څلرنۍ د ۲۰۲۶ د جنوري ۷

ورځنی رڼا

۲۰۲۶ جنوري ۷

يشوَع چې تر کومې پورې تۀ ژوندے يې هيڅ څوک به تا له شکست نۀ شى درکولے. زۀ به ستا هغه شان مل يم لکه څنګه چې د موسىٰ مل وم. زۀ به کله هم تاسو سره بې‌وفائى ونۀ کړم او نۀ به مو يواځې پرېږدم.

يشوَع 1:5

مالِک خُدائ چې د بنى اِسرائيلو سره څومره وعدې کړې وې نو په هغې کښې يوه هم نۀ وه ناکامه شوې او ټولې يې پوره کړې وې.

يشوَع 21:45

خُدائ پاک د بنى آدم په شان نۀ دے، چې دروغ ووائى، هغه بنى آدم نۀ دے چې خپله فېصله بدله کړى. هغه چې کومه وعده وکړى، نو هغه پوره کوى، هغه چې څۀ وائى، نو هغه کوى.

شمېر 23:19

ياد ساتئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک، حقيقى خُدائ پاک دے او هغه وفادار دے. هغه به خپل لوظ پوره کړى او د هغه خلقو زرګونو نسلونو ته به نۀ بدلېدونکې مينه وښائى څوک چې د هغۀ سره مينه لرى او د هغۀ په حُکمونو عمل کوى،

ګردان 7:9

د هغۀ نه چې څوک يريږى هغوئ ته رزق ورکوى، هغه خپل لوظ د تل دپاره ياد ساتى.

زبور 111:5

”هيڅکله نه. يو مور خپل د پيو ماشوم هېرولے شى څۀ؟ او چې کوم بچے ترې نه پېدا شوے وى نو د هغۀ سره به مينه نۀ کوى څۀ؟ کۀ يوه مور خپل بچے هېر هم کړى، خو زۀ به تاسو هيڅکله هم هېر نۀ کړم. ګوره ما ستا نوم د خپلو لاسونو په تلو باندې ليکلے دے، او ستا دېوالونه همېشه زما په وړاندې دى.

يشعياه 49:15-16

مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو مل دے، هغه طاقتور دے او تاسو به بچ کړى. هغه به تاسو نه ډېر خوشحاله وى، هغه به تا په خپلې مينې خاموش کړى، هغه به په تا په سندرو سره خوشحالى وکړى.

صفنياه 3:17

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې