درېنۍ د ۲۰۲۵ د دسمبر ۳۰

ورځنی رڼا

۲۰۲۵ دسمبر ۳۰

هغه د خپلو وفادارو خلقو ژوند بچ کوى، خو بدعمله په تيارۀ کښې ورکيږى، سړے په خپل طاقت باندې نۀ بريالے کيږى.

اول سموئيل 2:9

کۀ مونږ دا وايو چې هغۀ سره شراکت ساتو او په تيارو کښې ګرځو نو مونږ دروغژن يُو او په هغې عمل نۀ کوُو څۀ چې رښتيا دى. خو کۀ مونږ په نُور کښې ژوند کوُو لکه څنګه چې هغه په خپله په نُور کښې دے نو بيا مونږ په خپلو کښې شراکت ساتو، او د هغۀ د زوئ عيسىٰ وينه مونږ د هر يو ګناه نه پاکوى.

اول يوحنا 1:6-7

عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”چا چې لامبلى وى هغۀ ته د پښو د وينځلو نه علاوه نور حاجت نشته بلکې هغه ټول پاک دے، او تاسو پاک يئ خو ټول نه.“

يوحنا 13:10

ما درته د عقل او حِکمت لارښودنه وکړه او په نېغه لار مې روان کړې. کله چې تۀ ګرځې نو ستا پښې به هيڅ څيز نۀ منع کوى، او کله چې تۀ منډه وهې نو تيندک به نۀ خورې. زما نصيحتونه راټينګ کړه او دا مۀ پرېږده چې ستا نه لاړ شى. د هغوئ ښۀ حفاظت وکړه ځکه چې دا ستا ژوندون دے.

متلونه 4:11-13

د هغوئ د لارو نه ځان وساته، د هغوئ په لار مۀ ځه، د هغوئ د لارو نه راوګرځه او په خپله لار روان اوسه.

متلونه 4:15

And the Lord will deliver me from every evil work, and will preserve me for his heavenly Kingdom; to whom be the glory forever and ever. Amen.

2 Timothy 4:18

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې