دونۍ د ۲۰۲۵ د دسمبر ۲۹

ورځنی رڼا

۲۰۲۵ دسمبر ۲۹

تاسو خُدائ پاک ته رانزدې شئ او هغه به تاسو ته رانزدې شى. اے ګناهګارانو، خپل لاسونه د بدو کارونو نه صفا کړئ او اے دوه زړيو خلقو، خپل زړونه پاک کړئ.

يعقوب 4:8

حنوک خپل ژوند د خُدائ پاک په ملګرتيا کښې تېر کړو او د هغې نه پس خلقو ونۀ ليدو، ځکه چې هغه خُدائ پاک خپل ځان ته پورته اوچت کړو.

پېدايښت 5:24

آيا دوه کسان يو ځائ سفر کولے شى ترڅو چې هغوئ داسې کولو باندې متفِق نۀ وى؟

عاموس 3:3

خو زما دپاره به دا ښۀ وى چې زۀ خُدائ ته نزدې شم. ما تۀ خپله پناه ګاه جوړه کړې قادر مطلق مالِکه خُدايه، زۀ به ستا ټول کارونه بيانوم.

زبور 73:28

او هغه د آسا سره مِلاوېدو له لاړو. هغۀ ورته اوچت آواز وکړو، ”آسا بادشاه او د يهوداه او بنيامين ټولو خلقو، ما ته غوږ ونيسئ. مالِک خُدائ تاسو سره دے چې تر څو پورې تاسو د مالِک خُدائ سره يې. کۀ تاسو د هغۀ طلب وکړئ نو هغه به پېدا کړئ، خو کۀ تاسو ترې نه واوړئ، نو هغه به تاسو پرېږدى.

دوېم تاريخ 15:2

خو چې کله به مصيبت راغلو، نو هغوئ به مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته راوګرځېدل. هغوئ به د خُدائ پاک لټون وکړو او پېدا به يې کړو.

دوېم تاريخ 15:4

مالِک خُدائ فرمائى چې، ما ته د هغه منصوبو پته ده زۀ چې کومې ستاسو دپاره لرم، هغه منصوبه چې تاسو آبادوى او خوشحالوى، نه چې تاسو ته نقصان رسوى، هغه منصوبه چې تاسو ته مستقبل او اُميد درکړى. بيا به په هغه وخت تاسو ما ته مِنت زارى وکړئ، ما ته به رجوع وکړئ او ما نه به دُعا وغواړئ، او زۀ به ستاسو دُعا واورم. تاسو به زما لټون کوئ او کۀ چرې په پوره زړۀ سره زما لټون وکړئ نو تاسو به مې پېدا کړئ.

يرمياه 29:11-13

نو په دې وجه اے وروڼو او خوېندو، مونږ د عيسىٰ د وينې په سبب زيات مقدس ځائ ته په اطمينان سره ورننوځو. هغۀ د خپل مرګ په وسيله د ژوندون دپاره يوه نوې لار د پړدې د مينځ نه کولاو کړه، نو ځکه چې مونږ سره لوئ اِمام دے څوک چې د خُدائ پاک د کور مختيار دے، نو راځئ چې د زړۀ د اخلاصه او په پوره باور سره د خُدائ پاک په حضور کښې داخل شُو. ځکه چې زمونږ په ګناه ګار ضمير د مسيح وينه نوستلے شوې ده چې مونږ پاک کړى، او زمونږ بدن په پاکو اوبو سره وينځلے شوے دے.

عبرانيان 10:19-22

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې