څښتن نږدې دی — ۲۰۲۴ اکتوبر ۳۰: اعمال ۵:۳۱

څښتن نږدې دیډبلیو. ټي. ټرپین

څښتن نږدې دی
ټولې لیکنې

۱ او ساؤل هم په هغه کسانو کښې وو چې د ستِفانوس په مرګ راضى وُو. هم په هغه ورځ په يروشلم کښې د جماعت سره سخت ظلم شروع شو او د رسولانو نه بغېر ټول ايمانداران د يهوديه او سامريه په علاقو کښې خوارۀ وارۀ شول. ۲ او يو څو پرهيزګارانو ستِفانوس ښخ کړو او په هغۀ يې وير او ژړا وکړه. ۳ خو ساؤل جماعت تباه کولو. هغه کور په کور ورننوتو او نارينه او زنانه يې نيول او هغوئ يې قېدخانې کښې اچول. ۴ خو هغه ايمانداران چې خوارۀ وارۀ شوى وُو هغوئ چې هر چرته تلل د کلام تعليم يې ورکولو. ۵ نو فيليپوس د سامريه يو ښار ته لاړو او هلته يې خلقو ته د مسيح په حقله بيان وکړو. ۶ کله چې هغه ګڼو خلقو د فيليپوس خبرې واورېدې او هغه معجزې يې وليدې چې هغۀ وکړې نو هغوئ ټولو د هغۀ بيان ته په غور سره غوږ کېښودلو. ۷ د ډېرو نه پيريان په چغو راووتل او ډېر شل او ګوډ روغ جوړ شول. ۸ نو په هغه ښار کښې لويه خوشحالى وه. ۹ په هغه ښار کښې شمعون نومې يو سړے وو چې د څۀ مودې نه يې جادو کولو او د سامريې ټول خلق يې حق حېران کړى وُو او خپل ځان يې د لوئې مرتبې مالِک ګڼلو. ۱۰ او لويو او وړو د هغۀ خبرې ډېر په غور اورېدلې او هغوئ وئيل چې، ”دا سړے د خُدائ پاک هغه قُدرت دے چې ورته عظيم قدرت وائى.“ ۱۱ هغوئ د هغۀ پيروى کوله ځکه چې هغۀ تر ډيرې مودې هغوئ په خپل جادو حق حېران کړى وُو. ۱۲ خو کله چې هغوئ د فيليپوس په هغه زېرى ايمان راوړو چې هغه د خُدائ پاک د بادشاهۍ او د عيسىٰ مسيح د نوم په حقله ورکولو نو ښځو او سړو بپتسمه واخستله. ۱۳ تر دې چې شمعون جادوګر هم ايمان راوړو او بپتسمه يې واخستله او هغه به فيليپوس پسې هر چرته تلو او هغه په هغه نښو او لويو معجزو چې هغۀ وليدې حق حېران وو. ۱۴ نو کله چې په يروشلم کښې رسولانو واورېدل چې سامريانو د خُدائ پاک کلام قبول کړو نو هغوئ پطروس او يوحنا هغوئ ته ورولېږل. ۱۵ کله چې هغوئ ورسېدل هغوئ د دوئ دپاره دُعا وکړه چې په دوئ روحُ القُدس نازل شى. ۱۶ ځکه چې تر دې وخته په يو هم روحُ القُدس نازل شوے نۀ وو. هغوئ ته صرف د مالِک عيسىٰ په نوم بپتسمه ورکړے شوه. ۱۷ بيا پطروس او يوحنا د هغوئ په سر خپل لاسونه کېښودل او هغوئ روحُ القُدس حاصل کړو. ۱۸ کله چې شمعون وليدل چې د رسولانو د لاس په اېښودلو سره روحُ القُدس ورکړے کيږى نو هغۀ هغوئ ته پېسې وړاندې کړې، ۱۹ او وې وئيل چې، ”ما ته هم دا طاقت راکړئ چې زۀ هم په چا لاس کېږدم نو چې هغوئ هم روحُ القُدس حاصلوى.“ ۲۰ خو پطروس جواب ورکړو، ”ستا پېسې دې تا سره غرقې شى ځکه چې ستا دا خيال دے چې د خُدائ پاک نعمتونه په بيعه اخستل کيږى. ۲۱ په دې خِدمت کښې نۀ ستا برخه شته نۀ حِصه ځکه چې ستا زړۀ د خُدائ پاک په نزد صحيح نۀ دے. ۲۲ د دې بدو نه توبه وباسه او د مالِک خُدائ نه دُعا وغواړه ستا چې کوم نيت دے شايد چې هغه يې درته معاف کړى. ۲۳ ځکه چې زۀ وينم چې تۀ د کينې نه ډک يې او د ګناه غلام يې.“ ۲۴ نو شمعون جواب ورکړو چې، ”تاسو د مالِک نه زما دپاره دُعا وغواړئ، څۀ چې تا ووئيل، هغه مصيبت په ما رانۀ شى.“ ۲۵ نو پطروس او يوحنا د ګواهۍ ورکولو او د مالِک د کلام اورولو نه وروستو هغوئ يروشلم ته واپس شول او په لاره کښې يې د سامريې په ډېرو کلو کښې د زيرى تعليم ورکولو. ۲۶ بيا د مالِک خُدائ فرښتې فيليپوس ته وفرمائيل، ”د جنوب په لاره لاړ شه کومه د بيابان لاره چې د يروشلم نه تر غزې تلې ده.“ ۲۷ نو هغه روان شو او په لاره کښې يو د ايتهوپيا خصى سره مِلاو شو، هغه د حبشې د کنداکى مَلِکې د درباره خاص عهده دار او د هغې د ټولې خزانې اختيارمن وو. هغه يروشلم ته عبادت له راغلے وو. ۲۸ او هغه کور ته واپس په خپله جنګى ګاډۍ کښې په لار روان وو چې د يشعياه نبى صحيفه يې په کښې لوستله. ۲۹ نو بيا روحُ القُدس فيليپوس ته ووئيل چې، ”هغه ګاډۍ ته ورشه او ورسره نزدې روان اوسه.“ ۳۰ نو فيليپوس ګاډۍ ته ورمنډه کړه، نو وې ليدل چې هغه سړى د يشعياه نبى صحيفه لوستله. فيليپوس ترې تپوس وکړو چې، ”تۀ چې څۀ لولې د دې په مطلب هم پوهېږې؟“ ۳۱ هغۀ ورته ووئيل، ”زۀ به پرې څنګه پوهه شم ترڅو چې مې څوک د دې په مطلب پوهه نۀ کړى؟“ نو فيليپوس ته هغۀ دعوت ورکړو چې، ”ګاډۍ ته راوخېژه او ما سره کښېنه.“ ۳۲ هغۀ چې کومه صحيفه لوستله هغه دا وه چې، ”لکه چې يو ګډورے د حلالولو دپاره بوتلے شى، لکه چې يوه ګډه د وړۍ کلولو والا په مخکښې خاموشه وى، نو هم هغسې هغۀ د خولې نه يوه خبره هم نۀ ويستله. ۳۳ هغه سپک کړے شو او ورسره اِنصاف ونۀ شو. او څوک به د هغۀ د نسل بيان وکړى؟ ځکه چې د هغۀ ژوند د زمکې نه ختم کړے شو.“ ۳۴ او خصى فيليپوس ته ووئيل، ”مهربانى وکړه، دا راته ووايه چې نبى د چا په حقله خبرې کوى؟ د خپل ځان يا د بل چا په حقله؟“ ۳۵ نو فيليپوس د صحيفې د دې برخې نه خبرې شروع کړې او هغۀ ته يې د عيسىٰ په حقله زيرے ورکړو. 36‏-37 څنګه چې هغوئ په لاره مزل کولو نو هغوئ ته په لار کښې اوبۀ په مخه ورغلې او خصى ووئيل چې، ”ګوره، دلته اوبۀ شته، نو ما د بپتسمه اخستلو نه کوم څيز منع کولے شى؟“ 38 نو ورته د ګاډۍ د ودرولو خواست وکړو، بيا فيليپوس او خصى دواړه لاندې اوبو ته کوز شول او فيليپوس هغۀ له بپتسمه ورکړه. 39 کله چې هغوئ د اوبو نه رابهر شُو نو د مالِک روح سمدستى فيليپوس د هغۀ نه غېب کړو او هغه د خصى د سترګو نه پناه شو خو خصى په خوشحالۍ سره په خپله لاره روان وو. 40 خو ناګهانه بيا فيليپوس اشدود نومې ښار ته رسېدلے وو، نو ترڅو چې هغه قيصريه ته رسېدو نو په لاره لاره يې په ټولو ښارونو کښې زيرے ورکولو.

۱ په دې دوران کښې ساؤل لا اوس هم د مالِک مريدانو ته د قتل دهمکيانې ورکولې. هغه مشر اِمام له لاړو ۲ او دا خواست يې ورته وکړو چې د دمشق د عبادتخانو په نوم اجازت نامه ورکړى کۀ هغه څۀ داسې ښځې يا سړى پېدا کړى چې د دې لارې منونکى وى نو هغه به يې يروشلم ته لاس تړلې راولى. ۳ هغه لا په لاره وو او دمشق ته ورنزدې شوے وو چې ناګهانه د هغۀ نه ګېرچاپېره د آسمان نه رڼا وځلېده. ۴ هغه په زمکه راپرېوتو او يو آواز يې واورېدو چې ورته يې ووئيل، ”ساؤله، ساؤله، تۀ ما ولې زوروې؟“ ۵ ما جواب ورکړو چې، ”مالِکه، تۀ څوک يې؟“ بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”زۀ عيسىٰ ناصرى يم چې تۀ يې زوروې. ۶ خو اوس پاڅه او ښار ته لاړ شه او درته به وښودلے شى چې تا ته څۀ کول په کار دى.“ ۷ هغه سړى چې د ساؤل سره په سفر کښې ملګرى وُو، هغوئ غلى ودرېدل. هغوئ آواز واورېدو خو څوک يې ونۀ ليدل. ۸ نو ساؤل د زمکې نه راپورته شو، خو کله چې هغۀ خپلې سترګې کولاو کړې نو څۀ ورته نۀ ښکارېدل، نو د هغۀ ملګرو هغه د لاسه ونيولو او دمشق ته يې بوتلو. ۹ هغه تر درېو ورځو پورې ړوند وو او خوراک څښاک يې نۀ کولو. ۱۰ نو په دمشق کښې د عيسىٰ يو مريد وو او نوم يې حنانياس وو. مالِک هغۀ ته په رويا کښې آواز وکړو، ”اے حنانياس.“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”مالِکه، زۀ حاضر يم.“ ۱۱ مالِک هغۀ ته وفرمائيل چې، ”پاڅه او هغه کوڅې ته لاړ شه چې ورته نېغه وئيلے شى او د يهوداه په کور کښې د ترسس د يو سړى تپوس وکړه چې نوم يې ساؤل دے، اوس هغه ما ته دُعا کوى. ۱۲ ساؤل رويا وليدله چې حنانياس نومې سړے دننه راځى او د هغۀ په سر به خپل لاس کېږدى او نظر به يې راشى.“ ۱۳ خو حنانياس جواب ورکړو چې، ”مالِکه، زۀ د دې سړى او د هغۀ د ټولو ظلمونو نه خبر يم هغۀ چې کوم ستا د مقدسينو سره په يروشلم کښې کړى دى. ۱۴ او هغه د مشرانو اِمامانو نه دې اختيار سره دلته راغلے دے چې هغه ټول خلق ګرفتار کړى څوک چې ستا نوم يادوى.“ ۱۵ خو مالِک هغۀ ته وفرمائيل چې، ”تۀ لاړ شه ځکه چې دا سړے ما غوره کړے دے څوک چې به غېرو يهوديانو او د هغوئ بادشاهانو او بنى اِسرائيلو ته زما نوم بيان کړى. ۱۶ او زۀ به په خپله هغۀ ته وښايم چې هغه به زما د نوم د خاطره څومره تکليف وزغمى.“ ۱۷ نو بيا حنانياس روان شو او هغه کور ته ورننوتو او د ساؤل په سر يې خپل لاس کېښودو او وې وئيل چې، ”زما وروره ساؤله، کله چې تۀ دلته راروان وې کوم مالِک عيسىٰ چې تا ته په لارې خپل ځان څرګند کړو، هغۀ زۀ تا له رالېږلے يم چې ستا نظر دوباره راشى او تۀ د روحُ القُدس نه معمور شې.“ ۱۸ او سمدستى لکه د پوټکى په شان څيز د ساؤل د سترګو نه لرى شو او هغه واپس بينا شو. بيا هغه پاڅېدو او بپتسمه يې واخسته. ۱۹ او د روټۍ خوړلو نه پس د هغۀ په وجود کښې طاقت راغلو. بيا ساؤل په دمشق کښې يو څو ورځې د عيسىٰ مريدانو سره پاتې شو. ۲۰ نو هغۀ سمدستى په عبادتخانو کښې بيان شروع کړو چې عيسىٰ د خُدائ پاک زوئ دے. ۲۱ هغوئ ټولو چې د هغۀ واورېدل نو حق حېران شول او وې وئيل چې، ”دا هغه سړے نۀ دے چا چې په يروشلم کښې هغه خلق وژل چې د عيسىٰ نوم به يې اخستلو؟ او ولې دے دلته د دې دپاره نۀ دے راغلے چې دغه خلق ګرفتار کړى او مشر اِمام ته يې لاس تړلى بوځى؟“ ۲۲ خو ساؤل په خبرو نور هم تکړه کېدو او د دمشق يهوديان يې په خپلو مضبوطو دلائيلو خاموشه کول چې عيسىٰ هم مسيح دے. ۲۳ د ډېرو ورځو تېرېدو نه وروستو يهوديان راغونډ شول او د ساؤل د مرګ سازش يې وکړو. ۲۴ هغوئ شپه او ورځ د ښار د دروازو څوکۍ کوله، د دې دپاره چې هغه قتل کړى. خو ساؤل د هغوئ په سازش پوهه شو ۲۵ او د هغۀ مريدانو هغه شپه په شپه د ښار په دېوال په يوه بانګۍ کښې لاندې کوز کړو. ۲۶ کله چې ساؤل يروشلم ته راورسېدو نو هغۀ کوشش وکړو چې مريدانو سره يو ځائ شى خو هغوئ ټول د هغۀ نه يرېدل ځکه چې د هغوئ په دې يقين نۀ راتلو چې هغۀ ايمان راوړے دے. ۲۷ خو برنباس هغه بوتلو او رسولانو له يې راوستو. هغۀ هغوئ ته ووئيل چې، ساؤل په سفر کښې مالِک څنګه وليدو او مالِک هغۀ سره خبرې څنګه وکړې، او هغۀ په دمشق کښې په زړۀ ورتيا سره د عيسىٰ په نوم بيان څنګه وکړو. ۲۸ بيا ساؤل د هغوئ سره پاتې شو او په يروشلم کښې د هغوئ سره آزاد ګرځېدو، او هغۀ ښۀ په زړۀ ورتيا د مالِک په نوم بيان کولو. ۲۹ هغۀ د يونانى يهوديانو سره بحث مباحثه کوله، خو هغوئ د هغۀ د وژلو کوشش وکړو. ۳۰ کله چې ايمانداران د دې نه خبر شول نو هغوئ هغه تر قيصريه پورې بوتلو او ترسس ته يې ولېږلو. ۳۱ په دې دوران کښې په ټوله يهوديه، ګليل او سامريه کښې جماعتونه په امن وُو او دا نور هم مضبوطېدل او د مالِک په يره کښې يې د روحُ القُدس په مدد سره ترقى موندله او د هغوئ شمېر زياتېدو. ۳۲ پطروس په ټول مُلک کښې ځائ په ځائ ګرځېدو او هغه د مقدسينو د ليدو دپاره د لدې کلى ته هم لاړو. ۳۳ هلته هغۀ اينياس نومې سړے وليدلو چې د اتو کالو راسې په کټ کښې شل پروت وو. ۳۴ پطروس هغۀ ته ووئيل چې، ”اينياسه، عيسىٰ مسيح تا له شفا درکوى. پاڅه او بستره دې ونغاړه.“ او اينياس سمدستى پاڅېدلو. ۳۵ هغه خلق چې په لده او شارون کښې اوسېدل هغوئ هغه وليدو او په مالِک يې ايمان راوړو. ۳۶ په يافا کښې تبيتا نومې يوه مريده وه چې په يونانۍ کښې ورته ډورکاس يعنې هوسۍ وائى، هغې همېشه نېک کارونه کول او د غريبانانو مدد به يې کولو. ۳۷ په دغه وخت کښې هغه ناجوړه شوه او مړه شوه او د هغې مړى له غسل ورکړے شو او د هغې لاش يې پاس په بالاخانه کښې کېښودو. ۳۸ د لدې کلے د يافا سره نزدې وو نو کله چې مريدانو واورېدل چې پطروس په لده کښې دے، هغوئ ورپسې دوه سړى ورولېږل او خواست يې ورته وکړو چې، ”مهربانى وکړه زر تر زره مونږ ته ځان راورسوه.“ ۳۹ نو بيا پطروس هغوئ سره روان شو او کله چې هغه هلته ورسېدو نو پاس بالاخانې ته يې بوتلو. نو ټولې کونډې ښځې پاس بالاخانې ته راټولې شوې وې او په ژړا يې ورته هغه قميصونه او جامې وښودې کومې چې ډورکاس لا ژوندۍ وه نو دوئ له يې جوړې کړې وې. ۴۰ خو پطروس هغوئ ټولې کمرې نه بهر کړې او هغه په سجده شو او دُعا يې وغوښته، بيا هغۀ مړې ښځې ته مخ راواړولو او وې وئيل چې، ”تبيتا، پاڅه.“ هغې خپلې سترګې وغړولې او چې پطروس يې وليدلو نو نېغه کښېناسته. ۴۱ پطروس هغې له لاس ورکړو او هغه يې په پښو ودروله، بيا هغۀ مقدسين او کونډې ښځې راوغوښتې او هغوئ ته يې وښودله چې ژوندۍ ده. ۴۲ دا خبره په ټوله يافا کښې خوره شوه او ډېرو خلقو په مالِک ايمان راوړو. ۴۳ نو پطروس څۀ وخت دپاره په يافا کښې د شمعون نومې موچى سره پاتې شو.

۱ پولوس دربې او لستره ته لاړو. هلته تيموتيوس نومې يو مريد وو چې مور يې يهودڼه وه او هغه ايمانداره وه خو د هغۀ پلار يونانى وو. ۲ هغه د لستره او اِکونيوم په ايماندارانو کښې ډېر نېک نامه وو. ۳ پولوس غوښتل چې تيموتيوس د خپل ځان سره بوځى، او د هغه يهوديانو د خاطره چې هلته اوسيږى هغوئ هغه سنت کړو ځکه چې هغوئ ټولو ته پته وه چې د هغۀ پلار يونانى وو. ۴ څنګه چې هغوئ د يو ښار نه بل ته تلل نو هغه فرمانونه چې رسولانو او مشرانو پرې په يروشلم کښې فېصله کړې وه، هغه يې ايماندارانو ته اورول چې عمل پرې وکړى. ۵ نو جماعتونه په ايمان کښې ورځ په ورځ تکړه کېدل او د هغوئ شمېر زياتېدو. ۶ نو هغوئ د فروګيه او ګلتيه په علاقو واوړېدل ځکه چې روحُ القُدس هغوئ د آسيه په صوبه کښې د کلام اورولو نه منع کړى وُو. ۷ کله چې هغوئ د موسيه سرحد ته ورسېدل نو هغوئ کوشش وکړو چې بتونيه ته ننوځى خو د عيسىٰ روح هغوئ پرې نۀ ښودل. ۸ نو هغوئ په موسيه تير شول او ترواس ته لاړل. ۹ د شپې پولوس رويا وليدله چې يو مِکدونى سړے ولاړ دے او دا مِنت ورته کوى چې، ”مِکدونيه ته راپورې وځه او زمونږ مدد وکړه.“ ۱۰ کله چې هغۀ دا رويا وليده نو مونږ سمدستى کوشش وکړو چې مِکدونيه ته لاړ شُو. زمونږ دا خيال وو لکه چې خُدائ پاک راته وئيلى وى چې هغوئ ته زيرے ورکړُو. ۱۱ نو مونږ د ترواس نه په سمندرى جهاز کښې سوارۀ شُو او نېغ ساموتراکې ته او په بله ورځ نياپوليس ته لاړو، ۱۲ او د هغه ځائ نه فيليپى ته چې د مِکدونيه په ضِلع کښې لوئ ښار دے او د روميانو کالونى هم ده. مونږ په دې ښار کښې د څو ورځو دپاره پاتې شُو. ۱۳ د سبت په ورځ مونږ د ښار د دروازې نه بهر د سيند غاړې ته لاړو چرته چې زمونږ دا خيال وو چې خلق به د عبادت دپاره راټول شوى وى، مونږ کښېناستو او هلته د راغلو ښځو سره مو خبرې وکړې. ۱۴ په هغوئ کښې د يوې نوم لِديه وو چې د قيمتى کاسنى رنګ جامو سوداګره وه او د تواتيره د ښار اوسېدونکې وه. هغه د خُدائ پاک عبادت کوونکې وه. مالِک د هغې زړۀ پرانستو او هغې د پولوس کلام قبول کړو. ۱۵ کله چې هغې ته سره د خاندانه بپتسمه ورکړے شوه نو هغې په مونږ زور واچولو او وې وئيل چې، ”کۀ تاسو ما د مالِک ايمانداره ګڼئ نو راشئ او زما په کور کښې مېلمانۀ شئ.“ او هغې مونږ په پاتې کېدو مجبور کړُو. ۱۶ مونږ يوه ورځ چې عبادتخانې ته روان وُو نو يوه نوکره مو وليدله چې پرې د غېب عالم روح ناست وو او هغې خپلو مالِکانو ته د فال کتو په ذريعه ډيرې پېسې ګټلې. ۱۷ هغه نوکره پولوس او مونږ پسې راروانه وه او چغې يې وهلې، ”دا د خُدائ تعالىٰ غلامان دى او تاسو ته د خلاصون لار ښائى.“ ۱۸ هغې دا وينا ډيرې ورځې وکړه خو آخر پولوس تنګ شو. هغۀ هغه روح ته مخ راواړولو او ورته يې ووئيل چې، ”زۀ تا ته حُکم درکوم چې د عيسىٰ مسيح په نوم د دې نه بهر شه.“ او هغه په هغه ځائ د هغې نه راووتو. ۱۹ خو کله چې د جينۍ مالِکانو وکتل چې د دوئ د ګټې اُميد ختم شو نو هغوئ پولوس او سيلاس ونيول او په بازار کښې يې په راښکلو حاکمانو ته راوستل. ۲۰ چې کله يې هغوئ د منصفانو په وړاندې پېش کړل نو هغوئ ووئيل چې، ”دا کسان زمونږ په ښار کښې ګړبړ جوړوى او يهوديان هم دى. ۲۱ دوئ د هغه رسمونو تعليم ورکوى کوم چې مونږ روميانو ته منل او عمل پرې کول روا نۀ دى.“ ۲۲ ګڼه هغوئ سره په پولوس او سيلاس باندې د حملې کولو دپاره يو ځائ شوه او منصفانو حکم وکړو چې د دوئ جامې وباسئ او په کوتکونو يې ووهئ. ۲۳ د ښۀ وهلو ټکولو نه پس يې هغوئ په قېدخانې کښې واچول او د جيل مشر ته يې حکم وکړو چې په هغوئ سخت نظر ساتى چې ونۀ تښتى. ۲۴ د دې حکم په مطابق هغۀ هغوئ د قېدخانې په دننه حِصه کښې واچول او د هغوئ پښو ته يې زولنۍ واچولې. ۲۵ خو په نيمه شپه کښې پولوس او سيلاس دُعا کوله او د خُدائ پاک ثنا يې وئيله او نورو قېديانو ورته غوږ اېښے وو، ۲۶ چې ناګهانه داسې سخته زلزله راغله چې د قېدخانې بنيادونه يې وخوځول. او سمدستى ټولې دروازې کولاو شوې او د ټولو قېديانو زولنۍ پرانستے شوې. ۲۷ کله چې د جيل مشر راويښ شو او د قېدخانې دروازې يې کولاو وليدلې نو دا خيال يې وکړو چې قېديان به تښتېدلى وى، نو هغۀ خپله تُوره راوويسته نو چې څنګه يې خپل ځان وژلو. ۲۸ خو پولوس تېزه چغه ورکړه چې، ”ځان ته نقصان مۀ رسوه ځکه چې مونږ ټول دلته يُو.“ ۲۹ نو د جيل مشر ډيوه راوغوښته، ورمنډه يې کړه او په رپېدو د پولوس او سيلاس په وړاندې پرېوتو. ۳۰ بيا هغۀ هغوئ بهر راوويستل او وې وئيل چې، ”اے صاحبانو، زۀ څۀ وکړم چې خلاصون حاصل کړم؟“ ۳۱ هغوئ جواب ورکړو چې، ”په مالِک عيسىٰ باندې ايمان راوړه نو تۀ او ستا خاندان به خلاصون حاصل کړى.“ ۳۲ بيا هغوئ د مالِک کلام هغۀ ته او د هغۀ د کور ټولو خلقو ته واورولو. ۳۳ د شپې په هم هغه وخت د جيل مشر هغوئ ځان سره بوتلل او زخمونه يې ورله ووينځل، نو په هم هغه ساعت هغوئ بيا هغۀ ته سره د خاندانه بپتسمه ورکړه. ۳۴ هغۀ هغوئ خپل کور ته راوستل او خوراک يې ورته کېښودو او هغه سره د خپله ټوله خاندانه ډېر خوشحاله شو ځکه چې هغوئ په خُدائ پاک ايمان راوړے وو. ۳۵ نو سحر وختى منصفانو آفسران د دې حکم سره ورولېږل چې، ”هغه کسان پرېږدئ چې لاړ شى.“ ۳۶ نو د جيل مشر پولوس ته دا خبر ورکړو او وئ وئيل چې، ”منصفانو دا خبر رالېږلے دے چې تۀ او سيلاس دې آزاد کړے شى، نو اوس راوځئ او په خير لاړ شئ.“ ۳۷ خو پولوس آفسرانو ته ووئيل چې، ”باوجود د دې چې مونږ سره د روم شهريت دے خو هغوئ مونږ د خلقو په وړاندې بې‌ګناه بې‌خطا ووهلو. او مونږ يې قېد کړو او اوس مو په پټه وباسى څۀ؟ بلکل نه، هغوئ دې په خپله راشى او مونږ دې بهر کړى.“ ۳۸ آفسرانو د دوئ دا خبره منصفانو ته ورسوله. کله چې هغوئ دا واورېدل چې پولوس او سيلاس سره د روم شهريت دے نو يرې واخستل ۳۹ او راغلل او معافى يې ورنه وغوښته، او هغوئ يې رابهر کړل او مِنت يې ورته وکړو چې د ښار نه لاړ شئ. ۴۰ د قېدخانې نه وروستو هغوئ د لِديه کور ته لاړل او هلته د ايماندارانو وروڼو او خوېندو سره مِلاو شول او هغوئ ته يې ډاډګيرنه ورکړه او بيا ترې رُخصت شول.

اعمال ۸ · اعمال ۹ · اعمال ۱۶ · PYPB

زه د هر څخه ډیر د هغه طریقې سره حیران یم چې په هغه کې د شخصیت ته لومړیتوب ورکوي، د د په توګه. د خدای په کې دی، د خپل په واسطه یې لومړی د پوښتنه حل کړې ده. ، څوک چې د خدای په کې دی د دې ثبوت په توګه چې خدای په بشپړ د ټولو هغو کسانو د ګناهونو په لرې کولو کې شوی دی چې په لري، او د چا په مخ کې د خدای روښانه کیږي، نن او د تل لپاره د ګناهکار لپاره دی.

یوازې د یوې شیبې لپاره فکر وکړئ چې په کې یو ژغورونکي ته اشاره کول څومره شی دی؛ یو چې په باندې و، د چا په باندې د ټولې څپې او څپې راوتلې؛ څوک چې د له او غضبناک څخه تیر شو.

موږ یو پیژنو چې مړ و، مګر اوس "" دی؛ یو چې اوس د پلار تخت نیسي، ډیر ژر به په خپل تخت وي. دا یو و چې یې تبلیغ کاوه ()، یو چې په کې زندانبان ترلاسه کړ (). دا په باندې غل کړ او یې پرې وکړ؛ یو څښتن؛ یو چې هغه په ​​همدې ورځ په کې ورسره لاړ (). هو، دا په کې یو و چې د ترسوس په کې څرګند شو، پداسې حال کې چې هغه ځورول (). زه یو لرم چې راضي شم، او همدارنګه یو ضمیر لرم چې ورسره مخ شم. دا دی چې یوازې د هغه وینه کولی شي زما ضمیر په بشپړ پاک کړي، او یوازې زما او راضي کولی شي.

په اصل کې په https://thelordisnear.org خپور شوی. د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ronnie Schmutz لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/a-very-tall-waterfall-in-the-middle-of-a-mountain-beO051yJ-iM)

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ
  • ۲۰۲۴ اکتوبر ۲۹

    صلیب د نړۍ د بدۍ په مینځ کې د نیکۍ څرګندونه وه، په داسې طریقه چې بل چیرې به هیڅکله ونه...

  • ۲۰۲۴ اکتوبر ۲۷

    پاول او برناباس د خپل دوهم تبلیغي سفر پیلولو په حال کې وو. برناباس «هوډمن» و چې جان مارک،...

  • ۲۰۲۴ اکتوبر ۲۶

    په پورتني آیت کې موږ ته ځینې بنسټیز مفاهیم تکرار شوي دي: ۱) هغه په نړۍ کې و؛ ۲) نړۍ د هغه...

  • ۲۰۲۴ اکتوبر ۲۵

    د حننا زړه د خدای د عبادت او ستاینې څخه ډک و چې خدای څوک دی او هغه څه کړي دي. هغه د لسو...

  • ۲۰۲۴ اکتوبر ۲۴

    پیغمبر حزقیال د بابیلون په ښار کې د نورو یهودي بندیانو سره د څښتن خدمت کاوه. دانیال هم لا...

  • ۲۰۲۴ اکتوبر ۲۱

    خدای رسول پاول او برناباس په یوه ځانګړي تړاو کې یوځای کړي وو. دوی یوه لویه وزارت ډله وه،...

  • ۲۰۲۴ اکتوبر ۲۰

    خدای پوهیږي چې څنګه تسلیت ورکړي. دلته هغه د اسراییلو هغه کسانو ته تسلیت ورکوي چې د هغه...