا کوى. هغه پوهانو له پوهه او عالمانو له عِلم ورکوى. ۲۲ هغه ژور او پټ د راز څيزونه څرګندوى، هغه ترې خبر دے څۀ چې په تيارۀ کښې پراتۀ دى، او د هغۀ نه ګېرچاپېره نُور دے. ۲۳ زۀ ستا ثناء صِفت او شُکر ګزارى کوم، اے زما د پلار نيکۀ پاکه خُدايه. ځکه چې تا ما له پوهه او قدرت راکړے دے. تا ما ته هغه څۀ وښودل د څۀ چې مونږ ستا نه غوښتنه وکړه، تا ما ته د بادشاه خوب او د هغۀ مسئله څرګنده کړه.“ ۲۴ نو بيا دانيال اريوک له لاړو، څوک چې بادشاه د بابل د هوښيارانو د قتلولو دپاره مقرر کړے وو، ”د بابل هوښيار خلق مۀ قتلوه. ما بادشاه له بوځه، او زۀ به د هغۀ خوب تعبير هغۀ ته ورکړم.“ ۲۵ نو اريوک سمدستى دانيال بادشاه له بوتلو او هغۀ بادشاه ته ووئيل، ”ما د يهوداه په جلاوطنو خلقو کښې يو کس پېدا کړو څوک به چې بادشاه ته د هغۀ د خوب مطلب ووائى.“ ۲۶ بادشاه دانيال نه تپوس وکړو، چا ته به يې چې بيلطشضر وئيل، ”آيا تۀ ما ته دا وئيلے شې چې ما څنګه خوب ليدلے دے او د هغې تعبير کولے شې؟“ ۲۷ دانيال جواب ورکړو، ”د کوم راز چې بادشاه تپوس کوى هغه هيڅ يو هوښيار، فالګر، جادوګر، او نجومى نۀ شى کولے چې هغه راز بيان کړى، ۲۸ خو په آسمان کښې يو خُدائ پاک موجود دے څوک چې پټ رازونه څرګندوى، هغۀ چې نبوکدنضر بادشاه ته په خوب کښې ښودلى دى چې په راتلونکو ورځو کښې به څۀ پېښ شى. کله چې تۀ په خپل کټ کښې پروت وې او کوم خوب او رويا چې تا وليدله او ستا په ذهن کښې هغه تيره شوې ده هغه څۀ داسې ده. ۲۹ اے بادشاه سلامت کله چې تۀ هلته پروت وې، نو ستا فکر او سوچ د راتلونکو حالاتو طرف ته واوړېدو، او د رازونو ښکاره کوونکى درته دا وښودل چې په آئنده کښې به څۀ کيږى. ۳۰ دا کوم راز چې ما ته څرګند شو، د دې دا مطلب نۀ دے چې ګنې زۀ دې د نورو کسانو نه ډېر هوښيار يم، خو دا د دې دپاره چې تۀ، اے بادشاه سلامت، د دې راز په تعبير باندې کوم چې ستا په خيال کښې تير شو پوهه شې. ۳۱ اے بادشاه سلامت تا په خوب کښې وليدل چې يوه لويه ځلېدونکې او حېرانوونکې مجسمه ستا په وړاندې ولاړه وه او هغه يروونکې وه. ۳۲ د دې مجسمې سر د خالصو سرو زرو نه جوړ شوے وو، د هغۀ سينه او لاسونه د سپينو زرو نه، د هغۀ ګېډه او پتونونه د زېړو نه جوړ وُو، ۳۳ د دې پنډۍ د اوسپنې، او د پښو څۀ حِصه د اوسپنې او څۀ حِصه د پخې شوې خاورې نه جوړه شوې وه. ۳۴ هرکله چې تا دې ته کتل، نو په دې وخت کښې د غرۀ نه يو لوئ کاڼے په خپله راجدا شو، خو د انسان په لاسونو نه. هغه د هغه مجسمې په پښو راپرېوتو کومې چې د اوسپنې او خاورو نه جوړې شوې وې او هغه يې ټوټه ټوټه کړې. ۳۵ نو بيا اوسپنه، خاوره، زېړ، سپين زر او سرۀ زر ټول ټوټه ټوټه شو او داسې والوتل لکه څنګه چې په اوړى کښې بوس د غنمو په درمند کښې الوځى. هوا هغه ټول يوړل او هيڅ نښه يې پاتې نۀ شوه. خو هغه کاڼى کوم چې دا مجسمه وويشته هغې نه يو لوئ غر جوړ شو او ټوله زمکه يې ونيوله. ۳۶ دا ستا خوب وو، او زۀ به يې اوس تعبير هم درته بيان کړم. ۳۷ تاسو، اے بادشاه سلامت، د ټولو بادشاهانو نه لوئ بادشاه يئ. آسمانى خُدائ پاک درته بادشاهى او قدرت، زور شان او شوکت درکړے دے. ۳۸ هغۀ ستا لاسونو ته ټول انسانان او ځناور او د هوا مارغان حواله کړى دى. چرته چې هم دوئ اوسيږى، هغۀ تۀ په هغوئ ټولو حکمران مقرر کړے يې. او هغه د سرو زرو سر تۀ په خپله يې. ۳۹ ستا نه وروستو، به يوه بله بادشاهى قائمه شى چې ستا د بادشاهۍ نه به کمزورې وى، او بيا به درېمه بادشاهى راشى، د زېړو به وى، او دا به په ټوله زمکه حکمرانى وکړى. ۴۰ په آخر کښې به بيا څلورمه بادشاهى راشى چې د اوسپنې په شان به مضبوطه وى ځکه چې اوسپنه هر څۀ ماتوى او ټوټه ټوټه کوى، نو بيا څنګه چې اوسپنه څيزونه ټوټه ټوټه کوى نو داسې به هغه نور ټول مات او ټوټه ټوټه کړى. ۴۱ لکه څنګه چې تا وليدل چې د هغې د پښو او ګوتو څۀ حِصه د اوسپنې او څۀ حِصه د پخې خاورې نه جوړه وه نو دا به جدا شوے بادشاهت وى، خو بيا به هم په کښې څۀ نا څۀ د اوسپنې زور پاتې وى، څنګه چې تا اوسپنه خاورې سره يوځائ وليدله. ۴۲ کۀ څۀ هم چې تا وليدل چې اوسپنه د خټې سره ګډه شوې وه، نو بيا به د دې بادشاهۍ څۀ حِصه طاقتوره او څۀ حِصه کمزورى وى. ۴۳ تاسو وليدل چې اوسپنه د خاورې سره يوځائ شوې وه، نو بيا به دغه شان د هغه بادشاهۍ خلق هم کوشش وکړى چې د يو بل سره په وادۀ کولو د يو بل ملاتړ جوړ شى، خو دوئ به په خپلو کښې په اتفاق نۀ شى لکه څنګه چې اوسپنه د خاورو سره يوځائ کېدلے نۀ شى. ۴۴ د هغه بادشاهانو په زمانه کښې، به آسمانى خُدائ پاک داسې بادشاهى راولى چې هغه به هيڅکله نۀ ختميږى، نۀ به دا بل قوم نيولے شى. هغه به دا ټول بادشاهتونه مات کړى او ختم به يې کړى، خو دا به د تل دپاره پاتې شى. ۴۵ دا د غرۀ نه د کاڼى د راجدا کېدلو د رويا تعبير دے، خو د انسانانو په لاسونو نه، هغه کاڼى چې اوسپنه، زېړ، خاوره، سپين زر او سرۀ زر يې ټوټه کړل. لوئ خُدائ پاک بادشاه ته دا ښودلى دى چې په راتلونکى وخت کښې به څۀ کيږى. دا خوب رښتيا او تعبير يې باورى دے.“ ۴۶ نو بيا نبوکدنضر بادشاه د دانيال په وړاندې ټيټ شو او د هغۀ عزت يې وکړو او حکم يې وکړو چې هغۀ ته د غلو دانو او د خوشبو نذرانې وړاندې کړئ. ۴۷ بادشاه دانيال ته ووئيل، ”بې‌شکه ستا خُدائ پاک د ټولو معبودانو خُدائ پاک دے او د بادشاهانو مالِک دے او د رازونو ښکاره کوونکے دے. ځکه چې تا ته دا راز څرګند کړے شو.“ ۴۸ بيا بادشاه دانيال ته لوئ مقام ورکړو، او ډيرې او ښکلې تحفې يې ورکړې. بادشاه هغه د بابل په ټوله صوبه باندې حکمران او د ټولو هوښيارانو مشر مقرر کړو. ۴۹ نو د دانيال په خواست سره بادشاه شدرک، ميشک، او عبدنجو د بابل د صوبې په انتظاميه کښې آفسران مقرر کړل، او په خپله دانيال په شاهى دربار کښې پاتې شو.

۱ د بابل د بادشاه بيلشضر د بادشاهۍ په اول کال، دانيال چې کله په خپل کټ کښې پروت وو نو هغۀ خوب وليدو او په خوب کښې د هغۀ په خيالونو کښې يوه رويا راغله. هغۀ هغه څۀ وليکل کوم چې هغۀ په خوب کښې وليدل. ۲ دانيال وفرمائيل چې، ”په هغه شپه ما په رويا کښې وليدل چې هلته زما په وړاندې د آسمان هواګانې د څلورو خواو نه د سمندر په مخ په تېزه لګېدلې. ۳ نو څلور غټ ځناور، چې د يو بل نه مختلف وُو، د سمندر نه بهر راووتل. ۴ اولنے د زمرى په شان وو، او د باز غوندې وزرې يې وې. ما تر هغې پورې ورته کتل ترڅو چې يې وزرې پرې کړے شوې او ودرولے شو او بيا دا لکه د انسان په شان په زمکه په دوو پښو ودرېدلو، او انسانى سوچ ورته ورکړے شو. ۵ نو بيا زما په وړاندې ما دوېم ځناور وليدو، کوم چې د مېلو په شان ښکارېدو. دا په خپل يو طرف باندې اوچت کړے شو، او دۀ درې پښتۍ په خپله خولۀ کښې د غاښونو په مينځ کښې نيولې وې. هغۀ ته وئيل کېدۀ، پاڅه او په غوښو ځان موړ کړه. ۶ د دې نه وروستو، ما يو بل ځناور وليدو، هغه لکه د پړانګ په شان وو. او د دۀ په شا لکه د مارغۀ په شان څلور وزرې وې. د دې ځناور څلور سرونه وُو، او دۀ ته يې د حکومت کولو اختيار ورکړے وو. ۷ د دې نه وروستو د شپې ما په خپله رويا کښې څلورم ځناور وليدو چې خطرناک او يروونکے او ډېر طاقتور وو. د اوسپنې غټ غاښونه يې وُو او خپل ښکار به يې په هغې ريچې ريچې کړو او تير به يې کړو او څۀ به چې ترې نه پاتې شو نو هغه به يې د خپلو پښو لاندې کړو. هغه د نورو ټولو ځناورو نه کوم چې مخکښې وُو مختلف وو، او د هغۀ لس ښکرونه وُو. ۸ کله چې ما د هغۀ د ښکرونو په حقله سوچ کولو، نو هلته زما د وړاندې يو بل ورکوټے ښکر د هغوئ په مينځ کښې ښکاره شو، او درې وړومبى ښکرونه د هغۀ په وړاندې راوويستلے شول. د هغه ښکر لکه د انسان د سترګو په شان سترګې وې او په خولۀ باندې يې په بې‌پرواهۍ سره لافې کولې. ۹ کله چې ما ورته کتل نو تختونه په خپل ځائ باندې ولګولے شُو، او ازلى ذات په خپل تخت کښېناستو. د هغۀ جامې لکه د واورې په شان سپينې وې، او د هغۀ د سر وېښتۀ لکه د سپينې وړۍ په شان وُو. او هغه د اور په تخت باندې کښېناستو او د پايو نه يې د اور شُغلې ختلې. ۱۰ او د هغۀ د حضور نه د اور درياب راوتلو او د هغۀ په وړاندې روان وو. په زرګونو زرګونو د هغۀ خِدمت له راغلل، او په لکونو هستيانې د هغۀ په وړاندې ودرېدلې. بيا د عدالت دپاره دربار کولاو شو، او کتابونه کولاو کړے شول. ۱۱ ورته مې هم هغه شان کتل ځکه چې هغه ورکوټے ښکر د کبر نه ډکې خبرې کولې. تر هغې پورې مې ورته کتل چې هغه څلورم ځناور مړ کړے شو او د دۀ لاش تباه او بَل شوى اور ته وغورزولے شو. ۱۲ د هغه نورو درېو واړو ځناورو نه قدرت واخستلے شو، خو هغوئ ته د لږ وخت دپاره د ژوندى پاتې کېدلو اجازت مِلاو شو. ۱۳ نو په هم هغه شپه کښې ما په خپله رويا کښې وليدل، چې هلته زما په وړاندې يو کس لکه د اِبن آدم په شان وو، چې د آسمان د وريځو سره راروان وو. او هغه ازلى ذات ته ورورسېدو او د هغۀ حضور ته حاضر کړے شو. ۱۴ هغۀ ته اختيار، جلال او شاهى طاقت ورکړے شو، د ټولو قومونو، ذاتونو او ژبو خلقو د هغۀ عبادت وکړو. د هغۀ بادشاهى ابدى او نۀ ختمېدونکې ده، د هغۀ بادشاهى به هيڅ کله تباه نۀ شى. ۱۵ زۀ دانيال، د هغه هر څۀ په حقله پرېشانه وم څۀ چې ما ليدلى وُو، او زما رويا زۀ ويرولم. ۱۶ نو بيا زۀ هغه ولاړو کسانو ته چې هلته تخت سره نزدې وُو يو له ورغلم او تپوس مې ترې نه وکړو چې د دې هر څۀ مطلب څۀ دے. نو هغۀ ما ته د دې تعبير څۀ داسې وکړو، ۱۷ دا څلور ځناور څلور بادشاهۍ دى چې د زمکې نه به راوچتې شى. ۱۸ خو په آخر کښې به د خُدائ تعالىٰ مقدسو خلقو ته بادشاهى مِلاو شى، او هغوئ به په هغې باندې تر ابده پورې بادشاهى کوى. ۱۹ نو بيا ما غوښتل چې د څلورم ځناور په حقله صحيح مطلب باندې ځان پوهه کړم، کوم چې د نورو ټولو نه مختلف او يروونکے وو. او غاښونه يې د اوسپنې او د پښو پنجې يې د زېړو وې، هغه ځناور چې خپل ښکارونه يې ريچې ريچې کړل او تير يې کړل او څۀ چې ترې نه پاتې شول هغه يې د پښو لاندې کړل. ۲۰ ما هم غوښتل چې د هغۀ په سر د هغه لسو ښکرونو په حقله معلومات حاصل کړم، د هغه بل ښکر په حقله کوم چې راوختلو، د کوم د راختلو نه مخکښې چې هغه درې وغورزېدل، هغه ښکر چې د نورو نه بيا غټ ښکارېدو او چې سترګې يې د انسان په شان وې، او د دې خولې د کبر خبرې کولې. ۲۱ کله چې ما دا هر څۀ کتل، نو دې ښکر د مقدسينو خلاف جنګ وکړو او هغوئ ته يې شکست ورکولو، ۲۲ ترڅو چې هغه ازلى ذات راغلو او د خُدائ تعالىٰ د مقدسينو په حق کښې يې د عدالت اعلان وکړو. او بيا هغه وخت راغلو چې هغوئ ته بادشاهى مِلاو شوه. ۲۳ نو بيا هغۀ ما ته ووئيل چې، دا څلورم ځناور هغه د دُنيا څلورمه بادشاهى ده کومه چې به په زمکه راښکاره شى. دا به د نورو ټولو بادشاهتونو نه مختلفه وى او دا به ټوله زمکه تيره کړى، او د پښو لاندې او ريچې ريچې به يې کړى. ۲۴ هغه لس ښکرونه لس بادشاهان دى څوک چې به د دې بادشاهۍ نه راشى. د دوئ نه وروستو به يو بل بادشاه پېدا شى، هغه به د مخکښېنو نه مختلف وى، هغه به درې بادشاهان ختم کړى. ۲۵ هغه به د خُدائ تعالىٰ خلاف خبرې کوى او د هغۀ په مقدسينو به ظلم وکړى، شريعت او د اخترونو مقرر وخت د بدلولو کوشش به وکړى. مقدسين به هغۀ ته د درې نيمو کالو دپاره حواله شى. ۲۶ خو بيا به د هغۀ خلاف عدالت شروع شى، او د هغۀ نه به حکومت واخستلے شى او هغه به هم په مکمل توګه تباه شى. ۲۷ نو بيا به د آسمان لاندې د ټولو بادشاهتونو حکومت، طاقت او لوئى هغه ايماندارانو ته حواله شى چې د خُدائ تعالىٰ خلق دى. د هغۀ بادشاهى به ابدى وى، او ټول حکمرانان به د هغۀ عبادت او تابعدارى وکړى. ۲۸ دا خبره دلته ختمه شوه. زۀ دانيال په خپلو خيالونو کښې پرېشانه وم او زما مخ د يرې نه تک زېړ وو، خو دا خبره ما خپل ځان سره محفوظه وساتله.“

دانيال ۷:۱۳–۱۴ · دانيال ۲ · دانيال ۷ · PYPB

د په اووم څپرکي کې، ته د څلورو مهمو امپراتوریو لید ورکړل شو چې په ځمکه به واکمني کوي، او په ځانګړې توګه، د هغه د خلکو اسراییلو په اړه. پداسې حال کې چې په دویم څپرکي کې دا ورته امپراتورۍ د مختلفو فلزاتو په توګه لیدل کیږي، دلته د په لید کې دوی د حیواناتو په توګه لیدل کیږي. دا به د خدای له نظره د دوی شخصیت استازیتوب وکړي. دا امپراتورۍ په لویه کچه په خپله خوښه پرمخ تللې، پرته له دې چې په کې ریښتینی خدای ومني.

په هرصورت، موږ په لید کې یو څوک هم معرفي کوو چې د انسان زوی دی. په 2 کې، موږ د هغه ډبرې په توګه انځور شوی وینو چې د انسانانو ټولې امپراتورۍ به مات کړي، او د یو لوی غر په توګه به وده وکړي چې ځمکه ډکوي.

دلته په 7 کې موږ د انسان زوی وینو چې د په ورېځو کې د پخوانیو ورځو په وړاندې راځي. موږ وینو چې مطلق واک د انسان زوی ته ورکړل شوی دی. ټول خلک، او ژبې باید د هغه وکړي.

په پیل کې، څښتن خدای ته په ځمکه واکمني ورکړه. خو موږ پوهیږو چې دا واکمني هغه له لاسه ورکړه کله چې هغه او حوا په ګناه کې راښکته شول (). نور سړي لکه ، او د واک او واکمنۍ په ځایونو کې ځای پرځای شوي وو، او بیا هم هر یو ناکام شو. حتی نن ورځ، هر واکمن په یو ډول د ناکامۍ او ګناه لخوا په نښه شوی دی.

په پای کې، د انسان په دې زوی، زموږ څښتن کې، زموږ پلار د خپل سړی موندلی، چا ته چې هغه کولی شي ټول واک او واکمني وسپاري. کاش چې موږ نن ورځ لا دمخه د هغه واک ته تسلیم شو!

په اصل کې په https://thelordisnear.org خپور شوی. د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ronnie Schmutz لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/a-very-tall-waterfall-in-the-middle-of-a-mountain-beO051yJ-iM)

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ
  • ۲۰۲۶ سېپتمبر ۷

    موږ دا باغ د ګیتسیماني په نوم پیژنو: د تیلو د فشار ځای. جان موږ ته وایي چې "عیسی اکثرا...

  • ۲۰۲۶ سېپتمبر ۶

    پیټر لا دمخه په پرانیستونکو آیتونو کې دې خپرو شویو مقدسانو ته په مسیح کې د دوی د مقام...

  • ۲۰۲۶ سېپتمبر ۵

    د زبورونو کتاب له ډول ډول شیانو ډک دی. لکه څنګه چې یو هنرمند د مختلفو موخو لپاره د رنګونو...

  • ۲۰۲۶ سېپتمبر ۴

    اخنوخ، د آدم اووم، په خپله زمانه کې یو وفادار شاهد و. کله چې هغه پنځه شپېته کلن شو، یو...

  • ۲۰۲۶ سېپتمبر ۳

    د یهودا ډیری خلک، د حزقیال په ګډون، د چبار سیند یا کانال په اوږدو کې یو ډول مهاجرینو کمپ...

  • ۲۰۲۶ سېپتمبر ۲

    هغه کسان چې د نږدې ختیځ ژوند سره ښه بلد دي موږ ته وایي چې د پیغلو تمثیل په دقیق ډول د...

  • ۲۰۲۶ سېپتمبر ۱

    د عبرانیانو 2:6-9 څخه، موږ پوهیږو چې دا زبور د څښتن عیسی په اړه خبرې کوي. هلته موږ پوهیږو...