۲ چرته چې هغوئ خېمې لګولې وې هلته اوبۀ نۀ وې، نو خلق په موسىٰ او هارون باندې راغونډ شول ۳ او هغوئ وغورېدل چې، ”دا به ښۀ وے چې مونږ د خپلو بنى اِسرائيلو سره د مالِک خُدائ د خېمې په مخکښې مړۀ شوى وے. ۴ تاسو مونږ دې صحرا ته د دې دپاره راوستلى يُو چې دلته د خپلو څاروو سره مړۀ شُو؟ ۵ تاسو مونږ ولې د مِصر نه راوويستلو او دې خراب ځائ ته مو راوستلو چې دلته هيڅ هم نۀ کيږى؟ نۀ غله دانه، نۀ اينځر، نۀ انګور او نۀ انار شته. د څښلو اوبۀ هم نشته.“ ۶ موسىٰ او هارون د خلقو نه لرې لاړل او د خېمې د دروازې په خولۀ کښې ودرېدل. هغوئ پړمخې د عبادت دپاره پرېوتل او د مالِک خُدائ د حضور جلال هغوئ ته راڅرګند شو. ۷ مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ۸ ”هغه امسا واخله چې کومه د لوظ صندوق مخې ته ده او بيا تۀ او هارون ټول قوم راغونډ کړئ. هلته د هغوئ ټولو په مخکښې هغه ګټ ته ووايه او د هغې نه به اوبۀ راوځى. نو داسې تۀ به د خلقو دپاره د ګټ نه اوبۀ راوباسې او هغوئ او د هغوئ ځناور به يې وڅښى.“ ۹ موسىٰ لاړو او امسا يې راواخستله، چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو. ۱۰ موسىٰ او هارون د ګټ په مخکښې ټول قوم راغونډ کړو او موسىٰ وفرمائيل، ”اے باغيانو واورئ. ولې مونږ ستاسو دپاره د دې ګټ نه اوبۀ راوباسو څۀ؟“ ۱۱ بيا موسىٰ امسا پورته کړه او دوه ځله يې هغه ګټ پرې ووهلو او ډېرې زياتې اوبۀ ترې نه راووتلې او ټولو خلقو او ځناورو وڅښلې. ۱۲ خو مالِک خُدائ موسىٰ او هارون ته وفرمائيل، ”تاسو په ما ايمان نۀ لرلو چې زما مقدس طاقت مو د بنى اِسرائيلو په مخکښې څرګند کړے وے، نو اوس تاسو به هغوئ هغه مُلک ته بونۀ ځئ چې ما يې د ورکولو وعده کړې ده.“ ۱۳ د دې ځائ نوم د مريبه اوبۀ شو، ځکه چې بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ خِلاف شکايت وکړو او هغۀ ورته هلته وښودل چې هغه مقدس دے.
۲۶ او بيا ټول بنى اِسرائيل به خلاصون ومومى لکه څنګه چې صحيفو کښې ليکلے شوى دى چې، ”خلاصونکے به د صيون نه راپورته شى، هغه به د يعقوب د نسل نه بېدينى لرې کړى.