څلرنۍ د ۲۰۲۶ د جنوري ۱۴

ورځنی رڼا

۲۰۲۶ جنوري ۱۴

زۀ به ستا او د ښځې په مينځ کښې دشمنى پېدا کړم، د هغې او ستا اولاد به همېشه دشمنان وى. هغه به ستا سر چخڼى کوى او تۀ به هغه په پونده چيچې.“

پېدايښت 3:15

خو کله چې يې هغه وليدو نو ډېر خلق حېران شول، د هغۀ شکل صورت داسې خراب وو چې هغه د نورو انسانانو په شان نۀ ښکارېدو.

يشعياه 52:14

خو زمونږ د ګناه په وجه هغه زخمى شو، زمونږ د بغاوت په وجه هغه چخڼى کړے شو. چې کومه سزا ورکړے شوه نو د هغې په وجه مونږ ته شفا مِلاو شوه، هغۀ چې کوم وهل وخوړل نو د هغې په وجه مونږ روغ شُو.

يشعياه 53:5

زۀ هره ورځ تاسو سره د خُدائ په کور کښې وم نو تاسو ما ته لاس وانۀ چولو خو اوس دا ستاسو دپاره موقع ده او د تورې تيارې اختيار.“

لوقا 22:53

عيسىٰ هغۀ ته جواب ورکړو چې، ”ستا به په ما باندې هيڅ اختيار نۀ وے کۀ چرې دا د بره نه تا ته نۀ وے درکړے شوے. په دې وجه چا چې زۀ تا ته په حواله کړے يم، هغه د لوئ ګناه مجرم دے.“

يوحنا 19:11

خو څوک چې هر وخت ګناه کوى، هغه د اِبليس بچے دے ځکه چې اِبليس د ازل نه په ګناه کولو کښې آخته دے. او د خُدائ پاک زوئ د دې مقصد دپاره ظاهر شو چې د اِبليس کارونه برباد کړى.

اول يوحنا 3:8

عيسىٰ ډېر بيماران روغ کړل چې په مختلفو بيماريانو آخته وُو او ډېر پيريان يې وشړل. هغۀ پيريان د خبرو نه منع کړل ځکه چې هغوئ ته پته وه چې دا څوک دے.

مرقوس 1:34

بيا عيسىٰ ورغلو او ورته يې وفرمائيل چې، ”د آسمان او د زمکې ټول اختيار ما ته راکړے شوے دے.

متى 28:18

څوک چې ايمان راوړى دا معجزې به ترېنه څرګنديږى چې زما په نوم به پيريان شړى او په نورو ژبو به خبرې کوى.

مرقوس 16:17

خُدائ پاک چې د سلامتۍ سرچينه دے، هغه به ډېر زر شېطان ستاسو د پښو لاندې چخڼى کړى. زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح فضل دې تاسو سره وى.

روميان 16:20

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې