په اُميد کښې خوشحاله، په مصيبت کښې صابر او په دُعا کښې مشغول اوسئ.
روميان 12:12
ورځنی رڼا
په اُميد کښې خوشحاله، په مصيبت کښې صابر او په دُعا کښې مشغول اوسئ.
روميان 12:12
نو سموئيل ورته هغه هر څۀ وفرمائيل، هغۀ ترې نه يوه خبره پټه ونۀ ساتله. عيلى وفرمائيل، ”هغه مالِک خُدائ دے، هغۀ ته چې څۀ ښۀ ښکارى نو هم هغه به وکړى.“
اول سموئيل 3:18
اګر چې زۀ بېګناه يم او زۀ هغۀ له جواب نۀ شم ورکولے، زۀ خپل قاضى ته صِرف د رحم درخواست کولے شم.
ايُوب 9:15
هغۀ وفرمائيل، ”زۀ د مور نه خالى لاسونه پېدا وم او خالى لاسونه به د دې دُنيا نه ځم، هر څۀ ما له مالِک خُدائ راکړى وُو او مالِک خُدائ رانه واپس واخستل، د مالِک خُدائ د نوم ثناء صِفت دې وى.“
ايُوب 1:21
خو هغۀ خپلې ښځې ته وفرمائيل، ”تۀ خو لکه د کم عقلې ښځې په شان خبرې کوې، ولې مونږ به د خُدائ د طرفه صرف ښۀ څيزونه اخلو څۀ او هيڅکله به ترې نه بد نۀ اخلو؟“ خو د دې ټولو خبرو باوجود ايُوب د خُدائ پاک خِلاف يوه خبره هم ونۀ کړه.
ايُوب 2:10
عيسىٰ په ژړا شو.
يوحنا 11:35
خلقو هغۀ ته سپک وکتل او هغه يې رد کړو، هغه د درد او کړاؤ سره مخ شو. او خلقو به هغۀ ته دومره سپک کتل چې مخ به يې ترېنه اړولو. مونږ د هغۀ هيڅ قدر نۀ کولو. خو بېشکه چې هغۀ زمونږ بيمارۍ او کمزورۍ اوچتې کړې. خو بيا هم زمونږ دا خيال وو چې هغۀ له سزا ورکړے شوه، او دا چې خُدائ پاک هغه ووهلو او د هغۀ د ګناهونو سزا يې ورکړه.
يشعياه 53:3-4
ځکه چا سره چې مالِک خُدائ مينه کوى نو د هغۀ تنبيه هم کوى. او هغه هر هغه چا له سزا هم ورکوى چې هغه يې د خپل زوئ په توګه قبول کړى.“
عبرانيان 12:6
همېشه په تنبيه کولو کښې مزه نۀ وى بلکې هغه دردناک وى. خو وروستو دا د هغوئ دپاره د صداقت او امن مېوه ونيسى د چا چې تنبيه شوى وى.
عبرانيان 12:11
strengthened with all power, according to the might of his glory, for all endurance and perseverance with joy;
Colossians 1:11
ما تاسو ته دا هر څۀ ووئيل نو چې تاسو په ما کښې سلامتيا حاصله کړئ. په دې دُنيا کښې به تاسو زحمتونو سره مخامخ شئ. خو زړَور شئ ځکه چې زۀ په دُنيا غالب شوے يم.“
يوحنا 16:33
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۵ جولای ۲۳
1 Corinthians 15:24
۲۰۲۵ جولای ۲۲
Romans 6:10
۲۰۲۵ جولای ۲۱
Romans 3:1-2
۲۰۲۵ جولای ۲۰
John 17:16
۲۰۲۵ جولای ۱۹
Luke 1:49
۲۰۲۵ جولای ۱۸
John 10:3
۲۰۲۵ جولای ۱۷
Jonah 4:2