پينځنۍ د ۲۰۲۵ د جولای ۱۷

ورځنی رڼا

۲۰۲۵ جولای ۱۷

هغۀ مالِک خُدائ ته دُعا وکړه، ”اے مالِکه خُدايه، ولې هم دا زما خيال نۀ وو چې تۀ به داسې کوى کله چې زۀ لا په خپل کور کښې وم؟ نو په هم دې وجه زۀ دومره زر ترسيس ته وتښتېدم. ما ته پته وه چې تۀ رحمان او رحيم خُدائ يې، تۀ په غصه کښې صبر کوونکے او د مينې نه ډک يې، داسې مالِک خُدائ يې چې په افت رالېږلو کښې خپله فېصله بدلوى.

يُونس 4:2

نو اوس مالِکه خُدايه، زۀ سوال کوم چې مونږ ته خپل طاقت او هغه څۀ وښايه چې تا يې د ورکولو وعده کړې ده، کله چې تا وفرمائيل، زۀ، مالِک خُدائ په آسانۍ سره نۀ غصه کېږم او زۀ نۀ ختمېدونکې مينه او وفادارى ښايم او زياتے او بغاوت معاف کوم. خو چې څوک ګناه کوى نو د هغوئ د ګناه سزا به د درېم او څلورم نسل پورې جارى وى.

شمېر 14:17-18

مونږ د پلار نيکۀ په ګناه مۀ نيسه، په مونږ دې ستا رحم زر تر زره راشى، ځکه چې مونږ ډېر خوار و زار شوى يُو، زمونږ مدد وکړه، اے زمونږ خلاصونکى پاکه خُدايه، چې ستا نوم جلال ومومى، د خپل نوم په خاطر مونږ ته خلاصون راکړه او زمونږ ګناهونه معاف کړه.

زبور 79:8-9

زما خلق ما ته فرياد کوى او وائى چې، زمونږ ګناهونه زمونږ خِلاف ګواهى ورکوى، خو اے مالِکه خُدايه، د خپل نوم د خاطره دې زمونږ مدد وکړه. مونږ ستا نه په څو ځله اوړېدلى يُو، او ستا خِلاف مو ګناه کړې ده.

يرمياه 14:7

اے مالِکه خُدايه، مونږ ستا خِلاف بدکارونه کړى دى، مونږ د خپلو بدو کارونو او د خپل پلار نيکۀ د بدو کارونو اِقرار کوُو.

يرمياه 14:20

اے مالِکه خُدايه، کۀ تا، د ګناهونو حساب کړے وے، اے مالِکه خُدايه، نو څوک ستا مخکښې ودرېدے شى؟ خو تا سره د معافۍ امکان شته دے، نو په دې وجه خُدايه، چې مونږ ستا په يره وپوهېږو.

زبور 130:3-4

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې