څلرنۍ د ۲۰۲۶ د مارچ ۱۱

ورځنی رڼا

۲۰۲۶ مارچ ۱۱

عيسىٰ په ژړا شو.

يوحنا 11:35

خلقو هغۀ ته سپک وکتل او هغه يې رد کړو، هغه د درد او کړاؤ سره مخ شو. او خلقو به هغۀ ته دومره سپک کتل چې مخ به يې ترېنه اړولو. مونږ د هغۀ هيڅ قدر نۀ کولو.

يشعياه 53:3

For we don’t have a high priest who can’t be touched with the feeling of our infirmities, but one who has been in all points tempted like we are, yet without sin.

Hebrews 4:15

نو خُدائ پاک دا ټول څيزونه د خپل ځان دپاره پېدا کړى دى او د هغۀ په وسيله پېدا شوى دى، نو هغۀ دا مناسب وګڼل چې ډېر زامن په جلال کښې داخل کړى، نو چې د تکليفونو په وسيله د خلاصون بانى کامِل کړى.

عبرانيان 2:10

اګر چې هغه زوئ وو، خو د تکليفونو په تېرولو هغۀ فرمانبردارى زده کړه.

عبرانيان 5:8

خُدائ تعالىٰ ما ته صفا وينا کړې ده، او ما د هغۀ نه سرکشى نۀ ده کړې او نۀ د هغۀ نه اوړېدلے يم. چا چې زما وهل غوښتل ما هغوئ ته خپله ملا وړاندې کړه، چا چې زما نه ږيره ويستله ما هغوئ ته خپل مخ وړاندې کړو. ما د هغوئ د بې‌عزتۍ او توکاڼو نه خپل مخ نۀ دے پټ کړے.

يشعياه 50:5-6

يهوديانو ووئيل چې، ”وګوره د دۀ هغۀ سره څومره مينه وه.“

يوحنا 11:36

ځکه چې په حقيقت کښې هغه د فرښتو دپاره نه، بلکې د اِبراهيم د نسل مدد دپاره راغلو. هم دغه وجه ده چې عيسىٰ ته په هر لحاظ د خپلو وروڼو په شان جوړېدل په کار وُو چې هغه د خُدائ پاک په خِدمت کولو کښې داسې لوئ اِمام شى چې زړۀ سواندے او وفادار وى، او د خلقو د ګناهونو دپاره د خپل ځان کفاره ورکړى.

عبرانيان 2:16-17

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې