۱ په يو وخت کښې مالِک خُدائ ابرام ته وفرمائيل، ”خپل وطن، د پلار کور او خپل خپلوان پرېږده او هغه مُلک ته لاړ شه چې زۀ يې درته ښايم. ۲ زۀ به تا له ډېر اولاد درکړم او هغوئ به يو لوئ قوم شى. زۀ به تا له برکت درکړم او عزتمند به دې کړم، نو ستا په وجه به نورو ته برکت ملاويږى. ۳ زۀ به هغوئ له برکت ورکوم چې څوک ستا دپاره برکت غواړى. خو زۀ به په هغوئ لعنت وايم چې څوک په تا لعنت وائى. او ستا په وسيله به زۀ د دُنيا ټولو قومونو له برکت ورکړم.“ ۴ چې کله ابرام د پينځو اوياؤ کالو وو، نو هغه د حاران نه روان شو، لکه څنګه چې مالِک خُدائ ورته فرمائيلى وُو، او لوط هم ورسره لاړو. ۵ ابرام خپله ښځه سارۍ، او خپل ورارۀ لوط هم د ځان سره روان کړل او په حاران کښې چې څومره مال او نوکران يې جمع کړى وُو هغه ټول يې ځان سره کړل او کنعان ته روان شول. چې کله هغوئ کنعان ته ورسېدل، ۶ ابرام په دې مُلک کښې سفر کولو چې شِکم ته نزدې، د موره پاکې ونې زيارت له راغلو. (په هغه وخت کښې کنعانيان لا په دې مُلک کښې اوسېدل.) ۷ نو مالِک خُدائ ابرام ته څرګند شو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”دا هغه مُلک دے چې زۀ يې ستا اولاد له ورکوم.“ بيا ابرام هلته مالِک خُدائ ته يوه قربانګاه جوړه کړه، چرته چې ورته راڅرګند شوے وو. ۸ د دې نه پس، هغۀ د بيتايل ښار نمرخاتۀ طرف ته د غرونو مُلک ته کَډه يوړه او هغۀ په هغه ځائ کښې چې نمرپرېواتۀ طرف ته بيتايل او نمرخاتۀ ته عى دے په مينځ کښې خېمه ولګوله. هلته يې هم يوه قربانګاه جوړه کړه او د مالِک خُدائ نوم يې پرې واخستو. ۹ بيا هغۀ جدا جدا ځايونو ته هِجرت کولو چې د کنعان جنوبى حِصې ته راغلو.
۱۰ او يو ځل په کنعان کښې قحط راغلو او دا د برداشت نه دومره بهر وو چې ابرام مِصر ته هِجرت وکړو، چې هلته دېره شى. ۱۱ چې کله هغه تقريباً مِصر ته اوړېدو، هغۀ خپلې ښځې سارۍ ته وفرمائيل، ”دا خبره واوره، ما ته پته ده چې تۀ ښائسته يې. ۱۲ کۀ د مِصر خلق تا وګورى، نو هغوئ به ګُمان وکړى چې تۀ زما ښځه يې، نو هغوئ به ما مړ کړى او تا به ژوندۍ پرېږدى. ۱۳ هغوئ ته ووايه چې زۀ يې خور يم، نو داسې به ما ته څۀ نۀ وائى او ستا په وجه به زۀ ژوندے پاتې شم.“ ۱۴ چې کله هغوئ مِصر ته واوړېدل، نو مِصريانو هغه وليده چې ډېره ښائسته ښځه وه. ۱۵ نو د فِرعون درباريانو هغه وليده او فِرعون ته يې ووئيل چې هغه څومره ښائسته وه، نو هغه يې محل ته بوتله. ۱۶ د هغې په وجه فِرعون د ابرام ښۀ عزت وکړو او هغۀ له يې د ګډو او چېلو رَمې ورکړې. څاروى، خرۀ، اوښان او ښځې او نران خِدمتګاران يې هم ورکړل. ۱۷ خو فِرعون سارۍ بوتلې وه، نو ځکه مالِک خُدائ په فِرعون او د هغۀ په درباريانو يوه لويه وبا راوسته. ۱۸ فِرعون ابرام راوغوښتو او تپوس يې ترې وکړو، ”دا تا زما سره څۀ کړى دى؟ تا ولې ما ته ونۀ وئيل چې هغه ستا ښځه ده؟ ۱۹ تا ولې ووئيل چې هغه ستا خور ده او ما درنه بوتله چې ښځه يې کړم؟ خپله ښځه د ځان سره بوځه او په خپله مخه ځه.“ ۲۰ فِرعون نوکرانو ته حُکم وکړو، نو هغوئ ابرام بوتلو او د خپلې ښځې او ټول مال سره يې د هغه مُلک نه بهر کړو.
1 ابرام د خپلې ښځې سره او ټول مال سره د مِصر نه د کنعان په طرف صحرا ته لاړو او لوط هم ورسره وو. 2 ابرام ډېر مالداره سړے وو، د هغۀ څاروى وُو او د سپينو او سرو زرو مالِک هم وو. 3 او هغۀ جدا جدا ځايونو ته هِجرت کولو او بيتايل ته روان وو. هغه هم هغه ځائ ته ورسېدو چې د بيتايل او عى په مينځ کښې دے چرته چې هغه مخکښې دېره شوے وو 4 او قربانګاه يې جوړه کړې وه. او د مالِک خُدائ نوم يې پرې اخستے وو. 5 د لوط سره هم څاروى او رَمې وې، خپل خاندان او نوکران هم ورسره وُو. 6 خو هلته دومره شنه زمکه نۀ وه چې دوئ دواړه په کښې يو ځائ پاتې شوى وے، ځکه چې د دوئ سره ډېر زيات مال وو. 7 نو د ابرام او د لوط د شپونکو په مينځ کښې جنګ وشو. (په هغه وخت کښې کنعانيان او فرزيان هم په هغه مُلک کښې اوسېدل.) 8 نو ابرام لوط ته وفرمائيل، ”خُدائ پاک دې زما او ستا او زمونږ د شپونکو په مينځ کښې لانجه نۀ راولى، ځکه چې مونږ خپلوان يُو. 9 ولې دا ټوله زمکه ستا په وړاندې نۀ ده؟ زما نه جدا شه. چې چرته دې خوښه وى هم هلته لاړ شه. کۀ تۀ ښى طرف ته ځې نو زۀ به ګس طرف ته ځم، کۀ تۀ ګس طرف ته ځې نو زۀ به ښى طرف ته لاړ شم.“ 10 لوط سترګې واړولې راواړولې او د اُردن ټول هوار مېدان يې وليدو، چې د ضُعر پورې، د مالِک خُدائ د باغ په شان يا د مِصر د مُلک په شان ښې ډېرې اوبۀ يې لرلې. (په هغه وخت کښې مالِک خُدائ د سدوم او عموره ښارونه لا تباه کړى نۀ وُو.) 11 نو لوط د ځان دپاره د اُردن ټول هوار مېدان خوښ کړو او نمرخاتۀ طرف ته لاړو. نو داسې دوئ دواړه جدا شول. 12 ابرام د کنعان په مُلک کښې پاتې شو او لوط په مېدان کښې د ښارونو په مينځ کښې دېره شو او سدوم سره نزدې يې خېمې ولګولې، 13 چې د هغه ځائ خلق ډېر خراب او ګناهګار وُو او د مالِک خُدائ خلاف وُو.
14 د لوط د تلو نه پس، مالِک خُدائ ابرام ته وفرمائيل، ”چرته چې تۀ ولاړ يې، د دې ځائ نه هر طرف ته ښۀ په غور سره وګوره. 15 چې څومره زمکه ستا په نظر راځى، دا زۀ تا او ستا اولاد له همېشه دپاره درکوم. 16 زۀ به تا له دومره ډېر اولاد درکوم چې هيڅ څوک به يې شمېرلے نۀ شى خو د خاورو د ذرو شمېرل به ترې آسان وى. 17 پاڅه، روان شه او په ټوله زمکه نظر واچوه، ځکه چې دا ټوله تا له درکوم.“ 18 نو ابرام د دې ځائ نه کَډه واخستله او د ممرې پاکو ونو ته نزدې دېره شو، چې دا په حبرون کښې دے، او هلته يې مالِک خُدائ ته يوه قربانګاه جوړه کړه.
۱ په هغه وخت کښې، څلورو بادشاهانو، د بابل امرافِل، د الاسر اريوک، د عيلام کِدرلاعُمر او د جوئيم تِدعال، ۲ د پينځو نورو بادشاهانو سره جنګ وکړو چې هغوئ دا دى، د سدوم بَرع، د عموره برشع، د ادمه سِنىاب، د ضبوئيم شِميبر او بالع يعنې د ضُعر بادشاه. ۳ دې پينځو بادشاهانو د سِديم په مېدان کښې اتفاق وکړو او لښکر يې جوړ کړو، چرته چې د مالګې درياب دے. ۴ دوئ دولس کاله د کِدرلاعُمر د مشرۍ لاندې وُو، خو په ديارلسم کال هغوئ د هغۀ خِلاف بغاوت وکړو. ۵ يو کال وروستو کِدرلاعُمر او د هغۀ ملګرى د خپلو لښکرو سره راغلل او رفائيم ته يې په عستارات قرنيم کښې، زوزيم ته په حام کښې او ايميم ته د سِوى قِريَتائم په مېدان کښې شکست ورکړو، ۶ او حوريانو ته يې د ادوم په غرونو کښې شکست ورکړو او د صحرا په غاړه د اېلفاران پورې ورپسې روان وُو. ۷ بيا دوئ ترې راوګرځېدل او قادِس ته واپس راغلل (چې بيا په عين مِصفات مشهور شو). دوئ د عماليقيانو ټول مُلک ونيوو او اموريانو له يې شکست ورکړو چې په حصيصون تامار کښې اوسېدل. ۸ د سدوم، عموره، ادمه، ضبوئيم او د بالع بادشاهان د قلعو نه راووتل او خپلې لښکرې يې د جنګ دپاره تيارې کړې او د سِديم په مېدان کښې يې جنګ وکړو. ۹ پينځۀ بادشاهان، د څلورو بادشاهانو سره وجنګېدل چې دوئ د عيلام، د جوئيم، د بابل او د الاسر وُو. ۱۰ مېدان ټول د تارکولو د کندو نه ډک وو او چې کله د سدوم او عموره بادشاهان د جنګ نه تښتېدل، نو هغوئ په کندو کښې پرېوتل، خو هغه نور درې بادشاهان غرونو ته وتښتېدل. ۱۱ دې څلورو بادشاهانو چې په سدوم او عموره کښې څومره مال وو هغه يې ټول واخستو، چې په کښې د خوراک سامان هم وو او دوئ لاړل. ۱۲ د ابرام ورارۀ لوط، په سدوم کښې اوسېدو، نو هغه يې هم بوتلو او هر څۀ يې ترې واخستل. ۱۳ خو يو سړے وتښتېدو او ابرام، عبرانى ته يې دا هر څۀ ووئيل، چې هغه د ممرې، امورى پاکو ونو ته نزدې اوسېدو، ممرې او د هغۀ خپلوانو اسکال او عانير هم د ابرام په جنګ کښې ملګرتيا کوله. ۱۴ چې کله ابرام خبر شو چې د هغۀ ورارۀ نيولے شوے دے، هغۀ خپل ټول درې سوه اتلس فوجيان خپلې خېمې ته راوغوښتل او په هغه څلورو بادشاهانو پسې تر دان پورې روان وُو. ۱۵ هلته هغۀ فوجيان په ډلو کښې تقسيم کړل او د شپې يې په دشمن حمله وکړه او هغوئ له يې شکست ورکړو، هغه د دمشق شمالى طرف ته تر حوبه پورې په هغوئ پسې وو، ۱۶ او چې کوم مال يې تښتولے وو هغه يې ترې واپس واخستلو. او خپل ورارۀ لوط يې سره د ټول مال واپس راوستو او چې کومې ښځې او کسان نيولے شوى وُو هغه يې هم راوستل.
۱۷ چې کله ابرام په کِدرلاعُمر او په نورو بادشاهانو د فتح موندلو نه پس واپس راغلو، نو د سدوم بادشاه د سِوى مېدان ته ورله ستړى مشى له راغلو (چې بل نوم يې د بادشاهانو مېدان دے). ۱۸ او مَلِکصِدق، چې د شاليم بادشاه او د خُدائ تعالىٰ يو اِمام وو، ابرام له روټۍ او مے راوړل، ۱۹ هغۀ دپاره يې برکت وغوښتو او ورته يې وفرمائيل، ”خُدائ تعالىٰ دې ابرام له برکت ورکړى، چا چې آسمان او زمکه پېدا کړى دى. ۲۰ ټول ثناء صِفت دې د هغه خُدائ تعالىٰ وى چې ستا دشمنان يې ستا د پښو لاندې کړل.“ نو ابرام مَلِکصِدق ته د ټول مالِ غنيمت نه لسمه حِصه ورکړه. ۲۱ د سدوم بادشاه ابرام ته ووئيل، ”دا ټول مال ستا شو، خو ما له زما ټول خلق واپس راکړه.“ ۲۲ ابرام جواب ورکړو، ”زما دې په مالِک خُدائ قسم وى، چې ډېر لوئ خُدائ تعالىٰ دے، چې د آسمان او زمکې پېدا کوونکے دے، ۲۳ چې زۀ به ستاسو هيڅ څيز نۀ استعمالوم، يو تار يا د څپلۍ تسمه قدر به هم ستاسو نۀ وړم. چې تاسو دا ونۀ وايئ، چې ابرام زمونږ په مال مالداره شوے وو. ۲۴ زۀ به ستاسو نه د هغه مال نه بغېر يو څيز هم نۀ قبلوم کوم چې زما کسانو استعمال کړے دے. خو زما ملګرى، عانير، اسکال او ممرې دې خپله حِصه ترې نه واخلى.“
1 څۀ موده پس، د مالِک خُدائ کلام ابرام ته په رويا کښې نازل شو چې، ”ابرامه، يرېږه مه. زۀ ستا ډال يم او زۀ به تا له يو لوئ اِنعام درکوم.“ 2 خو ابرام جواب ورکړو، ”مالِکه، مالِکه خُدايه، ستا اِنعام به ما له څۀ فائده راکړى؟ زما خو خپل بچى هم نشته او دغه د دمشق اِلىعزر زما وارث دے. 3 ګوره، تا ما له اولاد نۀ دے راکړے او زما غلام به زما ميراث اخلى.“ 4 نو د مالِک خُدائ کلام يو ځل بيا په هغۀ نازل شو چې، ”ستا غلام اِلىعزر به ستا ميراث نۀ اخلى، ستا خپل زوئ به ستا وارث وى.“ 5 مالِک خُدائ هغه بهر بوتلو او ورته يې وفرمائيل، ”آسمان ته وګوره، کۀ تۀ د آسمان ستورى شمېرلے شې نو وې شمېره، ستا اولاد به د ستورو په شان ډېر وى.“ 6 ابرام په مالِک خُدائ ايمان راوړو او دا د هغۀ دپاره په صداقت حساب شو. 7 بيا مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ مالِک خُدائ يم، چا چې په بابل کښې د اُور نه راوويستلې، چې دا زمکه ستا خپله شى.“ 8 خو ابرام ترې تپوس وکړو، ”مالِکه، مالِکه خُدايه، ما ته به څنګه پته ولګى چې دا به زما شى؟“ 9 هغۀ جواب ورکړو، ”ما له يوه سخۍ، يوه چېلۍ او يو ګډ راوله، چې هر يو د درېو کالو وى او يوه ګوګوشتکه او کونتره هم راوړه.“ 10 ابرام دا ځناور حاضر کړل، حلال يې کړل، هغه درې څاروى يې په مينځ نيم کړل او په دوه قطارونو کښې يې نيم نيم يو بل ته مخامخ کېښودل، خو مارغان يې په مينځ نيم نۀ کړل. 11 ټپوسان په غوښه لاندې راغوټه شول، خو ابرام ترې نه وشړل. 12 چې کله نمر په پرېوتو شو، په ابرام يو دروند خوب راغلو او يره او توره تيارۀ هم پرې راغله. 13 مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”تۀ دا خبره ياده ساته چې ستا اولاد به په پردى مُلک کښې مسافر شى، دوئ به هلته نوکران شى او څلور سوه کاله به پرې ظلم کيږى، 14 خو زۀ به هغه قوم له سزا ورکړم چې څوک دوئ غلامان کوى او چې کله هغه پردے مُلک پرېږدى، نو دوئ به ډېر مال دولت د ځان سره يوسى. 15 او تۀ په خپله به په ښۀ پوخ عُمر کښې، په تسلۍ سره وفات شې او دفن به شې. 16 په څلورم نسل کښې به ستا اولاد دلته واپس راشى، ځکه چې اموريانو تر اوسه پورې دومره ګناه نۀ ده کړې چې زۀ دوئ بهر کړم.“ 17 چې کله نمر پرېوتو او توره تيارۀ شوه، نو يو د بلو سکارو لوښے چې لوګے يې کولو او يو بَل لرګے ناڅاپى راڅرګند شو او د ځناورو په مينځ کښې تېر شو. 18 نو په هغه وخت کښې مالِک خُدائ د ابرام سره يو لوظ وکړو. هغۀ وفرمائيل، ”زۀ تا سره دا لوظ کوم چې زۀ به ستا اولاد له د مِصر د دې سيند نه د فرات تر لوئ سيند پورې دا زمکه ورکوم، 19 او ورسره د قينيانو مُلک، د قنزيانو، د قدمونيانو، 20 د حِتيانو، د فرزيانو، د رفائيم، 21 د اموريانو، د کنعانيانو، د جرجاسيانو او د يبوسيانو مُلک هم ورکوم.“
۱ د ابرام د ښځې سارۍ تر اوسه پورې بچى نۀ وُو شوى. خو د هغې يوه مِصرۍ وينځه وه چې نوم يې هاجِره وه، ۲ نو هغې ابرام ته ووئيل، ”مالِک خُدائ ما له اولاد نۀ دے راکړے. تۀ ولې زما د وينځې سره شپه نۀ تېروې؟ کېدے شى چې زۀ د هغې نه آباده شم.“ نو ابرام د سارۍ خبره ومنله. ۳ نو هغې خپله وينځه هاجِره ورکړه چې ښځه يې شى. (د ابرام په کنعان کښې د لس کاله اوسېدو نه پس داسې وشول.) ۴ ابرام د هاجِرې سره کوروالے وکړو، نو هغه اُميدواره شوه. چې کله هغې ته پته ولګېده چې اُميدواره شوه، نو خپلې بىبى ته به يې سپک کتل. ۵ نو سارۍ ابرام ته ووئيل، ”دا بد ستا په وجه وشول. ما خپله وينځه په خپله ستا په غېږ کښې کښېنوله او چې د کوم وخت نه هغې ته پته لګېدلې ده چې اُميدواره ده، نو هغه ما ته سپک ګورى. مالِک خُدائ دې اِنصاف وکړى چې په ما او په تا کښې څوک په حقه دى.“ ۶ خو ابرام جواب ورکړو، ”ډېر ښۀ، هغه ستا وينځه ده او ستا په اختيار کښې ده، چې څۀ دې خوښه وى نو ورسره يې وکړه.“ نو سارۍ د هاجِرې سره دومره ظلم وکړو چې هغه ترېنه وتښتېده. ۷ د مالِک خُدائ فرښتې په صحرا کښې د شور په لاره هاجِره په چينه وموندله ۸ او فرښتې وفرمائيل، ”هاجِرې، د سارۍ وينځې، تۀ د کوم ځائ نه راغلې يې او چرته ځې؟“ هغې جواب ورکړو، ”زۀ د خپلې نېکې نه تښتم.“ ۹ د مالِک خُدائ فرښتې هغې ته وفرمائيل، ”خپلې بىبى له واپس لاړه شه او د هغې د اختيار لاندې ژوند تېروه.“ ۱۰ بيا فرښتې هغې ته دا هم وفرمائيل، ”زۀ به تا له دومره ډېر اولاد درکړم چې هيڅ څوک به يې نۀ شى شمېرلے. ۱۱ تۀ اوس اُميدواره يې او زوئ به دې وشى او د هغۀ نوم به اِسمٰعيل کېږدې ځکه چې مالِک خُدائ په تکليف کښې ستا آواز اورېدلے دے. ۱۲ خو ستا زوئ به د يو ځنګلى په شان عُمر تېروى، هغه به د هر چا دشمن وى او هر يو به د هغۀ خِلاف وى. هغه به د خپلوانو نه بېل ژوند تېروى.“ ۱۳ هاجِرې د ځان نه تپوس وکړو، ”ما خو خُدائ پاک ليدلے دے او بيا هم لا ژوندۍ پاتې يم؟“ نو هغې مالِک خُدائ ته يو نوم ورکړو چا چې د هغې سره يې خبرې کړې وې، يعنې، ”هغه خُدائ پاک چې ګورى.“ ۱۴ دا ځکه د قادِس او بيرد په مينځ کښې کوهى ته خلق وائى چې، ”بيرلحىروۍ“ يعنې، د هغه ژوندى خُدائ پاک کوهے دے چې ما ګورى. ۱۵ د هاجِرې نه د ابرام زوئ وشو او اِسمٰعيل نوم يې پرې کېښودو. ۱۶ ابرام په هغه وخت کښې د شپږ اتياو کالو وو.
1 ابرام چې کله د يو کم سلو کالو وو، نو مالِک خُدائ هغۀ ته راڅرګند شو او وې فرمائيل، ”زۀ قادر خُدائ يم. زما تابعدارى کوه او همېشه بېعېبه اوسه. 2 زۀ تا سره دا لوظ کوم چې ډېر اولاد به درکړم.“ 3 ابرام مخ په زمکه ولګولو، سجده يې وکړه او خُدائ پاک وفرمائيل چې، 4 ”ګوره، زۀ تا سره دا لوظ کوم، زۀ دا لوظ کوم چې تۀ به د ډېرو قومونو پلار شې. 5 نور به تا ته ابرام نۀ شى وئيلے، ستا نوم اِبراهيم شو، ځکه چې زۀ تا د ډېرو قومونو پلار جوړوم. 6 زۀ به تا ډېر زيات آباد کړم، او ستا نه به قومونه جوړ کړم او ستا په اولاد کښې به بادشاهان وى. 7 زما به تا او ستا د اولاد سره دا لوظ وى، دا به په راتلونکو نسلونو کښې يو نۀ ختمېدونکے لوظ وى. زۀ به ستا او ستا د اولاد خُدائ پاک يم. 8 زۀ به تا او ستا اولاد له دا مُلک ورکوم په کوم کښې چې تۀ اوس مسافر يې. د کنعان ټول مُلک به همېشه دپاره ستا د اولاد وى او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم.“ 9 خُدائ پاک اِبراهيم ته وفرمائيل، ”تۀ به زما سره دا لوظ پوره کوې، ستا او ستا د اولاد د راتلونکو نسلونو سره به دا لوظ وى. 10 خو په دې شرط سره چې تۀ او ستا د اولاد هر يو نر به خامخا سنت کيږى. 11-12 د نن نه پس به تاسو هر يو نر ماشوم سنت کوئ چې هغه د اتو ورځو شى، ورسره هغه نوکران چې ستاسو په کور کښې پېدا وى او هغه هم چې د بل مُلک نه راوستلے شوى دى. د دې نه به دا معلوميږى چې زما او ستا په مينځ کښې لوظ شته. 13 هر يو به خامخا سنت کيږى، دا به په بدن يوه نښه وى چې پته لګى چې تا سره زما لوظ نۀ ختمېدونکے دے. 14 خو چې کوم نر سنت شوے نۀ وى هغه به زما د خلقو نه بېل وى، ځکه چې هغۀ زما لوظ مات کړے دے.“ 15 خُدائ پاک اِبراهيم ته وفرمائيل، ”تۀ نور خپلې ښځې ته سارۍ مۀ وايه، د نن نه پس د هغې نوم ساره شو. 16 زۀ به هغې له برکت ورکړم او د هغې نه به ستا يو زوئ پېدا شى. زۀ به هغې له برکت ورکړم او هغه به د قومونو مور شى او د هغې په اولاد کښې به بادشاهان وى.“ ۱۷ اِبراهيم تندے په زمکه ولګولو، سجده يې وکړه، خو اِبراهيم په خندا شو، چې کله هغۀ سوچ کولو، ”چې يو سړے د سلو کالو زوړ وى د هغۀ بچى پېدا کېدے شى څۀ؟ د ساره بچى پېدا کېدے شى چې د لس کم سلو کالو ده؟“ ۱۸ اِبراهيم خُدائ پاک ته وفرمائيل، ”کاش چې تۀ اِسمٰعيل زما وارث کړې.“ ۱۹ خو خُدائ پاک وفرمائيل چې، ”نه. ستا د خپلې ښځې ساره نه به يو زوئ پېدا شى او د هغۀ نوم اِسحاق کېږده. د هغۀ او د هغۀ د اولاد سره به همېشه دپاره زما لوظ وى. کوم چې يو نۀ ختمېدونکے لوظ دے. ۲۰ ما ستا د اِسمٰعيل دپاره سوال اورېدلے دے، نو هغۀ له به هم برکت ورکړم او هغۀ له به ډېر بچى او ډېر اولاد ورکړم. هغه به د دولسو بادشاهانو پلار وى او زۀ به د هغۀ د اولاد نه يو لوئ قوم جوړ کړم. ۲۱ خو زما به ستا د زوئ اِسحاق سره لوظ وى، چې هغه به تقريباً بل کال په دې ورځو کښې د ساره نه پېدا کيږى.“ ۲۲ چې کله خُدائ پاک د اِبراهيم سره خبرې تر سره کړې، نو ترې نه لاړو. ۲۳ هم په هغه ورځ اِبراهيم اِسمٰعيل او په کور کښې چې څومره نران پېدا شوى وُو هغه ټول يې سنت کړل، سره د هغه نوکرانو چې د هغۀ په کور کښې پېدا شوى وُو او هغه يې هم سنت کړل چې د بل مُلک نه راوستلے شوى وُو لکه څنګه چې خُدائ پاک هغۀ ته فرمائيلى وُو. ۲۴ اِبراهيم د يو کم سلو کالو وو چې هغه سنت شو، ۲۵ او د هغۀ زوئ اِسمٰعيل د ديارلسو کالو وو. ۲۶ دوئ دواړه په يوه ورځ سنت شول، ۲۷ او ورسره د اِبراهيم ټول نوکران هم سنت شول.
پېدايښت ۱۲–۱۳ · پېدايښت ۱۴–۱۵ · پېدايښت ۱۶–۱۷ · PYPB
دا پنځم ځل دی چې موږ لولو چې څښتن ابراهیم ته راڅرګند شو، مګر وروستی ثبت شوی وخت چې خدای ابراهیم سره خبرې وکړې دیارلس کاله مخکې و. ابراهیم څښتن تجربه کړ کله چې هغه په ۱۲-۱۳ فصلونو کې په ایمان سره تګ پیل کړ. هغه په ۱۴-۱۵ فصلونو کې د خپل خدای په تکیه کولو اهمیت زده کړ کله چې هغه په ایمان سره جګړه وکړه. مګر اوس په ۱۶-۱۷ فصلونو کې ابراهیم او د هغه میرمن د ایمان له لارې د څښتن انتظار کول سخت ګڼي. خدای ابراهیم او د هغه اولادونو ته د ځمکې ژمنه کړې وه، مګر هغه او د هغه میرمن زوړ کیږي او لاهم هیڅ اولاد نلري. په ۱۶ فصل کې، سارای هغه څه کوي چې موږ یې ډیری وختونه کوو: هغه شیان په خپلو لاسونو کې اخلي. هغه خپله مصري وینځه، هاجر، ابراهیم ته ورکوي مګر دا یوازې نورې ستونزې رامینځته کوي!
ډیری وختونه، زموږ په ژوند کې داسې شرایط رامینځته کیږي چیرې چې موږ هڅه کوو شیان پخپله حل کړو او موږ یوازې وضعیت پیچلی کوو. څښتن نه غواړي چې موږ په خپله هوښیارۍ یا په خپله ځواک تکیه وکړو. هغه غواړي چې موږ باور وکړو چې هیڅ شی د هغه لپاره خورا سخت ندی او دا چې هغه کولی شي راشي او خنډ په فرصت بدل کړي ترڅو خپل جلال څرګند کړي! څښتن ځان ابراهیم ته د قادر مطلق خدای په توګه څرګندوي! دا نوم له دوو کلمو څخه جوړ شوی دی، ایل د ځواک په اړه خبرې کوي او شادای، کوم چې د ټول ځواک او ټول کفایت ګډ فکر لري. څښتن د ابراهیم ته ویلو په حال کې و چې سارای به حتی په ۹۰ کلنۍ کې یو زوی ولري!
که تاسو د یوې لویې پریکړې سره مخ یاست یا ځان په یو ناممکن حالت کې ومومئ، د څښتن څخه مخکې مه ځئ. د هغه انتظار وکړئ ترڅو خپل ځواک او قدرت څرګند کړي! ابراهیم ته لارښوونه وشوه چې د څښتن په وړاندې تګ وکړي او بې ګناه وي. کله چې د ناممکن حالت سره مخ یاست، د څښتن په وړاندې تګ وکړئ، په بشپړ ډول هغه ته وقف شئ، او هغه به څرګند کړي چې هغه ستاسو د اړتیا په وخت کې ستاسو لپاره یو بشپړ کفایت لرونکی خدای دی!