دونۍ د ۲۰۲۶ د مارچ ۹

ورځنی رڼا

۲۰۲۶ مارچ ۹

او هغوئ د تخت او د څلورو جاندارو او مشرانو په وړاندې يو نوے حمد وئيلو، او دا حمد بې د هغه يو لاک څلور څلوېښت زرو کسانو نه چې د زمکې نه په بيعه اخستے شوى وُو، او د دوئ نه بغېر بل هيچا نۀ شو زده کولے.

رويا 14:3

هغۀ د خپل مرګ په وسيله د ژوندون دپاره يوه نوې لار د پړدې د مينځ نه کولاو کړه،

عبرانيان 10:20

نو هغۀ مونږ له خلاصون راکړو، خو د صداقت د کارونو په سبب نۀ، کوم چې مونږ په خپله کړى وُو، بلکې د خپل رحم په وسيله يې ووينځلُو او د روحُ القُدس په وسيله يې نوے ژوند راکړو. خُدائ پاک روحُ القُدس زمونږ د خلاصوونکى عيسىٰ مسيح په وسيله په مونږ ډېر زيات نازل کړو،

تيطوس 3:5-6

for by grace you have been saved through faith, and that not of yourselves; it is the gift of God, not of works, that no one would boast.

Ephesians 2:8-9

مونږ ته نه، اے مالِکه خُدايه، مونږ ته نه، خو ستا نوم ته دې جلال وى، ځکه ستا د مينې او وفا په سبب دې وى.

زبور 115:1

او د عيسىٰ مسيح د طرف نه چې وفادار ګواه دے او چې د مړو نه اول ژوندے پاڅېدو او د زمکې د بادشاهانو سردار دے. هغه مونږ سره مينه کوى او مونږ يې د خپلې وينې په قربانۍ د ګناهونو نه آزاد کړُو. هغۀ مونږ د خپل پلار خُدائ پاک د بادشاهت د خدمت دپاره اِمامان جوړ کړُو. د هغۀ جلالى قُدرت دې تل تر تله قائم وى. آمين.

رويا 1:5-6

او هغوئ دا نوے حمد وئيلو چې، ”تۀ د دې لائق يې چې طومار واخلې او د دې مهرونه کولاو کړې ځکه چې تۀ حلال کړے شوې او د خپلې وينې په فديه دې د خُدائ پاک دپاره د هر خيل، د هرې ژبې او د هر قوم او خلق په بيعه واخستل.

رويا 5:9

او د دې نه پس ما د خلقو لويه ګڼه وليده چې بې‌شمېره وه، دا د ټولو قومونو، ټولو خيلونو او د مختلفو ژبو د ويوونکو خلقو ګڼه د تخت او د ګډُورى د وړاندې ولاړه وه. او هغوئ سپينې جامې اغوستې وې او د کجورو څانګې يې په لاسونو کښې نيولې وې. او په زوره يې دا چغې وهلې چې، ”خلاصون زمونږ د خُدائ پاک دے څوک چې په تخت ناست دے، او د ګډُورى دے.“

رويا 7:9-10

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې