څلرنۍ د ۲۰۲۵ د دسمبر ۲۴

ورځنی رڼا

۲۰۲۵ دسمبر ۲۴

فلستى مشرانو هغوئ وليدل او تپوس يې وکړو، ”دا عبرانيان دلته څۀ کوى؟“ اکيس ورته ووئيل چې، ”دا داؤد دے چې د بنى اِسرائيلو د بادشاه ساؤل يو آفسر دے. اوس هغه زما سره د ډېر وخت نه دے. د کومې ورځې نه چې هغه ما له راغلے دے نو هغۀ داسې يو کار هم نۀ دے کړے چې زۀ يې يوه غلطى راوباسم.“

اول سموئيل 29:3

کۀ تاسو ته د مسيح د نوم په وجه بدرد ووئيلے شى نو تاسو بختور يئ، ځکه چې د جلال روح، يعنې د خُدائ پاک روح په تاسو سورے کوى. خو په تاسو کښې دې څوک قاتل، غل، بدکاره يا د نورو په کار کښې د لاس وهلو په وجه مصيبت ونۀ زغمى.

اول پطروس 4:14-15

نو چا ته دا موقع مۀ ورکوئ هغه څۀ چې ستا په نظر کښې جائز وى، او دوئ ورته بد ووائى.

روميان 14:16

په غېر‌يهوديانو کښې خپل چال چلن نېک ساتئ، تر دې چې کله هغوئ ستاسو خلاف لکه د بدکارو په شان بدرد هم وائى، خو هغوئ ستاسو نېک کارونه ووينى او د عدالت په ورځ د خُدائ پاک ثناء ووائى.

اول پطروس 2:12

Don’t be unequally yoked with unbelievers, for what fellowship have righteousness and iniquity? Or what fellowship has light with darkness?

2 Corinthians 6:14

What agreement has a temple of God with idols? For you are a temple of the living God. Even as God said, “I will dwell in them, and walk in them; and I will be their God, and they will be my people.” Therefore “‘Come out from among them, and be separate,’ says the Lord. ‘Touch no unclean thing. I will receive you.

2 Corinthians 6:16-17

خو تاسو يو غوره کړے شوے نسل، د شاهى اِمامانو فرقه، مقدس قوم، او د خُدائ پاک خپل اُمت يئ، د دې دپاره چې تاسو د هغۀ لوئ کارونه بيان کړئ چا چې تاسو د تيارې نه خپلې عجيبه رڼا ته رابللى يئ.

اول پطروس 2:9

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې