جمعه د ۲۰۲۵ د جولای ۱۸

ورځنی رڼا

۲۰۲۵ جولای ۱۸

څوکيدار هغۀ ته دروازه کولاووى، او ګډې د هغۀ آواز اورى او هغه خپلې ګډې په نوم رابلى او هغوئ په هغۀ پسې روانې وى.

يوحنا 10:3

However God’s firm foundation stands, having this seal, “The Lord knows those who are his,” and, “Let every one who names the name of the Lord depart from unrighteousness.”

2 Timothy 2:19

په ورځ د قيامت به ډېر ما ته وائى چې مالِکه، مالِکه، مونږ ستا په نوم نبوت نۀ وو کړے څۀ؟ او ستا په نوم مو پيريان نۀ وُو شړلى څۀ؟ او هم ستا په نوم مو ډيرې معجزې نۀ وې ښکاره کړې څۀ؟ نو زۀ به هغوئ ته په ښکاره ووايم چې ما تاسو چرې هم نۀ يئ پېژندلى، تاسو بې‌شرعې خلق زما نه ورک شئ.

متى 7:22-23

بې‌شکه مالِک خُدائ د صادقانو د لارې خيال ساتى، په لار د تباهۍ خو بدعمله ورروان وى.

زبور 1:6

ګوره ما ستا نوم د خپلو لاسونو په تلو باندې ليکلے دے، او ستا دېوالونه همېشه زما په وړاندې دى.

يشعياه 49:16

زما مينه په خپل زړۀ باندې لکه د مهر په شان ولګوه نه، او په خپل لاس باندې ما لکه د مهر په شان ولګوه نه. ځکه چې مينه لکه د مرګ په شان زورَوره ده نه، او د هغۀ غېرت تر عالمِ ارواح پورې رسيږينه، او د مينې د اور شُغلې ډيرې زورَورې دينه.

غزلې 8:6

مالِک خُدائ ښۀ دے، د تکليف په وخت کښې هغه مضبوطه قلعه ده. او هغه د هغوئ حفاظت کوى څوک چې په هغۀ باور کوى.

ناحوم 1:7

زما د پلار په کور کښې د اوسېدو ډېر ځايونه دى. کۀ چرې داسې نۀ وے نو بيا به ما تاسو ته دا وئيلى وُو څۀ چې زۀ ځم چې تاسو دپاره ځائ تيار کړم؟ او کۀ زۀ لاړ شم او تاسو له ځائ تيار کړم نو زۀ به په خپله بيا راشم او تاسو به د ځان سره بوځم، نو چې چرته زۀ يم هلته به تاسو هم يئ.

يوحنا 14:2-3

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې