پينځنۍ د ۲۰۲۶ د جنوري ۱

ورځنی رڼا

۲۰۲۶ جنوري ۱

مالِک خُدائ به په خپله ستاسو لارښودنه کوى او هغه به تاسو سره وى. هغه به کله هم تاسو سره بې‌وفائى ونۀ کړى او نۀ به مو يواځې پرېږدى، نو يرېږئ مه او حوصله مۀ بائيلئ.“

ګردان 31:8

اے مالِکه خُدايه، زۀ په دې پوهېږم چې د انسان د ژوندون اختيار د دۀ په خپل لاس کښې نۀ دے. او نۀ هغه په خپلې مرضۍ سره د خپل ژوند لار مقررولے شى.

يرمياه 10:23

کۀ مالِک خُدائ د نېکانو د کردار نه خوشحاله وى، هغه د هغوئ قدمونه سموى. کۀ تيندک وخورى نو وبه نۀ غورزيږى، ځکه چې مالِک خُدائ يې په خپلو لاسونو کښې اوچتوى.

زبور 37:23-24

خو د هر څۀ باوجود به بيا هم زۀ د تل دپاره تا سره يم، په خپله مې د ښى لاس نه راونيسه. د خپلې مشورې په ذريعه زما رهنمائى کوې، نو آخر به هم ما خپل جلال ته راوغواړې.

زبور 73:23-24

زۀ په دې پوره يقين ساتم چې نۀ مرګ او نۀ ژوندون، نۀ فرښتې، نۀ نور آسمانى حاکمان، نۀ اوسنى او نۀ راتلونکى څيزونه، نۀ قوتونه، په آسمان کښې او نۀ په زمکه او نۀ په ټول کائنات کښې داسې څۀ څيز شته چې مونږ د خُدائ پاک د مينې نه جدا کولے شى، کومه چې په مالِک عيسىٰ مسيح کښې مونږ ته مِلاو شوې ده.

روميان 8:38-39

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې